شاته

د امریکا او چین ولسمشرانو د اړیکو پر ښه کولو او د پوځي اړیکو پر بیا پيلولو موافقه کړې

واشنګټن - اې پي خبري ادارې خبر ورکړی چې د امریکا او چین ولسمشرانو جو بایډن او شي جېنپېنګ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په څو ساعته مخامخ خبرو کې ژمنه کړې چې خپلې تاوجنې اړیکې به رغوي.

دوی همدارنګه په دې موافقه کړې چې د غیرقانوني فېنټانیل په وړاندې به جګړه کوي او پوځي اړیکې به بیا پيلوي.

خو بیا هم تر اوسه د اقتصادي سیالۍ او نړیوالو امنیتي ګواښونو په اړه د دواړو ترمنځ ژور توپیرونه شته دي.

دواړه مشران له یو او بل سره څلور ساعته وو چې خبرې یې وکړې، د غرمۍ ډوډۍ یې وخوړه او له یو بل سره یې قدم ووهه د دې لپاره چې نړۍ ته وښيي چې که څه هم دوی نړیوال اقتصادي سیالان دي خو دا داسې نه ده چې دواړه هېوادونه ګټونکي نشي کېدای.

شي بایډن ته وویل، "د ځمکې کره د دواړو هېوادونو لپاره کافي لویه ده چې بریالي شي."

بایډن ولسمشر شي ته وویل، "زه فکر کوم چې دا ډېره مهمه ده چې ته او زه په یو او بل په واضحه توګه پوهېږو.‌ د رهبر او رهبر ترمنځ غلط فهمي نشته. مونږ باید دا باوري کړو چې سیالي مو په شخړه وا نه وړي."

د دواړو مشرانو لیدنه د اسیا پسېفېک اقتصادي همکاریو د کلني کانفرانس په څنډه کې شوې، په داسې حال کې چې نړۍ له ګڼو ستونزو سره مخ ده، لکه د منځني ختیځ او اروپا ستونزې، د تایوان ستونزه او داسې نور.

یو جګ پوړي امریکايي چارواکي د دواړو ولسمشرانو تر لیدنې وروسته وویل، چې دواړه مشران همدارنګه دې موافقې ته هم سره ورسېدل چې د غیر قانوني فېنټانیل مخه به نیسي او پوځي اړیکې به بیا پرانیزي.

اکثره هغه کیمیاوي توکي چې د سېنتېټېک فېنټانیل په جوړېدو کې کارول کېږي له چین څخه د قاچاقچیانو لخوا امریکا ته رسېږي چې امریکا ورسره د هغې د لوړې اندازې د کارولو له ناورین سره مخ ده.

یو لوړ پوړي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د لوړ پوړو پوځي چارواکو د خبرو پیلېدل زښت زیات مهم دي په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو د بیړیو او الوتکو ترمنځ ځینې غیر خوندي او غیر مسلکي پېښې شوي.

دغه چارواکي دا هم وویل، چې دواړو مشرانو د تایوان پر سر هم ډېرې خبرې وکړې او بایډن د تایوان شاخوا د چین د پوځي حضور په زیاتېدو باندې اندېښنه څرګنده کړه خو ولسمشر شي بایډن ته وویل، چې دی په تایوان باندې د هیڅ ډول برید پلان نه لري.

امریکايي چارواکی وايي،‌ بایډن وویل، چې امریکا له تایوان سره د چین د ممکنه برید په وړاندې د خپل ځان د دفاع په برخه کې مرستو ته ژمنه ده او همدارنګه له چین څخه یې وغوښتل چې د تایوان د راتلونکي کال په انتخاباتو کې دې لاسوهنه نه کوي.

بایډن همدارنګه له شي څخه وغوښتل چې په ایران باندې له خپل اغیز څخه کار واخلي او تهران او د هغوی پلویانو ته دا روښانه کړي چې د دوی ډلې باید داسې ګامونه و نه اخلي چې له امله یې د اسرایلو او حماس جګړه پراخه شي.

امریکايي چارواکي ویلي، چې د ایران په اړه د خبرو پر وخت بایډن ټولې خبرې وکړې او شي یواځې غوږ نیولی و.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې امریکا ته ډاډ ورکړی چې چین دغه اندېښنې له ایران سره شریکې کړې دي چارواکي وايي، امریکا په دې نه پوهېږي چې ایرانیانو به د چین لخوا دغه شریکې کړې اندېښنې څومره جدي ونیسي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00