غزل
نیکمل ځاځی 17.02.2016 14:02غزل
ای رقیبه ستا په رنګ ندی جانان
شکر ښکلی دی بدرنګ ندی جانان
یو په ما باندې قلنګ لري د مینې
په بل چا پسې ملنګ ندی جانان
تور باڼه او تورې زلفې یې اوږدې دي
کنه نور له مانه دنګ ندی جانان
حوصله یې غرونه غرونه دی منم یې
په زړګي کې راته تنګ ندی جانان
دا نیکمل خو په ستړیا هیڅ نه پوهیږي
ځکه غیږ کې مې را ړنګ ندی جانان
۱۳۹۴/۱۱/۲۸
خبرونه
- بایډن او د اوولسو نورو ملکونو مشرانو له حماس نه وغوښتل چې یرغمل شوي تنان دې آزاد کړي
- د ملاریا نړیواله ورځ؛ نوي واکسینونو د خلکو د ژوند ژغورلو هيلې ټوکولي
- ستاسې غږ
- د پاکستان سټاک اېکسچینج یا د ونډو بازار په ریکارډ کچه بره تللی
- ستاسې غږ
- د افغانستان او پاکستان اړیکې - سپینې خبرې
- په غزه کې د ډزبندۍ د پاره د امريکا د پوهنتونونو زدکونکي په احتجاج دي، په کيليفورنيا او ټېکساس کې نورې ګرفتارۍ شوي
- روس په خلا کې د اېټمي وسلو د مخنیوي دپاره د ملګرو ملتونو قرارداد مسترد کړو
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019