ستـــــــــــا دووسترګــــــــــــــواثردی بل اثر وي څــــــــــــه اثر
اشنـــــــــــــاپه سپېلنــــــــــــــــــــودبدنظــــــــــــــــــــروي څه اثر
ستاغم دسالنــــــــــــــګ واوره ستـــــاتصويردژمي لمردی
پــه واوره دسالنـــــــــــــــــــګ د ژمي لمر وي څـــــــــــــــــــه اثر
رقيب لکه ســـــــــــــــــــاحرســــــــــــــــــحرمنترې دې لا وايي
موسی په امســـــــــــــــــــــــــــا باندې د منتر وي څـــــــــــــه اثر
چې عشق کې غرونه پرېکړي اوپه عشق کې دارته خېږي
په هغــــــــــــــــــــــــــــــــــــو د بونډرۍ اود بنـــــــــــدر وي څۀ اثر
جاوېد ستا لېـــــــــــــــونی يم دنړۍ په ښکلـــــــــــــــــوڅه کړم
بتانــــــــــــــو پـــــه زوی بانـــــــــــــــدې د اذر وي څــــــــــــه اثر
احمدجاويد منګل _ کوېټ
شعرونه