شاته

د بېړنیو پلانونو لاندې،‌ اسرایلو یوه لېبنان مېشته خبري رسنۍ بنده کړې ده

واشنګټن – اسرایلو په روانه اونۍ کې په خپلو نویو بیړنیو اقداماتو کې یوه لېبنانۍ خبري رسنۍ تړلې ده او ادعا یې کړې چې د دوی ملي‌ امنیت ته یې زیان رسوه.

د اسرایلو امنیتي کابینې د اتوار یا یکشنبې په ورځ په دې رایه ورکړه چې په اسرایلو کې د لېبنان مېشتې خبري رسنۍ میادین سټلایټ بند کړي.

د کابینې په بیان کې راغلي، چې دغې رسنۍ "د جګړې پر وخت هڅه کړې چې د اسرایلو د ملي‌ امنیت ګټو ته زیان ورسوي او د دوښمن موخو ته کار وکړي."

دا رایه ورکول د اسرایلو لخوا د هغو بیړنیو اقداماتو په بهیر کې لومړی کار وه چې تېره میاشت تصویب شوي وو.

د دغو منل شویو بیړنیو اقدماتو له مخې، حکومت ته اجازه ده چې هغه خبري رسنۍ په لنډ مهاله توګه بندې کړي چې دوی یې ملي امنیت ته زیان رسونکې بولي.

د اطلاعاتو وزارت د ویاند په وینا، له دغې رایې اچونې وروسته د اطلاعاتو وزیر شلومو کرهي له پولیسو سره په دې کار پيل کړ چې د المیادین وېب پاڼه وتړي او د دغه سټېشن ټول وسایل ونیسي.

ویاند زیاته کړې، چې کرهي د اسرایلو د پوځ له مشر څخه په لویدیځه غاړه کې غوښتي دي چې د المیادین دفترونه دې هلته وتړي.

کرهي د یادې رسنۍ د تړلو د اعلان پر وخت وویل، "له داسې خپرونو ښکاري چې د دوښمن دي او د هېواد امنیت ګواښي وبه تړل شي. د المیادین خپرونې او راپورونه د ترهګرو تنظیمونو لپاره کار کوي او اوس وخت د دې دی چې ورسره حساب وشي."

د ټایمز اف اسرایل په څېر ځینې رسنۍ المیادین حزب الله پلوې بولي. د رویټرز په څېر نورې رسنۍ یې ایراني پلوي بولي.

المیادین چې خپل ځان یو خپلواک عربي چاینل بولي تر اوسه پورې په دې اړه د امریکا غږ ایمېل ته کوم ځواب نه دی ورکړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00