د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار کې زياتېدونکى اختطافونه

هجرت الله اختيار 03.08.2011 18:12

په دې وروستيو کې په افغانستان کې هر څه ډېر شوي دي، د ژوند ډېرې اسانتاوې رامنځته شوي دي، پيسې هم ډېرې شوي دي؛ خو يو شى چې په خلکو کې، په ځانګړې توګه په لوسته طبقه او هغو کسانو کې چې له دولت يا کومې بلې ادارې سره کار کوي، نشته هغه پر ژوند باور او ډاډ دى. په لوستې طبقه او هغو کې چې له دفاترو سره کار کوي، پر خپل ژوند بيخي ډاډه نه دي، دوى ته د مرګ وېره يوازې د دولت د مخالفينو له خوا نه ده متوجه، چې ګنې دوى له دولت يا بهرنيو موسسو سره کار کوي او هغوى به يې ووژني، د هغوى له خوا وېره خو يو اړخ دى؛ خو دلته خپله په دولت او نظام کې داسې کړۍ مافيايي کړۍ شته چې د پيسو، موټرو او ... په خاطر دغه ډول ځوانان له منځه وړي او دا د هغوى کاروبار دى.
زموږ نظام او دولت دومره کمزورى دى، چې تر اوسه پورې پر دې ونه توانېد چې حتى خپل ځان، خپلې اړونده ادارې او خپل مربوطات وساتي، دوى به د خپلو کارکوونکيو او عوامو د ساتنې څه غم وخوري. له دې يادونې څخه مې موخه دا وه چې د تېرې چارشنبې په ورځ چې د جولاى د مياشتې له اته ويشتمې نېټې سره سمون خوري، زموږ يو ډېر خوږ ملګرى، تکړه ځوان او د ملګرو په منځ کې د خوش طبعۍ يوه څېره ارواښاد شهيد محمد زبير عرب د تورخم – جلال آباد پر لويه لاره د نامعلومو وسله و الو کسانو له خوا تر اختطاف وروسته شهيد کړاى شو.
محمد زبير عرب د تورخم په حق العبور څانګه کې د مدير په حيث دنده ترسره کوله، د هغه د شهادت کيسه د درېيمې ورځې په فاتحې اخيستلو سره له امنيتي مسوولينو څخه هېره شوه او تر اوسه پورې بيا چا دا هڅۀ هم ونه کړه چې قاتلين يې پيدا کړي.
زما په څېر د يو وړوکي زړه خاوند انسان چې کله د خپلو ملګرو دغسې ناببره مړينې ګوري، نو له ژونده يې زړه تور شي، نه يوازې له ژونده يې زړه تور شي بلکې په دې هېواد کې له اوسېدنې او له دې نظام او دولت سره يې له کار کولو نه هم زړه تور شي، ځکه پر کوم دولت او ادارې چې ستا د ژوند قدر نه ا وسي، په کوم هېواد او دولت کې چې د يو ځوان ژوند نه وي خوندي، نو هلته استوګنه کول او له هغه نظام سره کار کول به څۀ ګټه ولري.
په ننګرهار ولايت کې په دې وروستيو کې دغه ډول اختطافونه ډېر شوي دي، زه د ننګرهار ولايت له امنيتي مسوولينو او له مرکزي ادارې څخه هيله کوم چې د ننګرهار ولايت پر مقاماتو او په ځآنګړې توګه امنيتي مسوولينو دې له سره غور وکړي ځکه داسې ګونګوسې هم اورېدل کېږي چې ځينې دولتۍ کړۍ هم په ځينو ناببره او زړه بوږنوونکيو پېښو کې لاس لري، که چېرې د دوى همکاري ورسره نه اوسي؛ نو ناشونې ده چې غله او داړه ماران دې په بريالۍ توګه خپلو اهدافو ته ورسېږي.