مایکروسافټ نړیوالې کمپيوټري ادارې چې عمومي مرکز یې په واشنګټن کې دی، خپل یوه مشهور سافټ وییر سکایپ ته یو تر ټولو نوی اپلېکېشن ورزیات کړی دی.
د سکایپ هغه کاروونکي چې د یو او بل په ژبه نه پوهېږي، اوس کولای شي، چې د یو بل په خبرو د سکایپ د ژباړونکي سېستم په مرسته پوه شي.
د اوس لپاره د انګلیسي او هسپانوي (Spanish) ژبو ویونکو ته دا آسانتیا رامنځته شوې ده، چې د سکایپ له دغه نوي اپلېکېشن څخه ګټه واخلي.
د سکایپ دغه آسانتیا هم د غږ او هم د متن په بڼه ده.
د یادونې ده، چې سکایپ د ژباړې دغه سېستم په وېنډوز ۸ (WINDOWS 8) چلیز سېستم کې د ګټې اخیستنې وړ دی.
سکایپ شرکت ویلي دي، چې په راتلونکي کې به خپل دغه سېستم ته نورې ژبې هم ورزیاتې کړي.
سکایپ په نړۍ کې یو مشهور سافټ وییر دی، چې پر مټ یې کاروونکي کولای شي، چې د نړۍ له بېلابېلو برخو سره ویډیویي او غږیزې اړیکې ټینګې کړي.
د دغه نوي سېستم په فعالېدو سره به د سکایپ کاروونکو ته نورې آسانتیاوې هم ور په برخه شي او همدا راز به دغه شرکت نور هم وړاندې لاړ شي.
زاهدالله ځلاند