زما سهيل زما سحر جانانه

زما ساقي زماساغر جانانه

 

چى ستر څښتن دى پرې سوګند يادګړى

زما زيړيه مازيګر جانانه

 

مادې احساس كړې پلوشې د ښايست

زما روان پر ځمكه لمر جانانه

 

په كريدت د مرغلرو تورو

د سرو الماسو سوداګر جانانه

 

ستامل لبانې مست سپرلي راسپړي

زما سوما زما كوثر جانانه

 

زمونږ د ښار پدې مطرح ښكلو كې

زما ښايسته اول لمبر جانانه

 

ماته د عشق شنه فلسفه ووايه

زما د مينې پېغمبر جانانه

 

د ښايسته وو مرواريدو مينځ كې

زما رخام زما مرمر جانانه

 

د رب په روى په سوله غور وكړه

زما طالب ملا عمر جانانه