په جنت کې مسافر (یویشتمه برخه)
25.11.2010 19:49ما په زړه کې وویل چې د پېښې نه تېښته نشته، هر څه چې وي اوس پرې اوښتی یم. درېواړه لاړو. زمونږ کوټه د دویم تعمیر په پاسني چت وه. دلته راته معلومه شوه چې په هره کوټه کې څلور څلور کټونه ول، او زیاتره سیسټم داسې و چې په کوټو کې باید د یوه هېواد خلک وي. لکه افغانان د صومالیانو سره یو ځای او صومالیان د کردانو سره یو ځای په کوټه کې نه اچول کېدل، بلکې کوښښ کېده چې افغانان د افغانانو سره په یوه کوټه کې وي، صومالیان د صومالیانو سره، کردان د کردانو سره او داسې نور. ښايي د غیر قانوني مهاجرینو د سرپناه ادارې سي او ای (کوا) فکر کاوه چې د یوه کولتور، یوې ژبې او یوه هېواد خلک کېدای شي یو بل سره په یوه کوټه کې په اوسېدو ارام او خوښ وي، په ځای د دې چې د بل کولتور، هېواد او ژبې د خلکو سره په یوه کوټه کې واوسي. کومه ایرانۍ انجلۍ چې مونږ سره یو ځای دې کمپ ته راغلې وه، وروسته مو ولیدله چې هغه د ایرانیانو سره په یوه کوټه کې وه.
زمونږ په کوټه کې مونږ درېواړه – زه، صدیق، او مصطفی – وو. یو کټ راسره خالي و، مونږ فکر کاوه چې یو بل افغان به هم ورته راشي خو تر اخره بل څوک رانغی. دا کمپ او دلته کوټې، ژوند او اسانتیاوې د هغه لومړني مرکز نه ډېر بهتر ول. تر ټولو غټه بهتري دا وه چې ازادي وه، هر چا کولی شو چې هر وخت هر چیرته لاړ یا راشي. یواځې هغه وخت چې ورته ضرورت وي باید دلته واوسي. دوهمه خبره دا چې په کوټو کې ډېر بېروبار او بې نظمي نه وه. په هره کوټه کې دوه دوه، درې درې او یا زیات نه زیات څلور نفر ول، په هره کوټه کې تلویزیون، د چای پخولو لوښی، تر پخوا ښې کمپلې او نور شیان موجود ول. ډوډۍ دلته هم درې وخته تیاره ورکول کېده، او بېخي هماغسې وه څنګه چې په لومړي مرکز کې وه.
دلته مو ځینې داسې کسان هم ولیدل چې مونږ نه مخکې د لومړي مرکز نه راغلي ول، خو د ډېرو نورو خلکو سره مو هم پېژندګلو وشوه. یو هلک، چې ویل یې نیم د کندهار او نیم د ارزګان دی، په همدغه ورځ منفي ځواب اخیستی و. بېچاره ډېر خفه و. ما ترې پوښتنه وکړه چې په څه دلیل یې منفي ځواب درکړی. وې ویل "راته ویلي یې دي چې داستان دې د منلو وړ ندی." ما ترې پوښتنه وکړه "نو اوس دې څه پلان دی؟" ځواب یې راکړ "هیڅ پلان نشته، وکیل راته وايي چې کېس به محکمې ته وړو." تر اخره مې ډېر داسې خلک ولیدل چې داستانونه او کېسونه یې همداسې بې پلانه ول. دوی یواځې اروپا ته ځانونه رارسولي ول، نور یې داسې تمه کوله چې د اروپا حکومتونه پرې پړه دي، کیسې او داستانونه به هم ورته جوړوي، پلانونه هم، قبولي به ورکوي، او بیا به ژوند هم ورته برابروي.
