غزل
10.10.2016 12:52ستا په څير مې غريبي ده ای ملنګه
زما هم ډيره نيستي ده ای ملنګه
دا چې داسې تش لاسونه رانه درومې
خدايګو لاس مې ډير خالي ده ای ملنګه
له کچکول څيرې ګريوان نه دې قربان شم
څومره ښکلې دې ځواني ده ای ملنګه
زه او ته چې داسې در په در ګرځيږو
دې وطن کې بدبختي ده ای ملنګه
د نړۍ په فکري جنګ کې انحصار يو
هسې نوم يې آزادي ده ای ملنګه
مونږ بې وسو لره هر څه دلته ګران دي
د سرو وينو ارزاني ده ای ملنګه
جنګ دې ورک شي رنګ يې ورک شه سوله غواړو
دا مو هيله د زړګي ده ای ملنګه
بې موجبه په وړو خبرو وران يو
عجيبه مو تربګني ده ای ملنګه
راځئ يو او بل ته لاس ورکړو چې يو شو
په دې کار کې کاميابي ده ای ملنګه
هغه څه چې مونږ مقصد ته پرې رسيږو
اتحاد او ورورولي ده ای ملنګه
ما نيکمل ته خوشحالي نصيب کې نشته
بس غمجنه زندګي ده ای ملنګه
1395/6/15