د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بحران مديريت

هجرت الله اختيار 29.05.2011 11:54

سريزه:
د انسان مخې ته چې کوم خنډونه راځي، په حقيقت کې د هغه خپل ذهني بنديزونه دي چې په ډېرې لږ پاملرنې سره يې له منځه وړلاى شي.
کلارنس بليزر

د بحران شېبې ته ښه راغلاست، دا مهمه نه ده چې تاسې څوک ياستئ او څه کوئ؟ هر شخص يا سازمان يو لړ ستونزې، سختۍ او نامتوقع تغيرات تجربه کوي، چې د هغه آرامي له منځه وړي. د هغه لپاره اړينه ده چې ژر تر ژره يې له مخې دغه ستونزې او ... له منځه لاړې شي.
د لاسته راغليو معلوماتو له مخې ټول کاروبارونه په هرو دوو يا درېوو مياشتو کې يو ځل له بحران سره لاس و ګرېوان کېږي، چې که چېرې دغه بحران ژر تر ژره تر کنټرول لاندې رانشي؛ نو شونې ده چې د شرکت بقاء او ژوند له خطر سره مخ کړي.
هر فرد هم له هرو دوو يا درېوو مياشتو کې له شخصي، مالي، د کورنۍ او يا هم له جسماني بحران سره مخ وي، چې دغه هر بحران کولاى شي د هغه تمرکز ګډوډ کړي او له خپلې موخې ته رسېدنې څخه يې وګرځوي. دغه مهال، کله چې تاسې له بحران او ستونزو سره مخېږئ؛ نو په حقيقت کې تاسې خپل ځان او نورو ته ښکاره کوئ چې ستاسې بنسټ پر څه شي ولاړ دى او په واقعيت کې له څه شي څخه جوړ ياست؟ يو يونانى فيلسوف په دې اړه وايي (شرايط انسان نه جوړوي؛ بلکې يوازې هغه خپل ځان ته او همدارنګه نورو ته ښکاره کوي).
شونې ده چې ستاسې بحران ستاسې د پلور د کچې د کموالي په بڼه، ستاسې د عايد کموالي په بڼه او يا هم د کم پولي ګردش په بڼه راښکاره شي. ښايي تاسې د خپلو اصلي پېرودونکيو له ډلې څخه يو يا يوه ستره معامله له لاسه ورکړئ. کله چې تاسې د خپل کاروبار په يوه برخه کې خپله ټوله پانګه له لاسه ورکړئ؛ شونې ده له نامتوقع بدلونونو سره مخ شئ. شونې ده چې ستاسې د شرکت په داخل او يا هم ستاسې له شرکت څخه بېرون داسې کسان راپيدا شي چې هغوى بې کفايته او فرېبکاره وي، شونې ده تاسې د خپلو دوستانو او يا هم همکارانو د فرېب ښکار شئ. له دې ډول پېښو سره ټول مخېږي.
دا شونې ده چې هره شېبه بحراني شېبه وي؛ ځکه شونې ده ستاسې يو ستر پېرېدونکى وړاندې له دې چې ستاسې پخوانى پور در پرې کړي، مفلس او بې پيسو شي او تاسې له مالي بحران سره مخ کړي. دا مهال بانک هم کولاى شي چې ستاسې حساب بند کړي. يا شونې ده ستاسې د عايد يوه عمده سرچينه درباندې وتړل شي. شايد تاسې په نامتوقع توګه له خپل کاره و ايستل شئ او خپل ځان درته بېکار او سرګردان ښکاره شي. شونې ده چې د کورنۍ، مالي او يا هم روغتيايي لحاظه له ستونزو سره مخ شئ. په دغو ټولو مواردو کې تاسې خپل ځان د يوې مانع په مخ کې ګورئ، د يو بحران په مخ کې؛ دغه مهال تاسې ستاسې مالي او عاطفي برياليتوب او ستاسې بقاء نامعلومه وي.