د دغسې بې پلانه کسانو نه مو ډېرې عجیبه عجیبه او د خندا کیسې هم واورېدلې. یو سړي کیسه کوله چې یو افغان ځوان د فرانسې نه په سمندر کې لامبو وهلې وه او لندن ته اوښتی و، کله چې هلته ورسېدو نو برتانوي پولیسو ورته شاباسی او پاسپورټ دواړه یو ځای ورکړل. یو بل تن ویل چې یو افغان نه یې په لندن کې د مرکې پر مهال پوښتنه وکړه چې "څنګه راغلې؟" ځواب یې ورکړ "په اس سپور شوم، خپل دوه زره پوځیان راسره ول، د هغوی په بدرګه دلته راورسېدم." نو قبولي یې ورکړه. یو سړي ویل چې په هالنډ کې یې د مرکې پر مهال د یو افغان نه پوښتنه وکړه "که بېرته دې خپل وطن ته ولېږو څه به وشي؟" هغه ځواب ورکړ "څه چې د خدای خوښه وي هغه به کېږي." قبولي یې ورکړه. دا ډول کیسې به یې یا خو د اجنټانو نه اورېدلې وې، یا د نورو سرسري خلکو نه. بس نو ایمان یې پرې راوړی و، او په دې تمه ول چې په دغسې یوه خبره به دوی هم قبولي واخلي. یوه ټوکه چا داسې هم وکړه چې یو ځوان د افغانستان نه روان شوی و او چې هر وطن ته به رسېدو نو خپل پلار ته به یې زنګ واهه چې خبر یې کړي. په ایران کې یې ورته زنګ وهلی و چې "ایران ته راورسېدم." پلار یې ورته ویلي وو "ایران کې قبولي وانخلې، نوم یې راباندې بد لګي." د ترکیې نه یې ورته بیا زنګ وهلی و چې "ترکیه ته راورسېدم." پلار یې ورته ویلي وو "ترکیه خو بده نده، که قبولي درکوي نو ښه ده." څو ورځې وروسته یې ورته زنګ وهلی و چې "یونان ته راورسېدم." پلار یې وویل "که قبولي درکوي ښه ده." بیا یې ورته زنګ وهلی و چې "ایټالیه کې یم." پلار یې ورته ویل "ورک یې کړه نور مه ګرځه قبولي پکې واخله." بیا یې ورته د فرانسې نه او بیا د لندن نه زنګ وهلی و. ورته ویلي یې وو "لندن کې قبولي نه راکوي." لږه موده وروسته د لندن نه ډیپورټ شو، نو د کابل هوايي ډګر نه یې پلار ته زنګ وواهه چې "خواجه رواش ته راورسېدم." پلار یې ورته وویل "که دغه ښه وطن وي قبولي پکې واخله، نور مه ګرځه."
په دې کمپ کې مونږ ډېرې ورځې تېرې کړې. وروسته جمیله او ځینې نور هغه کسان چې په لومړي مرکز کې راسره یو ځای ول هم دلته راغلل. د ځینو سره مو انډیوالۍ پخې شوې، ځینې چې نورو کمپونو ته لېږل شوي ول تر ډېره وخته مو بېرته ونه لیدل. دلته مونږ فکر کاوه چې پروسیجر به یو څه تېز شي، خو کیسه هماغسې روانه وه څنګه چې مخکې وه. دوه درې ورځې وروسته پورې هم لا معلومه نه وه چې زمونږ مرکې کله پېلېږي، او د نورو کیسو نه کله خبرېږو. په پنځو ورځو کې مو یو ملاقات د یوې خیریه ادارې سره وشو چې سرسري تفصیلات یې راته وویل، لکه دا چې وکیل څه کار کوي، ترجمان څه کوي، ايي این ډي د څه شي اداره ده او داسې نورې. د ډاکټر سره مو هم یوه لیدنه وشوه چې سرسري پوښتنې یې وکړې لکه دا چې کومه مریضتیا لرئ که نه، چیرته په روغتون کې بستر شوي یاست که نه، نشې مو کړي که نه، اوس کوم درمل خورئ که نه، او کوم اعصابي تکلیف خو نلرئ. نور نو بیا د یوې نه بلې او بلې نه بلې ورځې ته د مرکو په انتظار پراته وو.
زه په دې موده کې یو ځل امسټرډام ته هم لاړم چې د خپلو ملګرو سره ووینم، د ځان لپاره مې یو څه د آنلاین ژباړو کار پېدا کړ چې په سنټروم کې به ورته ناست ووم، د یو ازاد کنکشن نه مې انټرنېټ استعمالولو او خپل کار مې روان کړی و. ورسره مې په نور وخت کې د یو ځای بل ځای خلکو، په ځانګړې توګه د افغانانو، کیسې معلومولې چې څوک څنګه راغلي، د افغانستان په اړه یې څه فکر او احساسات دي او اوس دلته څه ډول ژوند کول غواړي. د ټولو کیسو نه دا معلومېدله چې هر څو که په هالنډ کې د ځینو نورو اروپايي هېوادونو (فرانس، یونان، ایټالیه، اسټریا، ناروی) په نسبت غیر قانوني مهاجرینو ته ښې اسانتیاوې برابرېدلې، بیا هم خلک، په ځانګړې توګه هغه کسان چې منفي ځوابونه یې ورکړي ول، یا د زاړه پروسیجر هغه خلک چې میاشتې کلونه پرې تېر شوي ول خو لا هیڅ ځواب نه و ورکړل شوی، د ناهیلۍ او ذهني ناتوانۍ ژوند تېراوه. لامل یې ښايي دا و چې دې خلکو دلته د راتګ سره ډېرې هیلې تړلې وې، مګر یو منفي ځواب یې ټولې هیلې په سیند لاهو کړې وې، او اوس نه پوهېدل چې څه وکړي. کلي وطن ته بېرته تګ ورته یو شرم ښکارېده، او دلته بې کاره بې روزګاره بې خونده ژوند تېرول هم یو لوي شرم و. د دوو شرمونو په منځ کې ګېر په زرګونو لکونو داسې افغانان د اروپا په هر ګوټ کې پراته د افغانستان د ټولنیزې، اقتصادي، او ذهني تباهۍ یو زړه دردوونکی انځور وړاندې کوي خو په افغانستان قابض ټوپکماران او فاسد چارواکي چې د وطن نه یې د اور بټۍ، د وینو کوهی او د غلاګانو اډه جوړه کړې ده، زړونه نلري نو درد به څه وکړي.
