غزل
12.10.2015 13:35راته جوړ دې چې په خپل زړه کې محل کړ
دا زما نیمګړی ژوند دې مکمل کړ
بیا زما په ژوندانه خور شوې جانانه
په تورمخو رقیبانو دې اور بل کړ
د سپرلي زیری دې راوړ ګل ورینې
چې ښایسته دې په ګلونو تور اوربل کړ
تصور کې مې د ستا ښکلی تصویر بیا
ډیر د زړه په مینه راوړ بیا مې ښکل کړ
نن یې بیا د لیونو پایلې اعلان کړې
خو د ستا نیکمل یې واړو کې اول کړ