د ننګوونو پر وړاندې هڅاند اوسئ:
د ١٩٤٣ او ١٩٦١ز کلونو ترمنځ د آرنولډ توينبي د خپل (په تاريخ کې لوستنه) دولس ټوکيز کتاب په تاليف بوخت و. په دې کتاب کې يې د درې سوه کلونو په اوږدو کې د شپږويشتو تمدنونو عروج و زوال تر څېړنې لاندې ونيو. د دغو امپراتوريو د ژوند له څېړنې څخه راغلې لاسته راوړنې کولاى شو د کاروبارونو او په ځانګړې توګه د افرادو د عروج و زوال لپاره وکاروو. له دغو لاسته راوړنو څخه چې کوم درسونه اخيستل کېداى شي، ښايي ستاسو شخصي ژوند لپاره هم ګټور تمام شي.
توينبي د خپلو څېړنو په پايله کې د (ننګوونې- هڅوونې) تاريخي تيوري رامنځته کړه. هغه په خپلو څېړنو کې وموندله چې هر تمدن له يوې وړې قبيلې يا ډلې څخه رامنځته شوى، يو ځل له بېرونيو ننګونو سره، چې معمولاً د مخالفو افرادو ډله به وه، مخ شوى دى. په کاروبار کې هم کټ مټ دغه ډول حالت رامنځته کېداى شي، شونې ده تاسې هم په خپل کاروبار کې له خپلو داسې سيالانو سره مخ ياست چې غواړي تاسې مات کړي، يا هم له داسې نامتوقع بدلونونو سره چې ستاسې د کاروبار لورى دربدلولى شي.
توينبي وايي چې د دغه ډول بهرنۍ ننګونې سره د مخېدنې پر وخت موثر عمل او موثره هڅه کول اړين دي. دغه مهال که چېرې لارښود د خپلې قبيلې يا ډلې بقاء غواړي؛ نو بايد چې بې له کوم ځنډه هغوى له سره تنظيم کړي. که دغه مهال هغه سمې پرېکړې وکړې او مناسبې لارې يې غوره کړې؛ نو ټوله قبيله به پر ننګونو بريالۍ شي، دښمن ته به ماتې ورکړي، نوره به هم ځواکمنه شي او وړاندې به لاړه شي.
خو د قبيلې د ځواکمنتيا او رشد پر مهال يوه بله نوې سهل انګاري په يو بل ځواک سره او يا هم د کومې بلې ځواکمنې قبيلې سره رامنځته کېده چې په خپل نوبت سره به دا هم يوه ننګونه وه. تر هغې پورې به چې خپله لارښود او قبيلې يې پر هغو ننګونو او ستونزو، چې مخ ته يې پراته ول، په مقابله او غلبه کې بوخت ول؛ نو د دوى بقاء او رشد به هم ادامه درلوده.
کله به چې د يوې وړې قبيلې دغه ډول رشد او غلبې دوام درلود او پر ننګونو او ستونزو به يې برياليتوب تر لاسه کړ؛ نو بيا به يوه وړه قبيله هم، لکه منګول لومړى په يوې پاچايۍ او بيا په يو لوى تمدن بدلېده، چې پراخه ځمکې، لوې خزانې او ډېر زيات خلک به يې تر خپلې سلطې لاندې راوستل.
ستاسې شخصي رشد:
هغه څه چې توينبي د تمدنونو د ژوندانه له لوستنې څخه تر لاسه کړي دي؛ کولاى شو چې د خپل شخصي ژوندانه لپاره ترې ګټنه وکړ. سمه ده هغه مهال چې تاسې خپل کار پيلوئ؛ نو له هماغه پيل څخه يې له ستونزو، سختيو، د لنډ مهال لپاره له ماتو او هر ډول ننګونو سره مخېږئ. ځينې ناڅاپي ننګونې، چې ستونزې له بحرانونه هم ورسره يو ځاى وي، ستاسې په کار کې رامنځته کېږي. دا ننګونې زياتره ناغوښتې او نامنتظره وي او زياتره له ځانونه سره لوي او خطرناک عواقب هم لري. له دې پرته ترې تېښته هم نشي کېداى او بايد ورسره مقابله وکړو. دا هم نشو کولاى چې په بشپړه توګه يې مخه ونيسو؛ خو يوازې د ننګونې – هڅېدنې د فرمول له لارې يې تر کنټرول لاندې راوستى شو او هغه ستاسې څخه هڅه يا هڅېدنه ده. ټول هغه څه چې تاسې يې په ترسره کولو توانېداى شئ، تعين کړئ. ستاسې د هڅېدنې او هڅې ډول ستاسې د شخصي ژوندانه او کار و بار په عروج و زوال پورې اړه لري او ستاسې هڅېدنه ستاسې تر کنټرول لاندې ده.
