ځه كنه غصه شه چې دې وګورم

لږه غوندې سره شه چې دې وګورم

 

زه له خدايه غټ څاڅكي باران غواړم

ته پكې لمده شه چې دې وګورم

 

ډير دې لېوني كړل ډير يريږي اوس

حسنه غرغره شه چې دې وګورم

 

شيخ كه د كعبې په نوم ونه ليدې

ماته ميكده شه چې دې وګورم

 

ته داخوبولې سترګې مه غړوه

سركېده اوده شه چې دې وګورم

 

دومره مساپر څپاند ته ووايه

مونږ كره دې شپه شه چې دې وګورم