غزل
19.01.2016 11:28د مطلب یار یې ښه مې وپیژندې
ډیر دوکه مار یې ښه مې وپیژندې
وګوره ستا له غمه وسوزیدم
د غم انګار یې ښه ومې وپیژندې
بیخي دې چل د وفا نه زده یاره
ډیر جفا کار یې ښه مې وپیژندې
هیڅ نه پوهیږې د دوستۍ په معنی
نور ښه هوښیار یې ښه مې وپیژندې
د غم په تیغ چې تا زخمي کړو نیکمل
ظالیم خونکار یې ښه مې وپیژندې
تیر یادونه (۱۹۹۷م کال)