ساينس، کمپيوټر او انټرنېټ
Google کوڅو ته راوځي.
تېره اونۍ ګوګل د یو نوي شرکت د جوړولو اعلان وکړ، چې حکومتونو، کاروبارونو او د ښارونو د اوسېدونکو د ژوند ښه کولو لپاره به په
ګوګل پلټونکی ماشین په Gmail کې د (Undo Send) آسانتیا زیاتوي.
د Gmail کاروونکي به له دې وروسته وکړای شي، چې یو چا ته په ناسمۍ کې لېږل شوی برېښلیک بېرته راوګرځوي.
ټوېټر به په پیغامونو لېږلو باندې د ۱۴۰ محدودو تورو د لیکلو بندیز ختم کړي.
ټوېټر به په پیغامونو لېږلو باندې د ۱۴۰ محدودو تورو د لیکلو بندیز ختم کړي. د ټوېټر ټولنیزې شبکې اعلان کړی، چې د جولای میاشتې د لومړۍ نېټې څخه به د دغې خواله رسنۍ کاروونکي وکړای شي، چې یو چا ته په مستقیم پیغام (Direct Message) کې د ۱۴۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ تورو پورې پیغام ولیکي؛ خو په نوې لیکنه یا ټويټ کې به د ۱۴۰ تورو بندیز لا هم شتون ولري. اوس د ټوېټر کاروونکي نه شي کولای، چې یو چا ته د شخصي پیغام له لارې، د ۱۴۰ څخه د زیاتو تورو لرونکی پیغام واستوي؛ خو په راروانه
په ګوګل کې ځینې پټ رازونه/ زاهدالله ځلاند
د ګوګل پلټونکی ماشین (Google Search Machine) نن سبا زمونږ یوه ستره اړتیا ده او خلک په انټرنېټ کې زیاته پلټنه او لټون په ګوګل کې ترسره کوي. د دې لپاره، چې پلټنه مو په زړه پورې او په بېلابېلو طریقو وشي؛ نو ګوګل ایسټر اېګز/ Google Easter Eggs وکاروئ. ګوګل اېسټر اېګز داسې پټ کوډونه او پیغامونه دي، چې په ګوګل کې پلټنه لا رنګینه او په زړه پورې کوي. په ګوګل کې ځینې ایسټر اېګز په لاندې ډول دي، همدا اوس پرې کوښښ وکړئ او خوند ترې واخلئ. ۱- do a barrel roll
فېسبوک د بې پیلوټه الوتکو پواسطه د انټرنېټ آسانتیا رامنځته کوي.
د فېسبوک اداره غواړي، چې ټولې نړۍ ته د ۱۰۰۰ بې پیلوټه الوتکو یا ډرون په جوړولو سره د انټرنېټ آسانتیا برابره کړي. د فېسبوک ټولنیزې وېبپاڼې مشر مارک زوکربرګ ویلي دي، چې دغه بې پیلوټه الوتکې به د لمر څخه چارج کېږي او خلکو ته به د انټرنېټ آسانتیا رامنځته کوي. د دغې پروژې نوم اکویلا ((Aquila دی، چې تر اوسه په لومړیو پړاوونو کې ده. فېسبوک تېر کال د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو یوه کمپنۍ، چې د اسکنټا ((Ascenta په نامه یادېږي، اخیستې ده او د بې پیلوټه
نور به د موبایل نمبر لپاره سېمکارت نه؛ بلکې سافټ وییر کارول کېږي.
په ۲۰۱۶ زېږیز کال کې به د موبایلونو د سېمکارتونو د شتون ۲۵ کاله پوره شي. د سېمکارت سلور جوبلي (Silver Jubilee) یا ۲۵ مه کلیزه به ونمانځل شي؛ خـو د (Golden Jobilee) یا ۵۰ مې کلیزې د نمانځنې کوم څرک به یې ونه لیدل شي. د ګرځنده ټلیفونونو کاروونکي به کولای شي، چې د پاسورډ په مرسته په هر موبایل کې خپل نمبر وکاروي. د انګلستان د کېمبرج پوهنتون د کمپیوټر ټکنالوژۍ ماهرینو ویلي دي، چې نور د موبایلونو د سېمکارتونو وخت تېر شوی دی او د دغو سمکارتونو ځای به سافټ وییر ونیسي.
د لومړني ډاټ کام ډومین د راجستر کېدلو ۳۰ کاله پوره شول/ زاهدالله ځلاند
د ۱۹۸۵ زېږدیز کال د مارچ ۱۵ مه هغه نېټه ده، چې په انټرنېټ کې لومړی ډاټ کام ډومین راجستر شوی و. د ۲۰۱۵ ز کال د مارچ په ۱۵ مه نېټه د سمبولکس ډاټ کام (symbolics.com) دېرش کاله پوره شول. دا په انټرنېټ کې تر ټولو لومړی ډاټ کام ډومین دی، چې اوس هم فعال دی. سمبولکس د کمپیوټر جوړولو یوه کمپنۍ وه. دغې کمپنۍ د کمپیوټري ژبې ماشینونه او پروګرامونه هم جوړول، چې د لېسپ (Lisp) په نامه یادېږي. په ۱۹۹۳ ز کال کې دغه کمپنۍ دېوالي شوې هم وه، چې وروسته بیا د
خپل موبایل په اور چارج کړئ!
