د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښکاري (ناول) (لومړۍ برخه)

عبدالهادي حیران 14.12.2010 23:12

په تکه توره تياره شپه او هغې کوټه کې چې ګلاب شاه پکې پروت و داسې معلومېده لکه نړۍ چې د ورانېدو اخري مرحلې ته رارسېدلې وي . دا جلال اباد ته د هغه اولنى راتګ او د ترور په کور کې يې اولنۍ شپه وه. فکر یې وکړ چې د ورځې خو دومره بد حال نه و، دا د شپې څه تندر راپرېوتى دى چې دومره ډېرې ډزې دي. داسې ښکارېده چې د دې ښار خلکو د خوب سره دښمني لرله او يا یې ټولې مرمۍ په همدې نن شپه خلاصول غوښتل. له ځان سره چورت واخیست چې تر سهاره خو به په ښار کې هيڅوک ژوندي نۀ وي پاتې! ډزې داسې ډزې چې هغه په خپل اولس کلن ژوند کې هيچرته نه وې اورېدلې. خواوشا يې په کوټه کې نورو خلکو باندې یو نظر واچاوه نو ټول داسې بېغمه ويده وو چې تا به ويل هيڅ خبره نشته. وې ویل کېدای شي دلته هره ورځ همدا حال وي ځکه یې څوک په کیسه کې نه دي. خو بيا يو بل فکر ورغى. د ورځې يې اورېدلي وو چې دا مخامخ په يو څه واټن کې ښکاره کېدونکې ودانۍ د قول اردو ده.

پوښتنه یې کړې وه چې"قول اردو څه ته ويي؟"

د ترور ځوي یې چې ابراهیم نومېده ځواب ورکړی و چې"دلته عسکر دي... تمرينونه کيي."

فکر يې وکړ چې ښايي دا ډزې په قول اردو کې عسکر کوي. خو د څه لپاره؟ ښايي تمرينونه کوي يا يې چا سره جنګ وي. د ځان سره يې وويل: "که هر څه وي خو سهار به معلومات کوم؛ که دا حال هره شپه وي نو نور نه ايسارېږم." بيا يې ځان ته يو څو ښکنځلې وکړې. د ځان سره یې یو بحث غوندې پېل کړ: "هلکه تا ته چا ويلي وو چې جلال اباد ته راځه؟" بېرته یې ځان ته پخپله ځواب هم ورکړ: "بس دا مې اخري ځل شو بيا به نه راځم. زما دې په نصحاو توبه وي. بس دا نن شپه دې خداى په خېر سهار کړي نو". خو سهار ډېر ليرې و او د هغه سترګو د بندېدو نوم نه اخیسته. خوب دومره ليرې تښتېدلى و چې بېرته راتله يې معلوم نه وو. او شپه چې څومره پخېدله نو ډزې لا پسې زياتېدلې او غټېدلې. شپه د قیامت نه هم سخته وه خو چې تېرېدله نو تېره شوه.

سهار چې يې ترور چاى ډوډۍ په دسترخوان کېښودل نو ورسره يې د ګلاب شاه سترګو ته هم په ځير ځير وکاته او په وارخطایۍ یې ورته وویل: "وه ځويه! دا سترګې دې ولې داسې سرې اوښتې دي...؟"

ګلاب شاه ورته خپلې سرې سترګې نورې هم ورمخامخ کړې او په قهر یې ورته وویل:"سرې دي؟ ښه ده چې چاودلې نه دي ترورې! ټوله شپه مې خوب نه دى کړى... خداى خبر چې څومره خلک به وژل شوي وي.... په ټول ښار کې..."

"په کوم ښار کې؟" دا پوښتنه يې د ترور مېړه وکړه او هغه هم د خپلې مېرمنې په څېر په ځير ځير سترګو ته وروکاته. د ترور ځوى ابراهيم او لور ملغلرې يې هم د مور او پلار په تعقيب سترګو ته ورمخامخ شول لکه څه ناشنا تماشه چې وي.

