ایران کې د ۲۰۱۹ کال د بمي بریدونو په تور درې کسان تېزندي کړل شوي دي
ایران د دوشنبې په ورځ هغه درې کسان تېزندي کړي دي چې د سیستان-بلوچستان په ناکراره صوبه کې د ۲۰۱۹ کال د بمي بریدونو په جرم کې ورته د تېزندۍ سزا اورول شوې وه.
دغه درې کسان وروسته له هغې تېزندي کړی شوي دي چې په ۲۰۱۹م کال کې د سیستان-بلوچستان صوبې په مرکز زاهدان کې د پولیسو پر یوه مرکز او د ګزمې پر موټر د بمي بریدونو په تور کې پرې جرم ثابت شو.
د عدلیې وزارت میزان انلاین ویبپاڼې د دغه صوبې د مشر قاضي علي مصطفوینیا له قوله ویلي، "په زاهدان کې د چاودنو د مسولینو پر ضد سزا نن صادره شوه"
مصطفوینیا ویلي، تورن کسان د "پوځي روزنې ترلاسه کولو، د بمونو جوړولو دموادو په لیږدولو او پټولو" په تور هم محکوم شوي دي.
د میزان په وینا، دوی د سني جهادي جیش العدل ډلې برخه وه، چې په 2012 کې جوړه شوې او د ایران لخوا د "ترهګر" سازمان په توګه په تور لیست کې شامله ده.
د بخښنې دنړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو د نورو سازمانونو په وینا، ایران هر کال له چین نه علاوه د بل هر هېواد په پرتله ډیر خلک تېزندي کوي.
په ناروې کې میشته د ایران د بشري حقونو (IHR) سازمان د نومبر دمیاشتې په یوه راپور کې ویلي، سږ کال تر اوسه د ایران له خوا تر ۶۰۰ ډېر کسان تیزندي کړی شوي، چې دا په تېرو اتوؤ کلونو کې د تېزندۍ تر ټولو لوړه شمېره ده.
Forum