شاته

اتومي انرژۍ نړیواله اداره: ایران د دریو اتوم بمونو لپاره کافي اندازه یورانیم غني کړي

د اتومي انرژۍ نړیواله اداره وايي چې ایران د دریو اتوم بمونو د جوړولو لپاره په کافي اندازه ۶۰ فیصده خالص غني شوي یورانیم لري.

د دغه راپور په اساس، چې رویټرز خبري اژانس لیدلی دی، د ایران د ۶۰ فیصده غني شویو یورانیمو اندازه ۱۲۸.۳ کیلو ګرام کېږي، دا اندازه د اتوم د دریو بمونو جوړولو لپاره زیاته بلل کېږي، خو په اتوم بمب کې د کارولو لپاره باید غني شوي یورانیم۹۰ سلنه وي.

په دغه راپور کې همدغه راز ویل شوي دي چې د ایران د غني شويو یورانیمو اندازه تر هغه ۲۲ سلنه زیاته ده، چې د ۲۰۱۵ کال په تړون کې پرې موافقه شوې وه. دا تړون د ایران او نړۍ د زبر ځواکو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی و.

په تړون کې ایران منلې وه چې د خپلو غني شویو یورانیمو اندازه به څه کم څلور سلنې ته محدودوي او په بدل کې پرې لګول شوي اقتصادي‌ بندیزونه لېرې شوي وو. خو دا تړون له هغه وروسته لغوه شو، چې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ په یو اړخیز ډول ترې ووت او په ایران باندې یې بیا بندیزونه ولګول.

د ټرمپ له دغې پرېکړې یو کال وروسته ایران د خپلو یورانیمو غني کول بیا پیل کړل. تهران ادعا کوي چې یورانیم د «سوله ایزو» مقاصدو لپاره کاروي.

د اتومي انرژۍ نړیواله اداره وايي چې ایران لا هم په ځینو ځانګړو مسائیلو کې د دغې ادارې د کار مخه نیسي. دغې ادارې تېره ورځ په یو بل راپور کې ویلي وو چې په یو لړ موضوعګانو باندې له ایران سره په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د اتومي انرژۍ نړیواله اداره وايي لا هم د ایران له اتومي بټیو څخه لېرې کړل شوي نظارتي تجهیزات بېرته لګول شوي نه دي او ایران هم په دوو بټیو کې د اتوم د موندل شویو ذراتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دغې ادارې همدغه راز ویلي دي چې ایران هغو مفتشینو ته د بیا فعالیت اجازه نه ده ورکړې چې د سپتمبر په میاشت کې یې فعالیت بند کړی و. ایران له هغه وروسته دا اقدام وکړ چې امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني په دوو بټیو کې د موندل شویو اتومي ذراتو په اړه د باور وړ توضیحات وغوښتل. ایران د دغو دوو بټیو په اړه مخکې معلومات ورکړي نه وو.

خو تهران وایي چې دا اقدام یې د دغو هېوادونو د بدې سیاسي استفادې د کولو له کبله کړی دی. ایران د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته په یو استول شوي لیک کې ویلي دي چې د مفتشینو د فعالیت د بیا پیل کېدو په اړه غور کولا شي.

د دغه راپور معلومات د رویټرز او فرانس پرس اژانس له راپورونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه