د فېسبوک شركت چې په نړۍ كې شاوخوا ( ۱،۳۵) ميليارده فعال كاروونكي لري، د يوه بې ساري اقدام په ترڅ كې د كاروونكو لپاره د خپلو ويډيوګانو د پراخه امكانات برابروي.
كه څه هم اوسمهال د فېسبوک كاروونكي كولاى شي، چې خپلې ويډيوګانې شريكې كړي؛ خو په ژوندۍ بڼه ويډيويي خپرونې نه شي کولای.د فېسبوک د نوې ځانګـــــړتيا په چوكاټ کې به كاروونکو ته د دې امكان وي، چې آنلاين ټلويزيوني كانالونه جوړ او په ژوندۍ بڼــــــه خپرونې وكړي. د دې مهمـــــې ځانګړتيا نه اوسني ټلويزيونــــي كانالونه هم ګټه پورته كولاى شي. د بېلګې په ډول د امريكا د متحدو ايالتونو د ای بي سي مشهورټلويزيوني كانال د لومړي ځل لپاره په فېسبوک كې خـــپل كانال پرانيست. ای بي سي د فېسبوک له لارې خبري ويډيوګانې خـــــــپروي او آن تر دې چې ژوندۍ خپرونې لري.
پخوا خبري كانالونو د يوټيوب د وېبـپاڼې له لارې ژوندۍ خپرونــې خــپرولې. فېسبوک ددې پروژې سره غواړي چې په نړيواله کچه د ويډيو د شريكولو په برخه كې د يوټيوب او نورو وېبپاڼوسره سیالي وكړي.
د فېسبوک چارواكي هيله لري، چې په وېبپاڼه كې د كاروونكو له لوري په ژوندۍ بڼه د خپرونو د خپرولو سره د فېسبوک كاروونكي نور هم ډېر شي.
د فېسبوک اداره همداراز په پام كې لري، چې د يوټيوب، ګوګل او ياهو په څېر د وېبپاڼو خدمات هم د فېسبوک له لارې خپاره كړي.