تېره اونۍ ګوګل د یو نوي شرکت د جوړولو اعلان وکړ، چې حکومتونو، کاروبارونو او د ښارونو د اوسېدونکو د ژوند ښه کولو لپاره به په Google Maps یا ګوګل نقشه کې د یوې داسې ټکنالوژۍ آسانتیاوې برابرې کړي، چې هره لاره، کوڅه او کور به په ۳۶۰ درجې ښکاره کېږي.