د آی اېم اېف او پاکستان ترمنځ د عملې په کچه تړون شوی، پاکستان ته به 700 میلينه ډالره ترلاسه کيږي
نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ويلي، له پاکستان سره یې د نهو مياشتو سټېنډ بایې ارېنجمنټ د لومړۍ جايزې دپاره د عملې په کچه تړون شوی او د اېګزېکټيو بورډ د منظورۍ وروسته به پاکستان ته 700 میلينه ډالره يا 70 کروړه ډالره ترلاسه شي.
آی اېم اېف ویلي، پاکستان ټول اقتصادي اهداف ترلاسه کړي، په راتلونکو مياشتو کې د ګرانۍ کمېدو امکان څرګند کړی شوی او پاکستان د مارکيټ په بنیاد په اېکسچېنج رېټ عمل جاري ساتلو ژمنه کړې ده.
ويل شوي، د پاکستان حکومت د پانګونې او روزګار پېدا کولو سره د ادارو په کچه د اصلاحاتو ژمنه هم کړې ده.
آی اېم اېف ویلي، د نېتهن پورټر په مشرۍ پلاوي یې د دويم نومبر نه تر 15م نومبر پورې د اسلام اباد سفر کړی چې له پاکستان سره سټېنډ بای تړون لاندې لومړی جاج واخلي.
ويل شوي، د آی اېم اېف پلاوي د پاکستاني چارواکو د درېو اربو ډالرو د پروګرام لاندې په لومړۍ جايزه له عملې سره تړون شوی، د اېګزېکيټو بورډ د منظورۍ وروسته به پاکستان ته 700 میلينه ډالره ترلاسه شي او د پروګرام لاندې به ټولې نزدې 1.9 نهه اربه ډالرو ته ورسي.
د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف او پاکستان ترمنځ د عملې په کچه د درېو اربو ډالرو د"سټېنډ بای ارېنجمنټ" تړون د روان کال په 29م جون شوی وو او ويل شوي وو د ياد تړون له مخې به نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته درې اربه ډالر ورکوي.
د قابو اتوو میاشتو د ځنډ وروسته ياد تړون شوی او د جولايۍ په میاشت کې یې بيا اېګزېکټيو بورډ منظوري ورکړې وه.
آی اېم ایف هغه وخت ويلي وو، د سټېنډ باي تړون له مخې پاکستان ته ورکړل کیدونکې پیسې به د دغه هیواد د بهرني فشار سره د مخ معیشت په باثباته کولو کې مرسته وکړي.
د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ويلي، د آی اېم اېف پلاوي د پاکستان د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره ليدلي، او د لومړۍ جايزې لاندې د حکومتي ټيم سره په تکنيکي کچه خبرو بحث کړی دی.
ویل شوي، نېتهن پورټر د پاکستان لخوا د پروګرام د درېو میاشتو د اهدافو پوره کولو هڅې ستايلي دي.
هغه زياته کړې، د هڅو په نتيجه کې یې په تکنيکي کچه د خبرو مثبته نتيجه مخې ته راغلې ده.
او د پاکستان وزيراعظم د آی اېم اېف د ټيم مننه کړې او د پروګرام مخ په وړاندې بوتلو یې ویلي دي.
Forum