فېسبوک خپلو کاروونکو ته یوه داسې نوې آسانتیا رامنځته کړې، چې کاروونکي کولای شي، د دوی له مرګ وروسته خپل اکاونټ / ګڼون په بشپړه توګه له منځه یوسي او یا یې هم د خپلې کورنۍ کوم غړي او یا کوم ملګري ته د ځینو شیانو د کارونې اجازه ورکړي.

د دغې آسانتیا د رامنځته کولو لپاره د فېسبوک ډېرو کاروونکو د فېسبوک له ادارې څخه غوښتنه کړې وه، چې وروسته فېسبوک دغه آسانتیا رامنځته کړه.

دغه آسانتیا (د وراثت اړیکه) / Legacy Contact په نوم یادېږي.

دغه آسانتیا په لومړي پړاو کې یوازې د امریکا د متحده ایالتونو د اوسېدونکو لپاره ده، چې وروسته به ترې د هر هېواد اوسېدونکي ګټه واخیستلای شي.

که د فېسبوک کوم کاروونکي وغواړي، چې د دوی له مرګ وروسته یو کس د دوی ګڼون وکاروي؛ نو د هغه سره به دغه واک او اختیارات وي:

* پروفایل/ پېژنیال عکس بدلول 
* کاور فوټو / د شا انځور بدلول
* د ملګرتوب بلنې منل
* پر ټایم لاین یا دريځ پوسټونه او لیکنې خپرول

چا ته چې د وراثت حق ورکول شوی وي، هغه به نه شي کولای، چې د دغه کس شخصي پیغامونه ولولي.


ژباړن: زاهدالله ځلاند