د افغانستان لپاره یو بل طلاق او یوه بله نکاح!
24.06.2011 20:46تازه خبر دا دی چې ولسمشر حامد کرزی لا د پاکستان د سفر د ستړیا نه دمه شوی نه و چې ایران ته یې ځان ورساوه. هغه په ایران او پاکستان کې هغو حکومتونو ته چې افغانستان یوه دقیقه په ارام او سوله نه شي لیدلی د دې باور د ورکولو په هڅه کې دی چې نړیوال د افغانستان دښمنان دي او اصلي دوستان یې د نړیوالو دغه یو پخوا طلاق کړی او بل د طلاقېدو په حالت کې هېواد دی.
ویل کېږي چې د باجوړ ایجنسۍ په یوه کلي کې یوه عجیبه ښځه وه چې نه یې له سړي سره ګوزاره کېده او نه له سړي پرته. لومړی مېړه یې له واده څو ورځې وروسته پریښی او د یو ګاونډي سره تښتېدلې وه. څو میاشتې وروسته خلکو د یو بل سړي سره لیدلې وه. ګاونډیانو به یې کیسې کولې چې د دریم خاوند سره به یې هم هره ورځ جنګ و او ورته ویل به یې چې تر تا مې هغه پخواني خاوندان ډېر ښه وو. دا ځل مخکې له دې چې ښځه وتښتي خاوند یې خیر په دې کې وګڼلو چې پښې ترې سپکې کړي. هماغه وخت دا ټپه راوتلې وه چې: یوه دې بله ورپسې – پخوا به ښځې تښتېدې اوس یې مړونه.
د شپږم یا اوم سړي پورې دومره "مشهوره" شوې وه چې د نامې جامې سړي یې له لیدلو ډډه کوله او لوفران چې به چیرته پرې ورپېښ شول لاندې کوله یې. بیا ډېر وخت نه و تېر شوی چې د لوفرانو د یو جنجال خوراک شوه او مړی یې د یوې هدیرې په څنګ کې په داسې حال کې پېدا شو چې نیمه سپو او کارغانو خوړلې وه، د پاتې نیمې له خښولو ملا صاحب او د کلي خلکو انکار وکړ.
ایا د افغانستان کیسه همداسې نه ده او د همداسې یو انجام په لور روان نه دی؟
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ سیاست داسې شو چې هر هېواد د خپل ثبات او په نړۍ کې د روانې اقتصادي منډې لپاره باید په یوه نړیوال سیاسي بلاک کې شریک ژوند کړی وی او افغانستان له دې امله چې د انګرېزانو سره یې درې جګړې کړې وې او د خلکو په ذهنونو کې انګرېز د یو دښمن په توګه پروت و طبعاً د شوروي سره په یوه بلاک کې شامل و. او همدغه یې د بقا او ثبات لاره وه.
په ۱۹۴۷ کې انګرېزانو هند پرېښود خو تر شا یې د افغانستان او هند په ځمکه د پاکستان په نامه یو پرکټی هم پرېښود. له دې امله چې پاکستان د برتانوي سیاست په نتیجه کې منځته راغلی و د خپل ثبات لپاره یې طبعاً ځان د لویدیځ په بلاک کې شامل کړ. په مقابل کې یې هند د شوروي په بلاک کې پاتې کېدلو کې د ځان خیر وګاڼه.
خو د افغانستان بدبختي دا شوله چې یوه ډله خلکو د خپلو شخصي او سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د مذهب په ناروا استعمال سره د اکثریت خلکو ذهنونه بدل کړل، وسله والې جګړې ته یې لاس واچاوه، او غونډ هېواد یې واخیست د شوروي نه یې طلاق او امریکا ته یې په نکاح کړ. د دې کار لپاره د درېواړو مذهبي کتابونو څخه حوالې راپېدا کړای شوې، امریکا "اهل کتاب" او "اسلام دوسته" وګڼل شوه چې په مقابل کې یې مجاهدین په تمام لویدیځ کې "اتلان" وبلل شول.
خو له بده مرغه کله چې شوروي مات شو، امریکا ته نور دې نوې نکاح خوند نه ورکاوه نو بې طلاقه یې ترې پښې سپکې کړې. د دې نتیجه د ۲۰۰۱ پېښې شوې چې امریکا ته یې خپله غلطي وریاد کړه. بیا یې د بدل اخیستلو لپاره خپلو "اتلانو" ته طلاق ورکړ، او هغوی ته د سزا ورکولو لپاره یې له حامد کرزي سره نکاح تازه کړه. جناب حامد کرزی د بي ۵۲ الوتکو په ډنګ ډونګ کې د ارزګان له لارې کابل ته په ډولۍ کې راوړل شو او دا سندره وویل شوه چې "په ښکاره ژاړي پټه پټه خوشحالېږي – جینۍ پېغله واده کېږي."
او دا دی د یو څو کلونو له تېرېدو وروسته د دې نکاح غوټې هم سستې شوې. اوس کرزی صیب په دې هڅه کې دی چې افغانستان ته له امریکا او نړیوالې ټولنې طلاق واخلي او ایران او پاکستان ته یې په نکاح کړي. خو په دې به یې څوک پوهوي چې ایران او پاکستان د نامې جامې خلک نه دي، بلکې هغوی دواړه خو داسې لوفران دي چې ماسختن یې تود وي خو سهار یې پته نه شته چې چیرته ځي او څه ورپېښېږي.
ستونځه بیا دا ده چې ښاغلی کرزی په دې هر څه پوهېږي خو هغه او د هغه کورنۍ او ملګري یې چې په فساد او چوربازارۍ کې تر کومه حده ډوب شوي دي او د احتساب غوښتنه ترې کېږي نو له دې پرته ورته بله لاره نه ښکاري چې دا خاوند پرېږدي او د لوفرانو سره وتښتي. خو په دې نه پوهېږي چې دا کار به یې د لوفرانو په نظر کې نور هم "مشهور" کړي او ښايي د یو ډېر بد انجام سره مخ شي.

