دا چې کړېږم داسې تابه کړوم جانانه
زه دې رسوا کړم تابه هم رسواکوم جانانه

مخ دې کتاب شونډې ګلاب زړه دې وفا نه لري
دې ټول جهان ته به ستا راز افشا کوم جانانه
نفرت دې دومره راښکاره کړو هغه مينه څه شوه
د ځار قربان ژوند پسې تابه ړندوم جانانه

ما صرف بوسه کړې ته دا دومره غوسه څله شولې
رقيب مخ کې دې په خوله باندې خوله ږدم جانانه

زه سپېلنی تانه لوګی پوره لس کاله شومه
يو کال به تا هم په انګار کبابوم جانانه

ګلونه ډېرډېرګل د انځرکله کېږي
زه به خالد نه د انځر ګل جوړوم جانانه

امانت خان ساپی