د بحران مديريت (دويمه برخه)
07.06.2011 18:49لومړى څپرکى
ساړه اوسئ
((هر څوک چې وغواړي پر اغېز پرېباسوونکو بېرونيو عواملو غلبه وکړي، لومړى بايد پر خپلو داخلي هيجاناتو مسلط شي)).
بنيامين ډيزريلي
تاسې د يو داسې مغز لرونکي ياست چې تر سل ميليادو هم زياد سلولونه لري، په دې ډول ستاسې مغز له ټولو هغو لويو کمپيوټرونو څخه ځواکمن دى، چې تر اوسه جوړ شوي دي. ستاسې ذهن د دې وړتيا لري چې ستاسې د ژوندانه په اوږدو کې د معلوماتو لويې مجموعې زېرمه کړي او تاسې کولاى شئ چې د خپلې حافظې له لارې يوازې په دوو ثانيو کې هرې يوې زېرمه شوې مجموعې ته لاسرسى ولرئ. تاسې ټولې هغه ذهني او عقلاني منابع په واک کې لرئ، چې له ستونزو سره د مقابلې پر مهال ورته اړتيا لرئ.
له دې پرته ستاسې تفکرات په خارق العاده توګه ځواکمن دي. دومره ځواکمن، چې کولاى شي تاسې عصباني يا خوښ، مثبت يا منفي او يا هم هيجاني او سوړ کړي. ستاسې تفکرات ستاسې د هغو احساساتو تعينوونکي دي، چې تاسې يې تجربه کوئ. د دې لپاره چې په ښه توګه عمل وکړئ، ستاسې لومړۍ دنده د خپلې افکارو او احساساتو کنټرولول دي.
سمدستي خپل کنټرول په لاس کې واخلئ:
په ښوونځي کې زموږ د ټولګي پر يو دېوال يو پوسټر لګېدلى و، چې يو ډېر زيات هيجاني کس يې ښوده. پر پوسټر ليکل شوي ول: ((کله چې هيجاني او يا هم د ترديد ښکار کېږئ، په دايروي توګه منډه ووهئ، چيغې ووهئ او فرياد وکړئ)). له بده مرغه دا هماغه کار دى چې زياتره خلک يې په ناخود اګاه ډول د بحران پر مهال ترسره کوي.
کله چې چارې ښې نه ترسره کېږي او سهوې رامنځته کېږي، طبعي خبره ده چې په منفي توګه يو سخت او افراطي غبرګون وښودل شي. دغه مهال شونې ده تاسې عصباني، ناراحت او نااميده اوسئ او يا هم وډار شئ. ستاسې دغه منفي افکار او احساسات سمدستي ستاسې د مغز هغه اصلي برخې چې په تفکر پورې اړوندې وي او ترې د مسايلو د تحليل او د ستونزو د حل او تصميم نيونې لپاره کار اخيستل کېږي، له منځه وړي.
که د بحران پر مهال تاسې په هوښيارۍ سره، پرته له دې چې وخت له لاسه ورکړئ، خپل ذهني او حسي کنټرول په خپل لاس کې وانه خلئ؛ نو په ناخوداګاه ډول به يا د مبارزې په بڼه او يا هم د فرار او تېښتې په بڼه غبرګون ښيئ. کله چې په چارو کې له ماتې سره مخامخېږئ؛ نو غبرګون مو طبعاً يا د حملې پر ضد دى او يا هم په شا تګ؛ خو په بحراني حالاتو کې له دغو دوو لارو څخه ګټنه په هېڅ ډول مناسبه نه ده.
ژوره ساه واخلئ:
په يو بحران کې د خپلو اعصابو د سړولو د پيل ټکى ستاسې په خپل لاس کې دى. د دې پر ځاى چې په پاى کې د خپل ناارادي او ناسنجيده غبرګون مخه نيسئ، په پيل کې ژوره ساه واخلئ چې ذهن مو ارام شي. له دې وروسته په ډېره دقيقه توګه پر خپلو راتلونکيو خبرو او اقداماتو فکر وکړئ.
داسې تصور کړئ چې ټول خلک ستاسې نندارې ته ناست دي. تصور کړئ چې همدغه شېبه تاسې لپاره يوه ازمايښتي شېبه ده او ټول غواړي پر دې پوه شي چې ستاسې داخلي جوړښت له څه شي څخه دى؟ په دې شېبه کې ځان ته د يو لارښود په سترګه وګورئ. فکر وکړئ چې ستاسې وينا او عمل پر هغو کسانو اغېز ښندي، چې تاسې ته درناوى لري. تصور کړئ چې ټول همدې ته منتظر دي، چې وګوري تاسې به څه عمل وکړئ. همدغه مهال خپل عزم وتلئ، د دې لپاره چې په عمل کې يوه غوره بېلګه وګڼل شئ، د دې لپاره چې نور له تاسې څخه زده کړه وکړئ. که غواړئ چې خپلو منتظرينو ته درس ورکړئ؛ نو له يوې لويې ستونزې سره د يو ښه او مناسب چلن اظهار وکړئ.
