شپې په غېږ کې سپوږمۍ راوړه پسې ستوري هم را ټول شول
په خندا ورته د ځمکې ســره ګــــــــــــــلونه د غـــــاټول شول
د لیلــــــــــــــــــي او مجنـــــــون ســــــتورو د واده تبیا نیوله
څنـــې ســـــتوري په ګډا ول څنــې ـ څنــې ســـــندربول شول
نه آســـمان بې ستورو ژوند کړي او نه ځمکه بــــې وګــــړو
دواړه یو بــل ته دي ورته ،دواړه یو بـل ته مقــــبول شــــول
للمــــې شنــــې دي ،باران اوري ګــــــــــــودرونه هم اباد دي
مبارک مو شه ملـــګرو! ټول ســــوالونه مو قبــــول شــــــول
دې ساده شـــډل « ځــــدراڼ » مو دا الفاظ له کومه راوړل ؟
غـــــــــــــزل توري يې د زرو له کټوې ســــــره تـــول شول