د لوى ننګرهار ليکوال او شاعران د بدلون لپاره غږ پورته کوي
19.09.2011 21:54جلالکوټ ادبي خوځښت او د لوى ننګرهار ليکوال او شاعران غواړي چې د نړۍ د هغو سل زرو شاعرانو له غږ سره خپل غږ يو ځاى کړي چې د روان زېږديز کال د سپټمبر پر څلرويشتمه نېټۀ يې د نړۍ په بېلابېلو هېوادنو کې د بدلون او سمون په پار راپورته کوي. د نړۍ دغه سل زره شاعران په همدې يوې ورځ په خپلو خپلو هېوادونو او ښارونو کې مشاعرې جوړوي، په دې هيله يو بل ته خپل شعرونه اوروي چې که ښار، هېواد او نړۍ کې يې بدلون او سمون راشي.
جلالکوټ ادبي خوځښت او د لوى ننګرهار ليکوال او شاعران هم د نړۍ د بدلون او سمون له دې غورځنګ سره خپل غږ د ننګرهار له جلال اباد ښاره يو ځاى کول غواړي. د روان کال د سپټمبر د مياشتې پر څلرېشتمه نېټۀ چې د هجري لمريز کال د تلې د مياشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري، د شنبې په ورځ جوړېدونکې لويې مشاعرې ته بلنه درکوو. هيله ده چې په خپل راتګ سره د نړۍ له سل زره شاعرانو سره خپل غږ يو ځاى کړئ.
درناوى
جلالکوټ ادبي خوځښت
ادرس: ننګرهار ټولنيز مرکز- ميديوتيک، بي بي حوا ليسې شا ته، جلال آباد ښار.
ټليفون: ٠٧٠٦٣٦٨٩١٣
وخت: شنبه، د سهار اته بجې.