د منفي احساساتو اصلي منشاء ماتې ارزوګانې او نيمګړي ارمانونه دي. تاسې تر اوسه تمه درلوده چې يو څه دې په ځانګړي ډول تر سره شي؛ خو هغه په بشپړه توګه په بدلون ترسره شول. دا مهال تاسې سمدستي يو منفي غبرګون ښيئ. دا يوه طبعي چاره ده؛ خو تاسې ته نه دي په کار چې دغه مهال ځان خپل طبعيت ته وسپارئ.
خپل دوه ستر دوښمنان وپېژنئ:
پوهېږئ ستاسې د منفي احساساتو اصلي بڼه څه ده؟ ستاسو د هغو منفي احساساتو اصلي بڼه چې د يو بحران يا ستونزې پر مهال رامنځته کېږي، دا ده چې تاسې له ماتې او يا هم محروميت څخه وېره لرئ. له دغو دواړو څخه هر يو شونې ده چې ستاسې د عصبانيت، مايوسۍ او يا هم په بشپړه توګه د فعاليت د ودرولو باعث شي.
تاسې هغه مهال له ماتې څخه وېره لرئ چې کله د پيسو، پېرېدونکيو، مقام، آبرو او بالاخره د ژوندانه او يا هم د يو بل کس د سلامتۍ له لاسه ورکولو خطر احساسوئ. د ماتې يا زيان دغه احتمال، په ځانګړې توګه د پيسو په اړه، په انسان کې د اضطراب، وېرې او يا هم د وحشت احساس راويښوي.
له محروميت څخه وېره، د نيوکو، عدم تاييد او يا هم د نورو د تمو د پوره کولو په برخه کې له ناتوانۍ څخه وېرې سره نږدې اړيکه لري. کله چې په اشتباه سره يو کار ترسره شي؛ نو تاسې فکر کوئ چې په کافي توګه توانايي يا وړتيا نه لرئ. دغه مهال د خجالت او کمۍ احساس کوئ. فکر کوئ چې آبرو مو تويه شوه، شخصيت او غرور مو تهديد شو، دغه غبرګونونه طبعي او عادي ګڼل کېږي. خو له دې ټولو سره مهمه دا ده چې تاسې وښيئ چې څنګه له دغو وېرو نه بريالي راوځئ.
په ياد ولرئ چې د بحران لپاره ستاسې ځواب د هر څه تعينوونکى دى. دا ستاسې آزمايښت دى. د دې پر ځاى چې نامعقول او تند غبرګون وښيئ، يوه ژوره ساه واخلئ، آرام اوسئ او تصميم ونيسئ چې په آرامۍ او په ښه توګه د ستونزو له منځ څخه راووځئ.
ستاسې داخلي خبرې اترې ستاسې د احساساتو تعينوونکې دي:
مارتين سليمن ارواپوه دې پايلې ته رسېدلى دى چې د انسان تشريحي شيوه د هغه د بعدي افکارو، احساساتو او اقداماتو تعينوونکې ده. تشريحي شېوه عبارت له هغه روش او لارې څخه ده چې تاسې يې په کومک سره اوضاع خپل ځان ته تشرېح کوئ)).
ستاسې نږدې ٩٥ سلنه احساسات، هغه که مثبت وي او که منفي، د هغې شېوې له لارې چې تاسې يې په وسيله هغه مسايل چې شاوخوا ته مو پېښېږي، تفسيروئ يانې د خپلو داخلي خبرو اترو له لارې په خپله تاسې ته تعينېږي. که تاسې هغه ستونزې چې په اړه يې وړاندوينه نه ده شوې، په ښه توګه تفسير کړئ، نو شونې ده چې آرام او تر کنټرول لاندې به پاتې شي.
که څه هم ستاسې ذهن کولاى شي په زرګونو فکرونه سره يو ځاى کړي؛ خو بيا هم په يو وخت کې يوازې په يو فکر تمرکز کولاى شي او دا هم تاسې خپله ياست چې په هره شېبه کې کوم فکر ټاکئ. هر فکر چې تاسې په هره شېبه کې ټاکئ، شونې ده ستاسې د عصبانيت، احساساتو او خونسردۍ او آرامۍ تعينوونکى شي.
په ياد ولرئ چې په ژوندانه کې اکثره چارې په لومړي سر کې په ښه توګه نه ترسره کېږي. خپل ځان ته بايد ياد کړئ چې ستونزې او سختۍ د ژوندانه معمولې او طبعي برخې دي. له دې چارو څخه انکار نشي کېداى. يوازينى شى چې ستاسې تر واک لاندې دى، دا دى چې تاسې ورسره څه ډول برخورد کوئ؟
ستونزې د ځان لپاره سترې او فاجعه ناکې مه ګڼئ، هڅه وکړئ په دغه ډول فکر کولو سره ځانونه ارام کړئ. هېڅ ستونزه په نهايت منفي بڼه مه تعبيروئ. ډېر کم پېښېږي چې ستونزې هماغه لويې او خطرناکې وي، څومره چې په پيل کې ښکارېږي. له هر بحران او هرې مسئلې سره د مخامخېدنې لپاره دغه پينځه کليميزه غونډله ډېره ارزښتناکه ده: (دا هم بايد تېر شي).
