په سوریه کې یو پلار د سړو له وجې پداسې حال کې مړ شوی، چې د خپلې لور د ژغورلو هڅه یې کوله. لور یې ژوندۍ پاتې شوې؛ خو پلار یې له دې نړۍ سره د سختې یخنۍ له امله مخه ښه کړې ده.

کیسه داسې وه چې د ایوروس سیند پرغاړه په ۳۰۰ مترۍ کې د یوه سړي جسد ته د یوې څلور کلنې سوریایۍ نجلۍ ژړا د خلکو پام ځان ته ور واړوه.

دغې نجلۍ چې د یخ او غم له امله یې سلګۍ وهلې، رسنیو ته ویلي، پلار مې په غېږ کې تودولم، خو پخپله له سړو مړ شو؛ ځکه چې د اغوستلو لپاره یې څه نه درلودل.

د سړي په جیب کې له ترلاسه شویو اسنادو ښکاري چې ۳۲ کاله عمر لري او د سوریې هېواد اوسېدونکی دی.
هغه وروسته روغتون ته هم وړل شوی؛ خو کومه ګټه یې نه ده کړې؛ ځکه چې هغه له وړاندې د یخنۍ له وجې ساه ورکړې وه.

ډاکترانو د دغه سړي له معاینې وروسته ویلي، داسې معلومېږي، چې دغه سړي خپله لور د تودولو لپاره څه باندې لس ساعته غېږ کې نیولې، چې په پایله کې یې د بدن ټوله تودوخه د لور په ساتلو لګولې، خو پخپله له سړو مړ شوی دی.

د ماشومانو د ژغورنې یوې سیمه ییزې ادارې اوس دا هڅې پیل کړي، چې د دغې ماشومې پاتې کورنۍ هم د جګړې له سیمې یوې خوندي سیمې ته ولېږدوي.

دا په سوریه کې د جګړې یو بد انځور دی، له تېرو څه باندې درېوو کلونو راپه دېخوا ګڼ شمېر سوریایان، د جګړو له امله، له خپلو کورونو، نورو سیمو ته کډوال شوي دي.

سرچینه: محور ورځپاڼه

 

د سرو لمبو د غــــــرغــــــرو د شـوره نه دي خبـــر

دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ د زوره نه دي خبر