په ټوله نړۍ کې خلک په ګوګل کې څه لټوي، د دې په اړه به تاسو یو څه هرومرو اورېدلي وي؛ خو د ګوګل ادارې لخوا وړاندې شوي تازه معلومات دا ښایي، چې  په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې، په ګوګل کې تر ټولو زیات لټول شوی لفظ فېسبوک دی.

په زړه پورې خو دا ده، چې فېسبوک خپل یو آر اېل ادرس لري؛ خو ډېری وګړي یې لومړی په ګوګل کې لټوي او تر هغې وروسته یې پرانیزي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې تر ټولو ډېرې لټول شوې کلمې دغه دي، چې د ۱ نه تر ۱۰۰ په کچه نمرې ورکول شوې دي، چې په دې ډول دي:

۱- (۱۰۰)Facebook

۲-(۸۰)Google

۳-(۶۵)You

۴-(۶۰)Youtube

۵-(۵۰)Craigslist

۶-(۴۴)Porn

۷-(۴۰)Weather

۸-(۳۵)Yahoo

۹-(۳۰)News

۱۰-(۲۵)Sex

۱۱-(۲۵)Amazon

۱۲-(۲۰)Games

 

 زاهدالله ځلاند