لس دولس ورځې وروسته راته وکیل سره د لیدلو لپاره خط راغی. صدیق ته دغه خط یوه ورځ مخکې راغلی و، او د هغه وکیل د تراپل نه ډېر لیرې و. د مصطفی وکیل هم ډېر لیرې و، او د هغه د ملاقات وخت ما نه یوه ورځ وروسته و. زما وکیل د تراپل په دې کمپ کې دننه یو دفتر ته راتللو، او ما ورسره همدلته باید لیدلي وای. زه چې په ټاکلي وخت ورغلم نو هغه زما منتظر و. خو کومه نوې خبره ورسره نه وه، د هماغو زړو خبرو تکرار چې پروسیجر څنګه پر مخ ځي، ايي این ډي څه کوي، د وکیل څه کار دی، او ځوابونه څنګه ورکول کېږي. مګر یوه خبره مې ډېره په شدت سره محسوس کړه، او هغه دا چې هر څو که دا وکیل په انګلیسي ډېر ښه پوهېده، خو یوه خبره یې هم په انګلیسي کې کوله. یو پښتون ترجمان د هغه خبرې ماته او زما هغه ته ورژباړلې. یو وخت چې ترجمان ته په تلیفون زنګ راغی او بېرون ووت، نو ما وکیل ته وویل چې مونږ په انګلیسي خپلو خبرو ته ادامه ورکولی شو. هغه وویل "په هالنډ کې اکثریت خلک په انګلیسي ښه پوهېږي، او مونږ د خارجیانو سره انګلیسي وایو هم، خو په رسمي خبرو کې د بلې ژبې د استعمال اجازه نشته، یواځې هالنډي باید استعمال شي."
وکیل سره د دې لیدنې یو ښه اړخ دا و چې نور نو د مرکو پروسیجر پېل کېده. او لدې امله چې له هرې مرکې وروسته مو د تصحیح لپاره باید بیا د وکیل سره لیدلی، نو دا اوسنۍ پېژندګلو او یو څه خبرې ورسره ښې وې. په دې توګه مونږ وکیل ته او وکیل مونږ ته معلومېده – هغه ته دا معلومېده چې زمونږ خبره څومره د منلو وړ ده، او مونږ ته دا چې وکیل څومره د کار سړی یا ښځه ده.
په کومه ورځ چې ما د وکیل سره ولیدل، په هغه ورځ د صدیق لومړنۍ مرکه وشوه. بېرته چې ماسپښین ناوخته راغی نو مونږ ترې پوښتنه وکړه چې په مرکه کې خاص خاص خبرې څه وي خو هغه کوم زیات معلومات رانکړل. وې ویل "داسې خاص څه خبرې نه وي، فقط دا پوښتنه کوي چې د کوم ځای نه په کومه لاره راغلی یې. که کوم اسناد درسره وي هغه غواړي." ماښام ماته هم خط راغی چې سبا مې لومړنۍ مرکه ده. سهار اوه بجې شاوخوا دېرش تنه هغه کسان چې په دې ورځ یې مرکې وې، د چا اوله او د چا دویمه، او یا ځینې هغه کسان چې مرکې یې بشپړې شوې وې، او نن یې د ځواب تمه لرله، د ايي این ډي دفتر ته وروستل شو. هلته په دروازه کې د ټولو نومونه وکتل شول او بیا هغه کسان چې لومړۍ مرکه یې وه جلا تالار ته، هغه چې دویمه یې وه جلا ته، او هغه چې ځواب ورکول کېده جلا ته یوړل شول. په کوم تالار کې چې زه وم هلته دولس یا دیارلس تنه ول. افریقایان، ایرانیان، افغانان، او یو نیپالی هم پکې و. هماغلته مو سباناری هم وکړ، او د اتو بجو نه کار پېل شو.