"په همدې ښار کې... نور په کوم ښار کې! ټوله شپه داسې ډزې وې ته به وى چرته کاپرو حمله کړې ده. بس چې دا چاى وڅکم جامې مې راکه چې ځم"

"ها ها ها ها ها" ټولو په شريکه وخندل. ټول پوه شول چې د شپې یې ډزې اورېدلې دي او ډارېدلی دی.

ابراهیم په طنز وویل:"مورې، ډار شوى دى خوارکی... چرته يې ډزې نه دي اورېدلې."

خو د ابراهيم پلار، چې د ګلاب شاه په حالت يو څه اندېښمن شوى و، وويل: "رښتيا هم د شپې ډزې زياتې وې... د څو ورځو نه چې حاجي شمالي وژل شوى دى وضعه ښه نه ده. په ښار کې ټوله ورځ ټانکونه ګرځي راګرځي. عسکر هم د عادي خلکو نه زیات شوي دي. خداى خبر چې د دې وطن نه به څه جوړېږي. زړه مې وايي چې ايسته پاکستان ته لاړ شو؟"

د ګلاب شاه ترور سمدستي خبره وروګرځوله:"خداى به خېر کي سړيه، اوس واړه مه ډاروه. د روسانو وخت کې پاکستان ته نه يُو ماجر شوي نو اوس به ولې ماجر کېږُو؟ دا ډزې خو دلته هره ورځ يي. مخامخ قول اردو دى، عسکر تمرينونه کيي. چې انګورباغ ته له خېره کډه وېسُو بيا به بېغمه شو."

انګور باغ د دوی د کرایې د کور نه په ښه ډېر واټن کې و، د دولتي قوماندانانو لخوا قبضه شوې ځمکې پکې نوې نوې خرڅې شوې وې او خلکو پکې کورونه جوړول. د ابراهیم پلار هم یو څه پېسې راجمع کړې وې او ځمکه یې پکې رانیولې وه. اوس یې پکې کور هم جوړاوه. دا کور چې لا تر اوسه جوړ شوی نه و، د ابراهیم د پلار او مور د ټولو ستونځو حل و. په ښار کې ګډوډي ډېره وه، دولت د سرزورۍ و، د هر سړي چې هر چیرته وس رسېدو هلته پاچا و؛ نو په داسې حالت کې بدې پېښې کمې نه وې. خو د هرې بدې پېښې لپاره د ابراهیم د پلار ځواب دا و چې "انګور باغ ته له خېره کډه وېسُو بیا به بېغمه شو." که به د ابراهیم پلار کومې پېښې وارخطا کړی و نو بیا به یې مور ویل "چې انګور باغ ته له خېره کډه وېسُو بیا به بېغمه شو." او اوس چې دا خبره بیا رایاده شوه نو په ابراهیم او ملغلرې یو څه خوږه ولګېده. هغوی د پلار نه غوښتنه وکړه چې نن د درس نه راشي نو دواړه دې د ګلاب شاه سره یو ځای انګور باغ ته بوځي. خو ګلاب شاه سمدستي وویل:

"نه انګورباغ ته ځم او نه انارباغ ته، سيدها خپل کور ته ځم."

ابراهیم او ملغلرې دواړو ورپسې وخندل. ګلاب شاه د هغوی نه لږ مشر و خو دواړو ته عجیبه غوندې ښکارېده. پرون ماځیګر رارسېدلی و او په یوه ورځ کې له ډاره زیړ اوښتی و. د هغه خبرې ورته هم ناشنا او بل ډول ښکارېدې. لدې مخکې هغوی "سیدها" توری نه و اورېدلی. داسې نور هم ډېر شیان وو چې مخکې یې نه وو اورېدلي؛ هغوی غوښتل چې زیاتې خبرې ورسره وکړي او ښه ډېر ورپسې وخاندي.

ترور یې په حیرانۍ ورته وویل:"کور ته څنګه ځې؟ ايله پرون خو راغلى يې. مور دې راته ويلي چې ګلاب له په جلال اباد کې ښځه وګوره. صبر وکه چې څو شپې خو تېرې شي. ښه ښېسته جلۍ درله ګورم".

