د بحران مديريت (څلورمه برخه)
30.11.2011 18:13درېيم څپرکى
د پرمختللو شهامت ولرئ
شجاعت يو پټ څيز دى، کله چې يو شجاع شخص پر خپل ځاى کلک ودرېږي، د پاتې نورو زړه ولېږي))
بيلي ګراهام
کله چې د يو کار په جريان کې له کوم بحران سره مخامخېږئ، بايد خپل ټول پام مو د خپل شرکت بقاء ته واړوئ. دغه ډول بحراني شرايط سختو او جدي اقداماتو ته اړتيا لري. تاسې هم دغه مهال بايد هر هغه اقدام کولو ته اماده اوسئ چې بحران له منځه يوسي او ستاسې د موقف په ساتنه کې درسره مرسته کولاى شي.
د پېړيو په اوږدو کې يوازينۍ ځانګړنه چې نږدې په ټولو رهبرانو کې معموله او مشترکه وه، د هغوى د ليد و. رهبرانو په د هغه ځاى په اړه، چې په راتلونکي کې يې غوښتل هلته لاړ شي او يا هم د هغه څه په اړه چې غوښتل يې ترسره يې کړي، روښانه ليد به يې درلود.
هغوى به خپل دغه ليد او فکر خپلو ملګرو ته په صراحت سره بيانوه. په حقيقت کې همدغه ليد او فکر لوړو سطحو ته د خلکو د رسېدو په خاطر د هغوى د تشويق او ترغيب د لارښوونې بڼه لري. همدغه د ليد او فکر ځانګړنه وه چې رهبران به يې له خپلو پليونو څخه بېلول.
دويمه ځانګړنه چې په ټولو رهبرانو کې معمول وه، هغه شهامت و. وينسټون چرچل ليکي ((پر ځاى او پر حقه شهامت تر ټولو ستره نيکي ده، ځکه نورې نېکۍ په دې نېکۍ پورې تړلي دي))
ټول وېرېږي:
دا يو واقعيت دى چې ټول وېرېږي. موږ ټول په خپلو وجودونو کې بېلابېلې لويې او وړې، پټې او ښکارې وېرې تجربه کوو. مارک تواين وايي ((شهامت د وېره نه درلودلو ته نه وايي؛ بلکې د وېرې کنټرول او پر وېرې تسلط درلودلو ته وايي)) د بحران پر مهال بايد تاسې په سختو تصمياتو نيولو او د لازمو کارونو په ترسراوي کې، د خلکو او هغه سازمان د بقاء او نېکمرغۍ په خاطر چې په تاسو پورې اړوند دى، بايد له زيات شهامت څخه کار واخلئ.
هغه بدترين تاثير چې په انسان کې له ماتې څخه وېره رامنځته کوي، په بشپړه توګه د فعاليتونو ودرېدل دي. هغه کسان چې دغه ډول وېره په ځان کې لري، د هغو پروانو په څېر دي چې د لويو لويو څراغونو په منځ کې راګير شوي وي او د ماتې او تسليمۍ احساس ته ورپرېوځي، دوى هم خپلې لاس و پښې له لاسه ورکړي وي، دغه له ماتې څخه وېره شونې ده ډېر قوي افراد هم متزلزل او متردد کړي.
له هر څه چې واهمه لرئ، هماغه ترسره کړئ:
رالف والد امرسون په يو ځاى کې ليکلي دي ((که غواړئ چې يو بريالى فرد اوسئ، بايد وکولاى شئ چې له خپلو وېرو سره مخ شئ. که هغه څه، چې وېره ترې لرئ، مو ترسره کړل؛ نو د وېرې مرګ مو حتمي دى))
تاسې کولاى شئ چې له خپلو وېرو سره د مخامخېدنې له لارې او د هغو چارو د ترسره کونې له لارې په ځان کې شهامت پيدا کړئ چې ترې وهم خورئ او وېرېږئ ترې. په هرې يوې بوختيا کې تر ټولو ستره وېره دا ده چې يا به ستاسو له امله يو بل کس له بوختيا (دندې) لاس په سر کېږي او يا هم تاسې خپله يا به مو مالي زيان غاړې ته رالوېږي يا به تش د مات نوم درپورې تړل کېږي او بس. ممکن تر دې وېرو هم ستره وېره د ټولنيز مسووليت وېره وي يانې تاسې به د خلکو پر وړاندې مسوول وګڼل شئ. له همدغه ټکي څخه ډېر خلک وېرېږي، زياتره خلک چې کله لوى او سخت تصميمونه نيسي؛ نو له خلکو سره د مخامخېدنې وېره خامخا ورسره وي. هغوى له سختو او تندو ننګونو، د خلکو له بحثونو او جنجالونو څخه وېره لري. همدغه ناتواني ستاسې د کاري محيط په داخل او بېرون کې شونې ده چې ستاسې د شرکت لپاره ډېره خطرناکه تمامه شي.