په همدغه دليل ستاسې د شخصي توانايۍ سطحه ستاسې د راتلونکې د بقاء، برياليتوب، سلامتۍ، خوښۍ او سعادت ټاکوونکې ده. تاسې کولاى شئ چې يوازې د موثرې هڅېدنې له لارې پر ټولو هغو ننګونو، چې خلاصى ترې نه لرئ او د ژوندانه په ټولو خواوو کې ورسره مخ ياستئ، غلبه وکړئ. د دې لپاره چې تاسې په موثره توګه هڅېدل غواړئ؛ نو ستاسې پوهه، تجربه، شعور او ستاسې پوخوالى مخکې له مخکې رشد کوي او پراخېږي، بالاخره برياليتوب تر لاسه کوئ. په دې اړه يو متل دى، چې وايي: ((سختۍ دي چې سړي جوړوي)).
ستر فيلسوق فردريک نيچه ليکي ((هغه څه چې ما نه وژني، ما ځواکمنوي)).
له ننګونې سره مقابله:
يوازينۍ لاره چې کولاى شي تاسې ته خپل واقعي استعداد در وپېژني او هغه څه ته په رسېدو کې درسره مرسته وکړي، چې تاسې يې توانايي لري، په بحراني شېبو کې موثر او اغېزمن اقدام کول دي. يوازينۍ وسيله چې تاسې پرې خپلو اهدافو ته رسېداى شئ، په ورځني ژوندانه کې د ناغوښتو بحرانونو پر وړاندې اغېزمنه هڅېدنه ده. ستاسې د ژوندانه په بحراني شېبو کې د يو ښه او اغېزمن عمل کولو کيلي ستاسې په خپل لاس کې ده. په دې مانا چې د ستونزو پر ځاى په پرېکنده توګه پر حللارو تمرکز وکړئ. تر هر څه لومړى او له هر څه ډېر پر احتمالي حللارو فکر وکړئ. دا مهال ډېرې زياتې حللارې ستاسې ذهن ته راځي. که له ستونزو څخه ډېر د ستونزو پر حللارو فکر وکړئ؛ نو تاسې به يو مثبت اندېشه، متمرکزه او خلاق انسان ياستئ. تر ډېره پر هغو اقداماتو فکر وکړئ چې کولاى شئ، عملي يې کړي، بحران به مو تر ډېره تر کنټرول لاندې وي.
د ښه مديريت تر ټولو غوره ځانګړنه دا ده چې د بحران پر مهال د يو مناسب قدم پورته کولو توانايي موجوده وي. داسې هم ويلاى شو چې په حقيقت کې خپله مديريت د هغو بېلابېلو نامنتظره او ناڅاپي پېښېدونکيو لويو ستونزو حلولو توانايۍ ته وايي.
برياليتوب په خپله د ستونزو د حلولو توانايۍته ويل کېږي. په هره برخه کې موږ بريالي او مهم وګړي هغه څوک ګڼلاى شو چې له هغو ستونزو څخه، چې د دوى په کار و بار او ژوندانه کې راپېښېږي، د نورو په پرتله ژر راووځي.
زه تاسې ته زېرى درکوم، هغه څه ته چې تاسې يې د ژوندانه له ستونزو او بحرانونو سره د مقابلې لپاره اړتيا لرئ، همدا اوس ستاسې په وجودونو کې شته. په نړۍ کې هېڅ داسې ستونزه نشته چې تاسې له خپل هوش او ابتکار نه په کار اخيستلو سره پرې ونه توانېږئ، چې حل يې کړئ. هېڅ داسې سختي نه شته چې تاسې يې په ژور فکر کولو سره حللاره ونشئ موندلاى. هېڅ داسې خنډ شتون نه لري چې تاسې يې په کلک هوډ او قوي اراده له منځه يونسئ.
پوهېږئ چې ستاسې دنده په بحراني شېبو کې څه شى دى؟ د ننګونو پر وړاندې هڅېدنه، اغېزمن عمل کول او وړاندې يا پورته حرکت ته ادامه ورکول دي. راځئ اوس د هغو يوويشت لارو په بررسۍ پيل وکړو، چې په مرسته يې کولاى شو په بحراني او حساسو شېبو کې شونې غوره قدمونه پورته کړو.



((فکر نه کوم چې د برياليتوب لپاره دې له استقامت او هڅېدنې څخه پرته کوم بل څه هم موجود وي. همدغه استقامت او هڅېدنه ده چې له امله يې موږ کولاى شو پر هر څه، حتى پر طبيعت هم بريالي شو.))
جان دي راکفلر

پاتې لري.