دې خبرې ګلاب شاه ته جلال اباد ته د هغه د راتګ هدف وریاد کړ. د کور نه چې راروانېده نو مور يې ورته پټ ويلي وو "چې لاړ شې په دې بانه به ملغلره هم ووينې. که خوښه دې شوه بيا يې درته غواړم. که هغه دې خوښه نه شوه بيا چې بېرته راځې د کونړ په لاره به راشې او نرنګ کې به دې د بلې ترور کور ته ستون شې. هم به دې ترور خوشاله شي هم به په دې بانه زرينه ووينې. که خوښه دې شوه هغه درته غواړم." زرینه یې په نرنګ کې د بلې ترور نوم و.

په زړه کې دننه دې خبرې ته فکر یوړلو چې مور ته به څه وايي، چې ملغلره یې خوښه شوه که نه. خو د دې لپاره چې ترور يې ورباندې پوي نه شي، زر يې وويل:

"بس يوه شپه مې دلته وکړه... يوه شپه نرنګ کې کوم او سبا کور ته ځم."

ترور يې خبره واورېدله خو څه ځواب يې ورنکړ، ځکه ابراهيم او ملغلره مکتب ته روانېدل او مېړه يې بازار ته په خپل کار پسې واته. نو د هغوى په رخصتولو بوخته شوه. په همدې وخت کې معلومه شوه چې بېرون په کوڅه کې ډېر عسکر ولاړ دي او ټولې لارې يې بندې کړې دي، هيچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. د ترور مېړه یې د کور له دروازې ورووت چې وګوري څه کیسه ده. درې څلور عسکر په خپلو برګو درېشیو کې د سپکو او درنو وسلو سره د دروازې نه څو قدمه اخوا ولاړ وو. يو عسکر ورته وويل چې په قول اردو کې د قران شريف ختم دى او صدراعظم صېب پکې د ګډون لپاره راروان دى، د هغه لپاره امنيت نيول شوى دى. عسکر امر ورکړ چې هيڅوک بايد له کوره بېرون ونه ووځي. دې کار د ټولو پلانونه ګډ وډ کړل. مکتب پاتې، کار پاتې او ګلاب شاه خپل تګ هم زړه نا زړه وځنډاوه. د څنګ ته نورو کورونو نه هم خلک له دروازو راوتل خو د عسکرو لخوا ورته بېرته د ننوتو امر کېده. دې خبرې د ګلاب شاه په وارخطا حالت نور هم بد اغېز وکړ، خو بله هیڅ لاره نه وه پرته له دې چې په کوټه کې کرار کېني. د ترور کورنۍ یې هم ورسره هماغلته راټوله شوه. چې کله ټول کېناستل نو ترور یې د خپل مېړه نه پوښتنه وکړه چې څه کیسه ده. هغه ځواب ورکړ:

"په قول اردو کې د څه مودې راسې عسکرو د قران شریف ترجمه کوله. نن یې لکه چې ختم دی. حکمتیار ورته راغلی دی. خدای دې خېر وکي چې ډز ډوز ونشي. د شمالي د مرګ نه وروسته په ټول ننګرهار کې جګړې جوړې شوې دي، که دی هم پکې مړ شي نو غویمه به غټه شي."

ګلاب شاه په زړه کې وویل دا عجیبه خلک دي د قران شریف په ختم کې هم ډز ډوز کوي. یو ځل یې بیا زړه وکړ چې ترور ته ووايي "جامې مې راکه چې ځم،" خو بېرته یې فکر وکړ چې د ابراهیم او ملغلرې د خندا کېږي. نو غلی کېناست، یو دېوال او بل ته یې خالي خالي کاته پېل کړل. د څو لمحو له چوپتیا وروسته یې ترور ترې په کرار پوښتنه وکړه:"نرنګ ته د حليمې کره ځې؟"

ګلاب شاه چې لا یې هم زړه پړسېدلی و، بیا په قهر ځواب ورکړ:"هو، نور نو هلته څوک دي چې ورشم!"

