د ترکیې د سامسون په ښار کې یوې ۷۲ کلنې ښځې چې په خټه یونانۍ ده، د اسلام مبارک دین قبول کړ. همداراز دغې ۷۲ کلنې سپین سرې ښځې د صفر بولات په نامه د ۸۲ کلن سپین سري سړي سره واده وکړ.
د یادونې ده چې ۷۲ کلنې سپین سرې ښځې د واده نه مخکې ویلي وو، غواړي چې د اسلام مبارک دین ومني او مسلمانه شي.
نوموړې د سامسون ولایت د مفتي په حضور کې د شهادت کلمه وویله او اسلام يې قبول کړ. د سامسون مفتي نوموړې ۷۲ کلنې سپین سرې ته د ګلزار نوم ورکړ.
دغې سپین سرې ښځې د اسلام د مبارک دین د منلو نه وروسته د سامسون ولایت د سپین سرو په مېلمستون کې د ۸۲ کلن صفر بولات سره شرعي نکاح وتړله.
۸۲ کلن صفر بولات وایي، چې د مېرمن ګلزار سره د خپل یو ملګري په واسطه معرفي شوم. له پېژندنې وروسته مو د واده پریکړه وکړه او دادی نن مو نکاح وتړله.
مېرمن ګلزار له دې وړاندې د خپلې لور سره اوسېدله.
د ویلو ده چې ۸۲ کلن صفر بولات او ۷۲ کلنه ګلزار د سامسون ولایت د حوزې ولسوالۍ د سپین سرو په مېلمستون کې اوسېږي.
زاهدالله ځلاند