د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جلال کوټ ادبي خوځښت د (ځوانان او شخصيت جوړېدنه) کتاب مخکتنه کوي

هجرت الله اختيار 19.06.2011 11:54

په ننګرهار کې جلالکوټ ادبي خوځښت په پام کې لري چې د افغان ټولنپوه ډاکتر تاج الدين ملتمل د (ځوانان او شخصيت جوړېدنه) کتاپ د مخکتنې غونډه د راروانې چارشنبې په ورځ چې د ١٣٩٠ل کال د جنګاښ له لومړۍ نېټې سره سمون خوري د نوي افغان سيد جمال الدين انستېتيوت په انګړ کې وکړي. ځوانان او شخصيت جوړېدنه کتاب په دې وروستيو کې د ځوانانو لپاره د ليکل شويو غوره او ګټورو کتابونو په ډله کې راځي، ډاکتر صيب ملتمل د ځوانانو د روزنې او شخصيت جوړېدنې په برخه کې کافي تجربه او مطالعه لري. د ياد شوي کتاب او موضوع مينه وال کولاى شي په دغې غونډه کې په ازاده توګه ګډون وکړي. همدارنګه د ډاکتر صيب ملتمل ملګري او دوستان هم کولاى شي چې که ياد شوى کتاب ولري، خپلې مقالې او نظرونه موږ ته د برېښنا ليک له لارې راوليږي.
زموږ د برېښناليک پته دا ده: ekhtyar.yar@gmail.com
د غونډې وخت: د ماسپښين درې بجې
ادرس: نوى افغان سيد جمال الدين ا نسېتېتوت، د ښاري محکمې زوړ تعمير، برېښنا رياست ته مخامخ، تالاشۍ څلور لارې، جلال اباد ښار، افغانستان.