رابانـــــــــدې پروت د څــــــــه اثر دی
لویدلـــــــــی تنـــــــــدر مې په سر دی
پـــــــــه هر یــــو کار کې مې ضرر دی
پـــــه زړه مې یــــو الله خبــــــــــــــر دی
د دُنیا خـــــــــلک به پرې زه نه خبرومــــــه
*****
لکـــــــــــــه دا سپینې سپیـــنې زاڼې
لکــــه ګـــــورګــــــــــــــورې او مماڼې
لکـــــــه نښــــــــــــــــــــترې او کرکاڼې
لکـــــــه دا پاس د ونـــــــــــــــــــو پاڼې
دومره غمـــونه مې په زړه دي مړ به شمه
*****
پرې مې د غــاړې لونګین شول
وران مې خــــالونه د جبین شول
زړه او ځیګر مې پسې خوړین شول
د تور اوربل ډېکې مې سپین شول
جانان پردي وطن کې عمر تیروینه
******
کاش زما سرستــــــا پر څنـــګل وی
خـــــــــــــور د په ټنـډه تور اوربل وی
پکې ټومبـــــــــلــی دې سور ګل وی
که نصیبـــــــــــــونه تور ځنـــــګل وی
ما به د خپـل نصیب ته اور ورکړی وؤنه
****
ښـــــه ده تر اوســـــه پورې ځـــوان یم
نه مې په ســـــــــود نه مې په زیان یم
د ســــــــتا دیدن تـــــــه در راوان یــــم
پیزوانه ! بخت تـــــــــه د حـــــیران یم
چې شاه لیلا د په سرو شـونډو ګرځوینه
****