د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بحران مديريت (درېيمه برخه)

هجرت الله اختيار 17.09.2011 10:08

دويم څپرکى
پر خپلو تواناييو ډاډه اوسئ

))شهامت هغه توان دى چې ژوند يې د سوکالۍ لپاره غواړي))
اميلي ارهارت
شونې ده يوه ستره ماتې ستاسې هغه اعتماد چې پر خپل ځان او خپلو تواناييو يې لرئ، له منځه يوسي. د يوې نامترقبه ماتې پر وړاندې په طبعي توګه غبرګون ښودل د عصبانيت او وېرې مانا لري. په دې ډول چې دا مهال فرد په يوې لمريزې عاطفي شبکې کې تر فشار لاندې وي. دغه ستونزه له ستونزه سره د مخېدنې او د ناخوالو د رامنځته کېدنې پر مهال له ټولو سره يو شان وي. دا مهال مهمه دا نه ده چې تاسو ته څه پېښېږي، يوازې دومره په ياد ولرئ چې تاسو يو فوق العاده ښه او ګټور شخص ياستئ. تاسې يو داسې څوک ياست چې د ځانګړي شخصيت، وړتيا او هوښ څښتن ياست. دا مهمه نه ده چې څۀ پېښ شوي دي، ځکه چې تاسې له دې وروسته کولاى شئ له دې ننګونې سره مقابله وکړئ او له منځه يې يوسئ. په پرېکنده او مثبته توګه له ځان سره خبرې وکړئ، تر څو پر خپل نفس مو اعتماد له سره نوى شي. دا ډول جملې لکه ((زه له ځان سره مينه لرم، زه له ځان سره مينه لرم، زه له ځان سره مينه لرم)) څو ځل له ځانه سره تکرار کړئ.
تاسې کولاى شئ د کارونو تر شا بريالي راڅرګند شئ
کله چې تاسې په خپل کاروبار کې له يوې لويې اشتباه سره مخېږئ؛ نو د ماتې وېره په ځان کې تجربه کوئ. دغه وېره سمدستي ستاسې د زړه په تل کې حس کېږي. شونې ده دغه مهال احساس کړئ چې کافي توانايي يا وړتيا نه لرئ. کله هم ممکن د يو بايلوونکي احساس ولرئ.
ځينې مهال ځينې چارې ستاسې له ډېرو هلو ځلو او کوښښ وروسته هم له ماتې سره مخېږئ، دغه مهال زياتره پر ځان د شک احساس کوئ، له ځانه مو بد راځي. خو زه تاسې ته وايم چې له نېکمرغه تاسې کولاى شئ دغه ډول احساس يوازې په يوې جملې په ځان کې ووژنئ او هغه جمله دا ده چې له ځان سره ووايي: (( زه کولاى شم دا کار تر سره کړم، زه کولاى شم دا کار ترسره کړم.)) خپل ځان ته ووايئ چې تاسې ټول هغه څه کولاى شئ چې ذهن مو پر متمرکز کړى دى. دغه مخې ته پرته ستونزه او بحران ته د يو محک په سترګه وګورئ چې ستاسې د شخصيت اصلي څېره پرې رابربنډېږي. فکر وکړئ چې همدا ننګونه به د دې لامل شي چې ستاسې د پوهې سطحه لوړه شي، ستاسې فکر او عقل به لوړ شي او په دې ډول به ستاسې د پرمختګ لامل شي.
تشويش ماتوونکى فرمول:
د ستونزې د حل پر مهال د خپل ذهن د ارامولو او پر خپلې توانايۍ د اعتماد لا زياتولو لپاره يوه لاره دا هم ده چې په ډېرې چټکۍ د تشويش ماتوونکي له څلور برخه ايز فورمول څخه ګټنه وکړو، دا فرمول په دې ډول دى:
لومړى: يوه شېبه ارامه شئ او د ستونزې يا بحران تر ټولو بدترينه يا سخترينه پايله خپل ذهن ته راولئ. دا مهال په بشپړه توګه له خپل ځان او نورو سره رښتيني اوسئ، له ځانه وپوښتئ ((تر ټولو بده پايله به د دې ستونزې څه وي، چې ممکن زه ورسره مخ شم؟)).
دويم: پرېکړه وکړئ چې ستاسو تصور کړې تر ټولو بده پايله، هر څه چې ده، پېښېدونکې ده. همدغه مهال ستاسې ذهن ارامېږي، کله چې تاسې ذهناً دې ته اماده شوئ چې د ستونزې له تر ټولو بدې پايلې سره مخېږئ؛ نو دغه مهال مو تشويش او وارخطايي له منځه ځي.