"ښه ده چې لاړ شې هغه به خوشاله شي، هر وخت ګيله کيي چې څوک راکره نه راځي. که دا لاره خرابه نه واى زه هم تلم... ډېر وخت وشو چې نه مې ده ليدلې." د کشرې خور په رايادېدو يې غږ ژړغونى شو. د زړوکي یو پلو یې راکش کړ او پوزې ته یې ونیو. د ګلاب شاه نه خپل حالت هېر شو او د ترور په ژړغوني کېدو یو څه خفه او پښېمانه شو. زر يې وويل "په دې کې څه خبره ده! ځه چې ځو زه به دې بوځم. که لاره خرابه ده نو مونږ پېده خو نه ځو، په موټر کې ځو."

ترور يې خپل مېړه ته مخ واړاوه او په داسې انداز یې ورته وکاته لکه اجازه غواړي چې لاړه شي که نه. هغه د خپلې مېرمنې په ژړغوني کېدو او دې ناڅاپي غوښتنه وارخطا غوندې شو. په زړه کې یې وویل چې اوس په ژړا نشي، خو ښکاره یې ورته وويل "ګوره ښځې، دې وخت کې څنګه نرنګ ته ځې؟ لارې خرابې دي، ځاى په ځاى چُور او تالان ګډ دى، او دا کور چا ته پرېدې؟"

اوس د ټولو د وارخطايۍ نوبت و؛ د ګلاب شاه ترور ریښتيا په ژړا شوه. د مېړه رنګ يې د ډېرې غوسې نه سُور واوښت خو څه يې ونه ويل. د مخه يې څو کرته خپلې ښځې ته ويلي وو چې د سر ويښته يې د هغې په وړه وړه خبره ژړا سپين کړي دي. خو د هغې پوخ عادت و چې ښه به خوشحاله وه، ښې خبرې به يې کولې، يو بحث به روان و او ناڅاپه به په يوه خبره په ژړا شوه. دوه درې ځل يې مېړه په دې وهلې هم وه، خو اخر قانع شو چې عادت نه بدلېږي نو بيا يې زړه ته صبر ورکړ. کله کله به داسې وشو چې د هغې غوښتنه به يې ومنله نو بيا به غلې شوه، اوښکې به يې پاکې کړې، خو دا غوښتنه يې د هغه په نظر کې د منلو نه وه. اوس څنګه دا کور او هر څه پرېږدې او نرنګ ته ځې؟ خو د خپلې ښځې د غلي کولو لپاره يې ورته وويل:

"ځه ښه ده چې ته خامخا ځې نو څو ورځې صبر وکه د انګورباغ په کور کې لږ کار پاتې دى چې هغه پوره شي نو يو دوه ورځو له به ټول لاړ شو. اوس چې ته ځې دا کور شړ پاتې کېږي او چې زه درسره ځم هلته کار نيمګړى..."

د هغه خبره لا سر ته نه وه رسېدلې چې بهر ډزې او درزهار شو. د ګلاب شاه رنګ زيړ واوښت او سترګې يې سپينې سپينې راووتلې. ملغلرې او ابراهيم چې ورته وکاته نو پټ پټ په خندا شول خو ډزې يو ناڅاپي دومره زياتې شوې چې د هغوى نه هم وار پار خطا شو. ترور يې ژړا پرېښوده، زر زر يې ابراهيم او ګلاب شاه د لاسونو نه ونيول. ملغلرې د خپل پلار نه لاسونه تاو کړل او ټول د کوټې په يو ګوټ کې د ځمکې لاندې د پناه لپاره جوړې شوې زیر زمینۍ ته کښته شول. ګلاب شاه لپاره د ډزو نه دا زیر زمیني زياته خطرناکه وه؛ ځکه چې هغه تر ډزو زیات له مارانو او لړمانو ویرېده. لاندې چې کښته شول په زیر زمینۍ کې رڼا نه وه؛ ګلاب شاه یو دېوال ته ډډه ووهله. خبرې یې پېژندلې چې د چا دي خو دا اندازه ورته نه کېدله چې څوک کومې خوا ته ولاړ دي.

