د جون میاشتې ۲۱ مه نېټه، چې د غبرګولي له ۳۱ مې نېټې سره سمون لري، د کال تر ټولو اوږده ورځ ده. په هندوستان کې دغه ورځ د Yoga (یوګا) په نامه یادېږي.

سږ کال د لومړي ځل لپاره د یوګا نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو له خوا نمانځل کېږي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي تېر کال له م.م. غوښتي وو، چې د یوګا ورځ دې په نړیواله کچه ونمانځل شي.

یوګا د هندوانو او بودایانو یو ډول فزیکي، رواني او معنوي سپورت دی، چې هر کال یې په همدې ورځ ترسره کوي.