ټوېټر به په پیغامونو لېږلو باندې د ۱۴۰ محدودو تورو د لیکلو بندیز ختم کړي.

د ټوېټر ټولنیزې شبکې اعلان کړی، چې د جولای میاشتې د لومړۍ نېټې څخه به د دغې خواله رسنۍ کاروونکي وکړای شي، چې یو چا ته په مستقیم پیغام (Direct Message)  کې د ۱۴۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ تورو پورې پیغام ولیکي؛ خو په نوې لیکنه یا ټويټ کې به د ۱۴۰ تورو بندیز لا هم شتون ولري.

اوس د ټوېټر کاروونکي نه شي کولای، چې یو چا ته د شخصي پیغام له لارې، د ۱۴۰ څخه د زیاتو تورو لرونکی پیغام واستوي؛ خو په راروانه زېږدیزه میاشت کې به دغه بندیز له منځه لاړ شي.

د یادونې ده، چې د فېسبوک ټولیزې شبکې کاروونکي کولای شي، چې په یو پیغام کې تر ۲۰۰۰۰ پورې توري یو چا ته ولېږي.