دلته د ايي این ډي لخوا د هر تن د مرکې لپاره د هغه د مورنۍ ژبې د یو ترجمان انتظام شوی وي. نو چې د چا ترجمان به راورسېد هغه پسې به افسر راغی او د مرکې لپاره به یې بوتلو. د کومو خلکو چې ترجمانان نه وو رارسېدلي هغوی په انتظار ناست ول. نه پوهېږم چې د پښتو ترجمان به مصروفیتونه زیات ول او که د لیرې ځای نه به راغلی و خو لس بجې راورسېد. لدې امله چې ما پرون د وکیل سره لیدلی و، نو ومې پېژندلو. د هغه د راتګ سره سم یوه ښځینه افسره راغله او زما نوم یې یاد کړ. له عادي روغبړ وروسته مونږ د هغه تالار نه ووتو، لاره کې د یوې بلې دروازې نه هم تېر شو، او بیا پاس چت ته وختو. هلته مو د اتومات ماشین نه یوه یوه پیاله چای د ځان سره واخیست او بیا یو دفتر ته ننوتو.
په چوکیو له کېناستو وروسته افسرې خبرې پېل کړې. د ترجمان په واسطه یې وویل "سهار دې پخیر. نن ته مونږ راغوښتلی یې چې ستا مرکې پېل کړو. نن به ستا لومړۍ مرکه کېږي چې یواځې د لارو، ځایونو، او ورسره تړلیو معلوماتو په اړه ده. دا مرکه دومره مهمه نده، سبا نه بل سبا چې کومه مرکه کېږي هغه ډېره مهمه ده. خو د مرکې له پېلولو مخکې باید زه تاته یو څه معلومات درکړم." دا یو څه معلومات هماغه وو چې ما ډېر پخوا د ايي این ډي په وېبپاڼه او کتابچو کې کتلي وو، د خیریه ادارې نه مې اورېدلي وو، د پولیسو د هغې افسرې نه، او د وکیل نه هم. لکه دا چې ترجمان بې طرفه دی، وکیل تا سره د همکارۍ کولو لپاره دی، که کومه خبره دې نه خوښېږي یا درسره څوک ناسم چلند وکړي د هغې شکایت کولی شې، که د ترجمان په خبره نه پوهېږې مونږ یې بدلوو، که په کومه خبره دې سر نه وي خلاص شوی په اړه یې پوښتنه وکړه، او دا چې هر څه باید ریښتیا ریښتیا ووایې، که کومه خبره دې درواغ راووتله په ټوله قضیه دې منفي اغېز کوي. په پای کې یې پوښتنه وکړه "داسې کومه غوښتنه خو نلرې چې مرکه کوونکی یا ترجمان دې سړی یا ښځه وي؟" زه لومړی په دې پوښتنه پوه نه شوم چې څه مطلب یې دی، نو ترجمان وضاحت وکړ چې"ځینې ښځې غوښتنه کوي چې مرکه دې ترې ښځه وکړي، ځینې سړي غوښتنه کوي چې پوښتنې دې ترې یواځې سړي وکړي. ځکه ځینې خلک ځینې شیان ځینې چا ته ویلی شي خو هر چا ته نه." ښځینه افسرې بیا وویل "هالنډ یوه ازاده ټولنه ده، دلته سړي او ښځې یو شان برابر ګڼل کېږي، نو مونږ دا مشکلات نه لرو. خو کوم خلک چې د بهر نه راځي په هغوی کې ځینې خلک د خپلو کولتورونو او دینونو له مخې داسې مشکلات لري چې ښځې ځینې خبرې یواځې ښځو ته کوي سړو ته یې نه کوي، همدغسې سړي ځینې خبرې یواځې سړو ته کوي. که ته دغسې کومه غوښتنه لرې نو وې وایه."
ما ورته وویل "زه خو د سړو سره کوم مشکل نه لرم، خو که ښځې راسره په څنګ کې زیاتې وي نو ډېر خوشحالېږم. او هسې هم دلته توازن برابر دی، ترجمان سړی دی او مرکه کوونکې ښځه." دواړو وخندل، خو افسرې وویل "ښځینه مرکه کوونکې ډېرې دي، خو ښځینه ترجمانانې نه پېدا کېږي."
د دې ټولو خبرو د یقیني کولو نه وروسته اصلي مرکه پېل شوه.
(ادامه لري)