له غبرګون دمخه ستونزه معلومه کړئ:
د دې پر ځاى چې له ستونزې سره د مخامخېدنې پر مهال تند او افراطي غبرګون وښيئ؛ نو له هغو کسانو څخه په پوښتنو کولو خپل ځان ارام کړئ، چې له همدغه ډول ستونزې سره مخ شوى دى. د هغه ځوابونو ته په صابرانه توګه غوږ ونيسئ. که چېرې حللارې شتون درلود؛ نو ستاسې دنده له هر ډول غبرګون ښودلو څخه دمخه دا ده چې د ستونزې په اړه د بشپړو معلوماتو تر لاسه کولو له لارې ځان ته حللاره معلومه کړئ.
کله کله ستاسې مخې ته د پرتې ستونزې په اړه له خپلې مېرمنې يا هم له خپل کوم باوري ملګري سره د خبرې په شريکولو سره شونې ده تاسې ډېر ارام شئ او ستاسې احساسات تر کنټرول لاندې راشي. يوې اوږدې پلې لار ته ځان برابر کړئ، پر لاره د تلو پر مهال د ستونزې پر ټولو اړخونو سوچ وکړئ، هڅه وکړئ چې ځينې احتمالي حللارې ورته وګورئ، همدغه مهال خوشباوره اوسئ، دا مهمه نه ده چې وروسته څه پېښېږي. د ستونزې يا مسئلې په پاى کې خامخا کوم مثبت ټکى په نښه کړئ، ځکه په زياترو مواردو کې هغه ستونزه يا مسئله چې تاسې ته لويه ښکاري، په حقيقت کې هغه تاسې لپاره يو پټ فرصت او چانس وي.
کېداى شي د يوې پروژې، يو کار و بار او يا هم کومې بلې بوختيا په بشپړه توګه ماتې هماغه څه وي، چې تاسې ورته په دغه وخت کې اړتيا درلوده؛ ځکه ښايي همدغه ماتې د دې لامل شي چې تاسې خپل وخت، منابع او ټول امکانات پر يوې بلې لارې پر کار واچوئ او ښه ګټه ترې تر لاسه کړئ.
د يو ارزښتمن درس په لټه کې اوسئ:
مهمه نه ده چې څه پېښېږي؛ خو هڅه وکړئ چې په هرې سختۍ او هرې ستونزې کې يو ارزښتمن درس ومومئ.
تاسې چې له هرې ستونزې سره مخېږئ، خامخا په ځان کې د يوې ګټې زمينې، يو برابر امتياز او يا هم نور څه لري. کله چې تاسې خپل ذهن داسې عيار کړى وي، چې په هرو شرايطو کې د يو مثبت ټکي په لټه کې اوسئ او هڅه کوئ چې ځينې ارزښتناک درسونه، چې شونې ده هر بحران يا ستونزه يې په ځان کې ولري، ومومئ؛ نو دغه مهال تاسې په ناخوداګاه ډول آرام، مثبت فکره او خوشبين پاتې کېږئ. په پايله کې به ستاسې د ځواکمن ذهن ټول ځواکونه د ستونزې په حل او يا هم د بحران په له منځه وړولو کې له تاسې سره مرسته کوي.
کله چې د بحران شېبو ته رسېږئ، د څو شېبو لپاره خپلې سترګې بندې کړئ، ژوره ساه واخلئ، خپل ځان ارام، ډاډه، خونسرده او په بشپړ کنټرول کې تصور کړئ. تصميم ونيسئ چې د نورو افرادو په حق کې به مثبت فکره او خوشبين اوسئ. په نرمۍ او ادب ورسره خبرې کوئ. داسې چلن وکړئ، لکه تاسې چې په دونيا کې هېڅ غم و غوسه نه لرئ او هر څه چې پېښ شوي دي، تاسې يې هېڅ ناراحت کړي نه ياست.
د بحران په شېبه کې لازم اقدامات:
١: له هرې ستونزې يا بحران سره چې مخامخېږئ، هڅه وکړئ چې په کې د يو مثبت ټکي او يا هر ډول ګټې موندلو په خاطر يې بررسي کړئ.
٢: هڅه وکړئ چې له هرې ستونزې يا سختۍ څخه د عبرت يو ارزښتناکه درس واخلئ. تصور کړئ چې دا ستونزه تاسې ته د دې لپاره رالېږل شوې ده چې تاسې ته هغه در زده کړئ چې تاسې يې اوس زده کړې ته اړتيا لرئ او شونې ده چې په زده کولو سره يې په راتلونکي کې ستر برياليتوب او خوښي ستاسې په برخه شي.
((له لټون او هڅې څخه هېڅکله لاس مه اخله؛ ځکه ښايي د وخت په تېرېدو سره بخت ستا په لور مخه کړي)).
هريت بيچر استاو