حوره يې خو رنګ د جانان نه لرې
سپينه يې ښايست په ايمان نه لرې
څه به سر او تال زړونو ته واچوې
ته خو يو زره ياقربان نه لرې
ولې د ځان بلا را ويشکه کړه
ولې وايې واک مې په ځان نه لرې
راشه د فطرت له انځور جاج واخله
زړه لکه زما غوندې وران نه لرې
ستا اختر زما اختر ډير فرق لري
ته لکه زما يتيمان نه لرې
راشه چې د زړه غوټه در پرانيزم
مه وايه چې زړه کې ارمان نه لرې
ځه د ښکلا ګانو په ښار په ګرځه
ته لکه ((قادر)) ليوانيان نه لرې