د هغه د پښې پوښتنه به څوك وكړي؟
20.12.2010 19:16دا زموږ د دفتر د اداري مدير د خولې كيسه ده، هغه دا هر څه په خپلو سترګو ليدلي دي. زموږ اداري مدير د كونړ اوسېدونكى دى؛ خو دنده يې دلته په جلال آباد كې ده. هغه ما ته دا كيسه د دې لپاره واوروله چې زه يې وليكم او ټول افغان وېبپاڼې ته يې وركړم، چې ټول خلك يې ولولي. هغه ماته نه دي ويلي چې زه يې نوم په كيسه كې وليكم او كنه؟ خو زه يې دلته د شريف په نوم يادوم.
شريف د هرې چارشنبې په ماسپښين پر خپل موټر سايكل كونړ ته ځي او د يكشنبې په سهار بېرته راځي، هغه كيسه كوله چې تېره نه، هغه بله چارشنبه چې كله زه كونړ ته تلم؛ نو د خاص كونړ په سيمه كې مې خپل يو كليوال (محصل خان) د هغه له خوريي سره وليد، چې په غره كې يې د قبرونو د شناختو لپاره تيږې راايستې. زه ورته ودرېدم، روغبړ مې ورسره وكړ، يوه شېبه ورسره ولاړ وم؛ خو دا چې ماته مزل په مخكې پروت و او ستړى هم وم؛ نو حركت مې ترې وكړ، خداى خبر څو بجې به وې چې كور ته ورسېدم، له ډوډۍ خوړلو او لمانځه وروسته د درېوو بجو په شاوخوا كې له خپل تره زوى سره د كلي دوكانو ته راښكته شوم. هلته ناست وو، له خپلو كليوالو ملګرو سره مو ګپ لګاوه، چې په دې وخت كې د محصل خان ورور سيد عيسىٰ راغى، ماته يې وويل چې خوريي مې راته زنګ وهلى و، چې محصل ماما مې امريكايانو له طيارې څخه وويشت، زه هم لږ زخمي يم، ځان راورسوه. سيد عيسىٰ له ما څخه د موټر سايكل كيلي واخيسته او په بيړه په خپل ورور او خوريي پسې روان شو.
لږه شېبه وروسته موږ هم ورپسې ورغلو، هماغه ځاى ته ورسېدو چېرته مې چې محصل خان او د هغه خوريي سره كتلي ول، محصل خان يې په دې وخت كې موټر كې واچوه او جلال آباد ته يې بوت، ما د هغه له خوريي څخه وپوښتل چې ولې طيارو پر تاسې ډزې وكړې، هغه چې ډېر وېرېدلى و او زخمي هم و، راته يې وويل، چې موږ تيږې راوويستې، نور مې غوښتل چې كور ته لاړ شو، په دې وخت كې طيارې راغلې او پر موږ يې يو ناڅاپه له پاسه ډزې شروع كړې، كله چې طيارې لاړې، ما وكتل چې ماما مې ډېر زخمي دى، خو زما استقامت پر ځاى و، هماغه و چې ما عيسىٰ ماما ته زنګ وواهه. له دې خبرو وروسته هغه خپله ملا موږ ته راوښوده، د هغه ملا هم په برچو او په كاڼو لګېدلې وه او زخمي زخمي وه، هغه مو هم په يو بل موټر كې جلال آباد ته ولېږه.
ماښام و چې بېرته كلي ته راغلو، له كلي مې عيسىٰ ته زنګ وواهه چې د محصل خان او خوريي پوښتنه ترې وكړو، خو هغه راته دا بد خبر راكړ چې له محصل خان څخه يې پښه پرې كړه؛ خو خوريى مې اوس ښه دى.
د تېرې جمعې په ورځ مازيګر چې زه كله كلي ته لاړم، ګورم چې كلي ته امريكايان راغلي دي او د محصل خان له هغه زخمي خوريي سره يې خبرې كولې، هغه دغه مهال له روغتون څخه رارخصت شوى و. زه هم ورسره ودرېدم، امريكايانو ورته ويل چې موږ خپل ډاكتران تاته راولو، چې ستا سم علاج وكړي او ستا ماما محصل خان هم موږ په جلال آباد بېس كې تر درملنې لاندې نيولى دى.
زه هماغلته ولاړ وم، چې په دې كې زموږ د كلي ملك هم راغى، هغه پرته له دې چې له امريكايانو سره د محصل خان او د هغه د خوريي په هكله خبرې وكړي، خپل حرص پسې اخيستى و، د امريكايانو ژباړونكي ته يې خوله ورانه ورانه كوله، د كلي د برق د نه شتون ستونزه او ځينې نورې ستونزې يې ورته يادولې او له امريكايانو يې غوښتل چې كه ورسره مرسته وكړي.
په دې وخت كې ماته غوسه راغله، ملك ته مې وويل، چې ملك صيب! تاسې د محصل خان غم نه خورئ، له هغه يې پښه پرې كړې ده او تاسې ايله د برق او مرستو حرص اخيستي يئ، ژباړونكي كوښښ كاوه چې زما خبرې انګرېزانو ته ماتې ګوډې وژباړي، چې په دې كې ما خپله له انګرېزانو سره په انګرېزۍ شروع وكړه، ورته مې وويل چې تاسې د بشري حقوقو ډنډورې غږوئ؛ خو زموږ د كلي له يو غريب محصل خان څخه هم ستاسې له لاسه پښه پرې شوه، د هغه څه ګناه وه چې تاسې پرې ډزې كولې؟ آيا دا بشر نه دى؟ په دې اړه تاسې څه وايئ؟
هغه ماته وويل چې ګوره دا زموږ غلتي نه ده، دا د پيلوټ غلتي ده، هغه نه دى پوه شوى چې دوى څوك دي، په همدې خاطر خو به موږ دې هلك ته هره مياشت په خپل كور كې معاش وركوو.
دا ماته د انګرېز ځواب و، هغه داسې ډاډه غږېده لكه چې هېڅ هم نه وي شوي، له يو افغان ځوان څخه پښه پرې كېدل يا د افغانانو مړينه دوى ته هېڅ خبره هم نه ښكاري، خو كه دوى ته د يو وېښته هومره ضرر هم ورسېږي، نو دوى بيا د بشري حقوقو نارې ته آسمانه رسوي.
ما كه له يوې خوا پر خپل مظلوم ولس د بهرنيو ځواكونو پر دغه ډول ظلمونو او تېريو اوښكې تويې كړې؛ نو له بلې خوا مې د خپلو مشرانو، ملكانو او ... پر حال هم افسوس كاوه او ژړېدم چې زما ولس خو د همدوى له لاسه دغه حالت ته رسېدلى دى. زه همداسې نهيلى كور ته روان شوم، له ځان سره مې فكر كاوه چې ملك صيب خو د برق غوښتنه كوي؛ نو د محصل خان د پښې پوښتنه به له دوى څخه څوك وكړي؟