خو د دې ناتوانۍ مخه هم يوازې په شهامت درلودلو سره شونې ده، شهامت له کومه کېږي؟ همدا چې ستونزو ته تم کېږئ نه او شجاعانه ګام پورته کوئ ستاسې شهامت پرې زياتېږي. کله چې هغه چاره ترسره کوئ، چې تاسې ترې وهم خورئ، په تاسې کې د شجاعت احساس قوي کېږي. په شجاعانه توګه عمل کول تاسو باشهامته کوي، که څه هم تر دې دمه د شهامت احساس ونه لرئ.
امرسون ليکي ((چارې ترسره کړه، ځکه په همدې ډول کولاى شې چې قدرت په لاس کې واخلې.)) هېڅکله له سختو تصميمونو نيولو څخه په ځانګړې توګه له هغو تصميمونو څخه چې د خلکو په هکله دي او يا هم د پيسو او مالي اړخ ولري، مه وېرېږئ.
د بحران حالت ته ورننوځئ
کله چې د خپل کار پر مهال ناڅاپه له يو بحران يا يوې ستونزې سره مخېږئ؛ نو د بحران حالت ته ورننوځئ. دغه مهال تاسې بايد داسې چلند وکړئ، لکه بوختيا (دنده يا کار) مو چې له ماتې سره مخ وي.
که تاسې د خپلې بوختيا د ماتې وېره تهديدوي؛ نو څه ګام پورته کولاى شئ چې کم تر کمه مو کسب و کار پر خپل حالت پاتې شي؟ هر هغه ګام چې فکر کوئ په راتلونکي کې به يې د خپل کسب و کار د ښه والي لپاره پورته کړئ، همدغه يې وخت دى، همدا اوس يې پورته کړئ.
د خپل کسب و کار يا هم د خپلو مالي منابعو د ساتنې په اړه چې هر ګام پورته کوئ، په اړه يې بيخي ډاډه او بې پروا اوسئ. له دې مه وېرېږئ چې کسب وکار به مو د يو څه مودې لپاره ودرېږي، کاري ساحه به مو کوچنۍ شي يا به مو د کار کومه څآنګه له لاسه ورکړئ. که اړتيا مو حس کړه چې ځينې نااړين افراد له دندو څخه لاس په سر کړئ يا کم تر کمه صلاحيت ترې واخلئ، هېڅ انتظار ورته مه کوئ. که چېرې يو بې کفايته کارګر چې په يو ډېر مهم پوست دنده ترسره کوي او تاسو يې له دندې څخه په لرې کونه کې وېره لرئ، ستاسې دغه وېره ستاسې د کار د ماتې تر ټولو مهم دليل کېداى شي.
دورو تابراند Dorothea Brande امريکني ليکوال په خپل يو اثر کې ليکي دي، چې تر ټولو مهم پند چې هغه په خپل ژوند کې موندلى دى، دا دى چې ((داسې عمل وکړه چې فکر وکړې چې ماتې دې ناشونې ده او خامخا بريالى کېږې)).
د شهامت دوه ګونې برخې
شهامت دوه برخې لري. لومړى په بشپړ ډاډ سره د کار په پيل او جريان کې شهامت درلودل، پرته له دې چې د برياليتوب لپاره کوم تضمين شتون ولري. دا د شهامت اصلي برخه ده چې تاسې کولاى شئ په تمرين کولو سره دا برخه په خپل ځان کې رامنځته کړئ. د شهامت دويمه برخه دا ده چې کله تاسې له يوې لنډمهالې ناکامۍ سره مخېږئ؛ نو تاسې تحمل کوئ، استقامت ښيئ او ځان باثباته ښکاروئ.
د هغې ستونزې او بحران په اړه چې تاسې د خپل کار يا بوختيا له امله ورسره مخ شوي ياست، ستاسې يوازينۍ دنده دا ده چې د هغو ګامونو اخيستلو لپاره په خپل ځان کې شهامت زيات کړئ چې په واسطه يې اور وژل کېږي، ستونزه حلېږي او له بحراني حالت څخه تېرېږئ.
همدغه د حقيقي رهبرۍ نښه او ازموينه ده.
د بحران په شېبه کې مناسب اقدامات
لومړى: هغه افراد، موقعيتونه او يا هم اقدامات چې ترې وهم خورئ، مشخص کړئ. پرېکړه وکړئ چې له دې وېرو سره مخ شئ او هغوى تر شا پرېږدئ.
دويم: که ستاسې بقاء په خطر کې وي او تاسې يې په هکله هر تصميم نيول په پام کې لرئ، همدا اوس يې عملي کړئ. لکه څرنګه چې شکسپير وايي ((د ستونزو د حل په موخه ګام واخلئ او که مو ګام واخيست؛ نو ژر ده چې له ټولو تېر شئ او پاى ته يې ورسېږئ))
[ځينې کسان چې وګوري نور يې هدف ته رسېدو لپاره بله وسيله نه ده پاتې، له خپل هدف څخه لاس په سر کېږي. په داسې حال کې چې د خپل هدف په لور وړاندې تګ او جدي هڅه تاسې په وروستيو شېبو کې برياليتوب ته رسوي]
لرغونى تاريخليکوال هيرودوټس، Herodotts