د ټولنیزې شبکې فېسبوک مشر مارک زوکربرګ اعلان کړی دی، چې د فېسبوک لپاره د (Wit.ai) کمپنۍ څخه یو داسې سافټ وییر یا پوستغالی اخلي، چې په طبیعي ډول به پرې د مقابل لوري غږ معلومېږيwitfb

Wit.ai د امریکا د متحده آیالاتو په کېلېفورنیا ښار کې د سافټ وییرونو یوه کمپنۍ ده، چې له دې وړاندې یې هم نور بېلابېل سافټ وییرونه جوړ کړي او د نړۍ په مشهورو وېبپاڼو یې پلورلي دي.


فېسبوک همدا راز اعلان کړی دی، چې د دوی د یوه بل سافټ وییر واټس اپ (Whatsapp) لپاره هم یو غږ پېژندونکی سېستم فعالوي.
فېسبوک چې په نړۍ کې ( ۱،۲۳) بېلیونه فعال کاروونکي لري، ورځ تر ورځې خپلو کاروونکو ته، د ټکنالوجۍ په ډګر کې نوې، نوې آسانتیاوې رامنځته کوي.