د جنوبي افریقا د جراحانو یوې ډلې په بریا سره یو داسې کس ته، چې خپله تناسلي آله یې د ختنه کولو په وخت کې د لاسه ورکړې وه، د بل یو مړ کس تناسلي آله په یو نهه ساعته بریالي عملیاتو کې بدله کړې ده.

په نړۍ کې دغه لومړی عملیات د سوېلي افریقا د سټېلن بوش پوهنتون ( Stellenbosch University) او Tygerberg Hospital (ټایګر برګ روغتون) د یو ټیم کسانو په ګډه ترسره کړی دی.
دغه ۲۱ کلن کس به اوس وکړای شي، چې جنسي اړیکې ونیسي او بچیان ولري.

څېړونکو په لومړیو کې ډېرې هڅې وکړې، چې د یوه نارینه تناسلي آله پیدا کړي؛ خو په پای کې په دې وتوانېدل، چې د یو مړ کس ډالۍ شوې تناسلي آله پیدا کړي او دغه ځوان ته یې وربدله کړي.

دغه ۲۱ کلن ځوان، چې نوم یې نه دی رسنیز شوی، د ډاکټرانو د ټیم څخه ډېره خوښی ښودلې او مننه یې ورڅخه کړې ده. نوموړي درې کاله وړاندې د ختنې د عوارضو له آمله خپله تناسلي آله د لاسه ورکړې وه.

زاهدالله ځلاند