که تاسو په سفر روان یئ او یا مو برېښنا نه وي او ستاسو په موبایل، لپټاپ او یا هم کمره کې چارج نه وي؛ نو تاسو به څه کوئ؟ کېدای شي، چې ستاسو ځواب صبر او انتظار وي؛ خو که د تاسو سره لږې اوبه او اور موجود وي؛ نو خپل موبایل مو چارج کولای شئ.

په تېرو نږدې ورځو کې بازار ته داسې یو چارجر وړاندې شوی دی، چې په اوبو او اور کار کوي او ستاسو موبایل چارج کولای شي.

د دغې آلې نوم فلېم سټوور/Flamestower دی.

دغه آله د ۲-۵ واټه پورې د برېښنا ظرفیت لري، چې پواسطه یې تاسو په څو دقیقو کې خپل موبایل چارج کولای شئ.

د دغه چارجر وزن هم ډېر کم دی او هر څوک کولای شي، چې پخپل جېب کې یې د ځان سره وګرځوي.

زاهدالله ځلاند