که تاسو په سفر روان یئ او یا مو برېښنا نه وي او ستاسو په موبایل، لپټاپ او یا هم کمره کې چارج نه وي؛ نو تاسو به څه کوئ؟ کېدای شي، چې ستاسو ځواب صبر او انتظار وي؛ خو که د تاسو سره لږې اوبه او اور موجود وي؛ نو خپل موبایل مو چارج کولای شئ. په تېرو نږدې ورځو کې بازار ته داسې یو چارجر وړاندې شوی دی، چې په اوبو او اور کار کوي او ستاسو موبایل چارج کولای شي. د دغې آلې نوم فلېم سټوور/Flamestower دی. دغه آله د ۲-۵ واټه پورې د برېښنا ظرفیت لري، چې پواسطه یې تاسو په څو دقیقو کې خپل
خلک په ګوګل کې تر ټولو زیات څه لټوي؟
په ټوله نړۍ کې خلک په ګوګل کې څه لټوي، د دې په اړه به تاسو یو څه هرومرو اورېدلي وي؛ خو د ګوګل ادارې لخوا وړاندې شوي تازه معلومات دا ښایي، چې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې، په ګوګل کې تر ټولو زیات لټول شوی لفظ فېسبوک دی. په زړه پورې خو دا ده، چې فېسبوک خپل یو آر اېل ادرس لري؛ خو ډېری وګړي یې لومړی په ګوګل کې لټوي او تر هغې وروسته یې پرانیزي. د خپرو شویو معلوماتو له مخې تر ټولو ډېرې لټول شوې کلمې دغه دي، چې د ۱ نه تر ۱۰۰ په کچه نمرې ورکول شوې دي، چې په دې ډول دي: ۱- (۱۰۰)F
ډاکټرانو په لومړي ځل د یو نارینه تناسلي آله بل نارینه ته ولګوله.
د جنوبي افریقا د جراحانو یوې ډلې په بریا سره یو داسې کس ته، چې خپله تناسلي آله یې د ختنه کولو په وخت کې د لاسه ورکړې وه، د بل یو مړ کس تناسلي آله په یو نهه ساعته بریالي عملیاتو کې بدله کړې ده. په نړۍ کې دغه لومړی عملیات د سوېلي افریقا د سټېلن بوش پوهنتون ( Stellenbosch University) او Tygerberg Hospital (ټایګر برګ روغتون) د یو ټیم کسانو په ګډه ترسره کړی دی. دغه ۲۱ کلن کس به اوس وکړای شي، چې جنسي اړیکې ونیسي او بچیان ولري. څېړونکو په لومړیو کې ډېرې هڅې وکړې، چې د یوه نارین
ستاسو له مرګ وروسته به ستاسو فېسبوک اکاونټ / ګڼون ته څه ورپېښ شي؟
فېسبوک خپلو کاروونکو ته یوه داسې نوې آسانتیا رامنځته کړې، چې کاروونکي کولای شي، د دوی له مرګ وروسته خپل اکاونټ / ګڼون په بشپړه توګه له منځه یوسي او یا یې هم د خپلې کورنۍ کوم غړي او یا کوم ملګري ته د ځینو شیانو د کارونې اجازه ورکړي.
په چین کې یو کس د انټرنېټ د کارونې څخه د خلاصون لپاره خپل لاس غوڅ کړ.
په چین کې یو کس د انټرنېټ د کارونې څخه د خلاصون لپاره خپل لاس غوڅ کړ. په اوسني وخت کې د انټرنېټ مینه وال هر څوک دي؛ خو ځینې خلک داسې هم شته، چې انټرنېټ د یوې نشې او عمل په ډول کاروي او دا یو حقیقت دی، چې هر څوک یو ځل د انټرنېټ او په ځانګړې توګه د ټولنیزو وېبپاڼو؛ لکه فېسبوک، ټوېټر او نورو په کارولو روږدی او آموخته شو؛ نو پرېښودل یې بیا خورا ستونزمن کار دی. د چین د جیانګسو ولایت په نانتونګ ښار کې یو ۱۹ کلن ځ
فېسبوک د یو پاکستاني ممثل نه بښنه غوښتې ده
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د فېسبوک ټولنیزې شبکې مشر مارک زوکربرګ د پاکستاني ممثل او اداکار حمزه علي عباسي نه له دې امله بښنه غوښتې، چې فېسبوک ادارې د هغه د فېسبوک پاڼې له دریځ یا سټېټس
فېسبوک د غږ پېژندلو سافټ وییر اخلي.
د ټولنیزې شبکې فېسبوک مشر مارک زوکربرګ اعلان کړی دی، چې د فېسبوک لپاره د (Wit.ai) کمپنۍ څخه یو داسې سافټ وییر یا پوستغالی اخلي، چې په طبیعي ډول به پرې د مقابل لوري غږ معلومېږي
سکایپ په ژوندۍ بڼه د خبرو د ژباړې سېستم فعال کړ.
مایکروسافټ نړیوالې کمپيوټري ادارې چې عمومي مرکز یې په واشنګټن کې دی، خپل یوه مشهو
د انټرنېت ډېر کارول تاوان لري
برېتانوي پوهانو د يوه رپوټ په خپرولو سره ويلي: هغه کسان چې خپل ډېر وخت د انټرنېټ په لټون تېروي، خورا شونې ده چې په ژور خپگان اخته شي. ويل کېږي، د ليډ پوهنتون د ارواپوهانو په دې څېړنه کې ښودل شوې ،څومره چې خپل ډېر وخت د انټرنېټ په نړيوال جال کې تېروو، هومره ورسره خپله خوشالي له لاسه ورکوو. دوى گواښنه کړې ،چې د ځينو لپاره ښايي انټرنېټ لکه د جوارۍ په څېر په عادت واوړي٠