درېيم: دا هم ځان ته مشخصه کړئ چې له بدترينې پايلې سره د مخېدنې پر مهال به تاسې څه کوئ. څۀ ګام به پورته کوئ؟
څلورم: سمدستي لاس په کار شئ او هغه ګامونه واخلئ چې د بدترينې پايلې د پېښېدو مخه نيسي، کم تر کمه دومره څه وکړئ چې د پېښېدونکي زيان کچه راکمه کړئ، هڅه وکړئ چې خپل ټول پام له ستونزې څخه د بدترينې پايلې اخيستلو پر ځاى تر ټولو ښې پايلې اخيستلو ته راوګرځوئ.
د وارخطايۍ دارو
د خپلو اهدافو په لور په پرېکنده توګه ګام اخيستل ستاسو د وارخطايۍ واقعي دارو دي. د دې پر ځاى چې پر ځان او خپلې توانايۍ شکي شئ يا هم ناراحته اوسئ، خپل ټول عزم سره يو ځاى کړئ، په دې ډول به تاسې هر هغه شونى ګام واخيستلى شئ چې د ستونزې په حل يا له بحران څخه په وتنه کې له تاسو سره لومړنۍ مرسته کوي. دلته يوه خبره ياده لرئ چې ستونزې د دې لپاره نه رامنځته کېږي چې زموږ د وړاندې تګ مخه ونيسي، بلکې د ستونزو شتون د دې لپاره دى چې موږ ته د وړاندې تګ تجربې رازده کړي.
هېڅکله خپلې مخ ته پرتې ستونزې په دې ډول مه ګورئ چې ستاسې مخه يې نيولې او وړاندې تګ ته مو نه پرېږدي. د ستونزو شتون زموږ په ورځنيو چارو کې يو منل شوى واقعيت دى، تاسې چې د خپلو ورځنيو چارو په اړه کومې پرېکړې کوئ، پرته له دې چې په پام کې ونيول شي چې تاسو څومره هوښيار يا تجربه ناک ياست، ستاسې په سلو کې اويا پرېکړې په يو معلوم وخت کې ستاسو د تېروتنو ښکار کېږي. کله چې له ځينو زيان اړونکيو پېښو سره مخېږئ، مه نارامه کېږئ. ټول هغه خلک چې پر يوې چارې پيل کوي يا په کوم سازمان کې کوم مسووليت پر غاړه اخلي، له دغه ډول پېښو سره مخېږي. تاسو به دا جمله نه اورېدلې ((هره چاره خپلې ځانګړې ستونزې لري))؛ خو دغه مهال تاسې تر پر خپل نفس او خپلو تواناييو اعتماد درلودل په کار دي، دغه اعتماد له کومه کېږي؟ کله چې تاسو ستونزو ته د تم کېدلو احساس ونه لرئ او د وړاندې تګ احساس ولرئ؛ نو همدغه احساس د دې لامل کېږي چې تاسې پر خپل نفس او پر خپلې توانايۍ اعتماد ولرئ. که له يوې بيخي داسې ستونزې سره مخ ياست چې تاسو يې په هېڅ صورت له منځه نشئ وړلاى؛ بيا خو ورته د حللارې موندلو لپاره ځان، خپل ذهن دومره بوخت کړئ چې په اړه يې تشويش او وارخطايۍ ته هېڅ وخت ونه لرئ.

د بحران په شېبه کې مناسب اقدامات
لومړى: سمدستي پرېکنده ګام پورته کړئ، د هر څه ترسره کول مو چې له وسه پوري وي، تر سره يې کړئ. جدي خو په احتياط مخ پر وړاندې ګام واخلئ، هڅه وکړئ چې د اوضاع کنټرول په خپل لاس کې ولرئ او زيان تر ټول کمې کچې ته راټيټ کړئ.
دويم: له تاسف کولو يا پر نورو د ملامتۍ اچولو څخه ځان وژغورئ، ستونزې د يوې فعالې او خوځنده ژوندانه يوه طبعي برخه ده، سمدستي د خپل مسووليت په لټه کې شئ چې څه دى، د خپل مسووليت له مخې خپل ټول اقدامات د ستونزې د حل خواته راوګرځوئ.


[د ځواکمن او کمزوري انسان تر منځ کُلي توپير دا دى چې لومړى له ځانه استقامت ښيي او دويم انتظار باسي، متزلزله کېږي يا خو ستونزې ته په سرسري نظر ګوري او په پاى کې ماتې خوري او يا هم په شا تېښتې ته اړ کېږي.]
امريکنى مقاله ليکوال او نقاد ادوين پرسي وېپل.