غزل
14.12.2015 10:16هسې د زړه په زور مې مه یادوه
بس دی جانانه نور مې مه یادوه
له تاسره مې مینه پټه ښه ده
هرځای په هره لور مې مه یادوه
دې ملنګۍ ته به مې زیان واړوې
یاره په شورماشور مې مه یادوه
مرګیه پام! راته له ځانه ګران دی
ما یادوه خو ورور مې مه یادوه
اوس غریبي ده وه نیکمله آشنا
بیا به یې درکړم پور مې مه یادوه