برېتانوي پوهانو د يوه رپوټ په خپرولو سره ويلي: هغه کسان چې خپل ډېر وخت د انټرنېټ په لټون تېروي، خورا شونې ده چې په ژور خپگان اخته شي. ويل کېږي، د ليډ پوهنتون د ارواپوهانو په دې څېړنه کې ښودل شوې ،څومره چې خپل ډېر وخت د انټرنېټ په نړيوال جال کې تېروو، هومره ورسره خپله خوشالي له لاسه ورکوو. دوى گواښنه کړې ،چې د ځينو لپاره ښايي انټرنېټ لکه د جوارۍ په څېر په عادت واوړي٠

انټرنېټي جال يو په زړه پورې شى دى ،د ماوس يا موږک دتڼۍ په کېکاږلو سره تاسو کار کولاى شئ، خپل ساعت تېرولاى شئ او زده کړه کولاى شى. خبرونه ليدلى شى او د په زړه پورى سپورت په اړه معلومات ترلاسه کولى شئ،   د خپلو ملگرو د احوال څخه خبرېدلاى شئ او دې چې د خپل ژوند ملگرى هم پيدا کولاى شئ٠

خو ايا انټرنېټي جال زمونږ دخوشالۍ سبب گرځېدلاى شي؟

وروستۍ څېړنه ښايي چې نه ، انټرنېټ مونږ نشي خوشالولاى٠

د انگليستان په ليډز پوهنتون کې ساينس پوهان په ١٣٠٠ برتانويانو څېړنه ترسره کړې او د هغوى کړه وړه يې معلوم کړل. دوى څرگنده کړه، چې که څوک د انټرنېټ په کارولو هر څومره ډېر وخت تېر کړي ،  هماغومره يې کرکه ډېرېږي٠

څېړونکي وايي: که څوک د مخامخ ليدلو کتلو او خبرو اترو پر ځاى انټرنېټ وکاروي، نو دا کېداى شي، چې يوه روحي ناروغي وي٠

کومه اندازه چې مونږ لګولې ، راته څرگنده شوې، چې په انټرنېټ روږدي کسان يو ځانگړې ډول وېبپاڼې گوري، لکه د لوبو او لوڅو انځورونو وېبپاڼې ، چېټ رومز(بنډارخونې) يا د انټرنېټي خبرو اترو خونې او  ټولنيزې وېبپاڼې کاروي٠

نو که يو څوک خپل ټول وخت پدې وېبپاڼو تېروي ،  د اجتماعي ژوند څخه  لرې پاتې کېږي
٠
دا مسله يوازې په برتانيا کې وجود نلري، چين لا له وړاندې منلې، چې څينې خلک په انټرنېټ روږدي دي٠

د دغو کسانو د درملنې لپاره کمپونه جوړ شوي دي٠

دا لاڅرگنده نده ،چې د انټرنېټ کارول روحي ناروغي پيدا کوي، خو څوک فکر کوي داسې نده، داسې ده، چې يو کس په  تياره کوټه کې ناست دى ، په خيال کې ډوب دى او ژوند ترې تېرېږي٠