په مصر کې لرغونپوهانو د یوې پلټنې په ترڅ کې د سپیو یو ډله ییز قبر موندلی، د دوی په وینا چې په دغه قبر کې اته مېلیونه سپي ښخ شوي دي.
دغه مومیايي شوي سپي په یو (۱۴۰x ۱۷۳) متره اوږد قبر کې په سقاره سیمه کې، د انوبېس معبد سره نږدې موندل شوي دي.
لرغونپوهان وایي، چې په دوی کې دوه سپي، په لوښو کې ښخ شوي، چې لرغونتوب یې شاوخوا (۳۰۰۰) کلونو ته رسېږي.