غزل
09.11.2015 10:12نن خو د نصیب سیلۍ راوړې وه
ما ورپسې ټوله دنیا ستړې وه
ما په آسمانونو غوښته نه به وه
خدای راته په ځمکه کې راکړې وه
نه وه نو احساس مې د ژوند نه کاوه
ځکه زندګي مې هم نیمګړې وه
ما ترې خولګۍ غوښته نه یې نه ویل
ډیره له مودو مې پوروړې وه
شپه کې مو نیکمله فیصله وشوه
بس، سپینه سپوږمۍ زمونږ منځګړې وه