غزل
02.09.2015 10:09اوس غریب یمه خاني کولی نشم
ځکه تا سره سیــــالي کولی نشم
چې زمونږ د جدایۍ پريکړه يې کړې
د فراق دا فیصلې منلی نه شم
ته چې راشې په جامو کې نه ځاییږم
ته چې نه وې نو خوښي کولی نشم
آخر هم دې راته وویل جانانه
چې له تاسره یاري کولی نشم
ته مې پریږده خو تا نشم پریښودلی
زه خو داسې ناځواني کولی نشم
نیکمل وایي چې دا ټول د ستا دلاسه
رانه لاړې شاعري کولی نشم