شاته

پاکستان کې پټرول 2.04 روپۍ او ډيزل 6.47 روپۍ ارزان شوي

د پاکستان حکومت د تيلو قيمتونو ارزانولو اعلان کړی، يو ليټر پټرول دوه روپۍ او څلور پېسې او يو ليټر ډيزل شپږ روپۍ او 47 پېسې ارزان کړای شوي دي.

د خزانې ډويژن ويلي، د حکومت د تېلو او ګېس د انتظام ادارې اوګرا په وړانديز د تېلو بيعې راکمې کړی شوي او نوی نرخ به نن د 16م نومبر نه عملي وي.

د دوه روپو او څلورو پېسو ارزانولو سره د يو لیټر پټرولو قيمت 281 روپۍ او 34 ته راکوز شوی دی.

دغه رنګ د ډيزلو په يو ليټر کې د شپږو روپو او 47 پېسو راکمولو سره يو ليټر په 296 روپو او 71 پېسو شوی دی.

د خاورو تېل شپږ روپۍ او پينځه پېسې ارزان کړی شوي او د يو ليټر نوی قيمت 204 روپو او 98 پېسو ته راغلی دی.

لايټ ډيزل نهه روپۍ راکم کړی شوي او يو ليټر په 180 روپو او 45 پېسې ټاکل شوی دی.

پاکستان کې هر 15 ورځې وروسته د تیلو بيعې ټاکل کيږي.

د روانې میاشتې په سر کې د پټرولو او ډيزلو په بيعو کې بدلون نه وو شوی او په زوړ حال ساتل شوې وې.

له دې وړاندې په 15م اکتوبر پاکستان کې د تېرو څو مياشتو راهسې پرله پسې د پټرولو او ډيزلو ګرانېدو وروسته حکومت پټرول او ډيزل ارزان شوي وو. يو ليټر پټرول 40 روپۍ او ډيزل 15 روپۍ ارزان کړی شوي وو.

د 40 روپو ارزانېدو سره يو ليټر پټرول د 323.28 روپو نه 283.38 روپو ته راکم شوي وو.

او ډيزل يو ليټر 15 روپۍ ارزان کړی شوي چې ورسره یې د يو ليټر قيمت د 318.18 روپو نه 303.18 روپو ته راټيټ شوی وو.

خو د اکتوبر د میاشتې په سر کې پټرول اته روپۍ او ډيزل 11 روپۍ ارزان کړی شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00