په زیر زمینۍ کې یې د لږې شېبې له تېرولو وروسته ارمان وکړ چې کاشکې یا پخپله په غوږونو کوڼ وای او یا یې ترور په ژبه ګونګه وای. ترور یې په دې خاطر ورسره خبرې کولې چې ونه ډارېږي خو د هغه په سر بې خوبۍ، ستړیا، وېرې، او وارخطایۍ دومره درد راوستی و چې د ترور خبرې یې پرې د توپ د ډزوپه څېر لګېدې. څو دقيقې وروسته چې ډزې کرار کرار په کمېدو شوې نو دوى بېرته کوټې ته وختل. ابراهيم او ملغلرې، چې نيم ژوند يې په دې زیر زمینۍ او د ډزو په باران کې تېر کړى و، کوټې ته په راختو بېرته خندا پېل کړه. خو د ګلاب شاه په سترګو کې نور د غړېدو توان نه و؛ نو څنګه چې په ځمکه خوره توشکه پرېوت ځاى په ځاى ويده شو.

 

×××

 

د ګلاب شاه پلار نادرشاه چې په ښه او بد پوه شوى و ځان يې د کونړ ولايت د نرنګ په ولسوالۍ کې ليدلى و؛ خو خداى بښلي پلار یې (د ګلاب شاه نیکه) ورته ويلي وو چې اصلاً د ننګرهار دي. نادر شاه هغه وخت دومره غټ نه و چې ځان یې په ټولو جزییاتو پوه کړای وای خو د پلار نه یې دومره کیسه اورېدلې وه چې د هلکوانۍ په عمر کې يې په کلي کې د لاسه څوک مړ شوى و؛ په دغې وجه د کور نه تښتېدلى او نرنګ ته رارسېدلى و. په نرنګ کې يې ډېره موده د يو چا سره کار کاوه، بيا يې هماغلته واده کړى و او کور يې جوړ شوى و. د نادرشاه دوه خويندې وې چې مشره يې واده شوې په نواباد کې وه خو اوس په جلال اباد کې اوسېدل، او دويمه په نرنګ کې وه. په افغانستان کې د ثور انقلاب د راتګ نه څو کاله مخکې د نادرشاه پلار په نرنګ کې مړ شو او د هماغه وخت نه يې اراده وکړه چې نور به د دې ځای نه بلخوا ځي. څلور پنځه مياشتې وروسته يې خپله ښځه او ماشوم ځوی د ځان سره کړل او د باجوړ په لور یې حرکت وکړ. د پخوا نه یې په ناوه ګۍ کې يو سړى پېژانده؛ هغه يې ډېر ولټوه خو پېدا يې نه کړ. بالاخر يو سړي په خپله کلا کې کوټه ورکړه او خپلو پټو کې يې ځان سره په کار ولګاوه. يوه مياشت وروسته ورته احساس وشو چې د ناوه ګۍ نه خو نرنګ ښه و، نو د هغه ځاى نه یې د پېښور لاره معلومه کړه او څه موده وروسته هلته ورسېد. پېښور نه د سرپناه او رزق په لټون کې صوابۍ ته ورسېدل، بيا مردان ته لاړل او اخر هريپور ته.

هریپور ته د مردان نه یو داسې سړي د ځان سره بوتلی و چې په دواړو سیمو کې یې جایدادونه لرل. نادرشاه د ښار سره نږدې په یوه مېره کې د یو سړي سره کار کاوه؛ د هریپور دا سړی هلته د یو څه ځمکې د  اخیستلو لپاره تلی و او هماغلته یې نادرشاه لیدلی و. هغه نادر شاه ته وویل "زه د یو داسې چا په لټون یم چې زما یو باغ وساتي. په باغ کې دننه کور شته، هغه د اوسېدو لپاره ورکوم. تنخوا هم ورکوم او نور کارونه هم شته." نادرشاه ته "باغ، کور، تنخوا، او نور کارونه،" دا هر څه ډېر ښه ښکاره شول نو لاس په لاس ورسره روان شو.

د دغه سړي باغ د هري پور د ښار نه دوه کيلو ميتره ليرې په یوه شنه سیمه کې و. د باغ نه یو ټیټ دېوال چاپېر و. دننه پکې یو کوچنی کور و چې نادرشاه پکې کډه واړوله. نور د نادرشاه او د هغه د کورنۍ کار دا و چې دا باغ وساتي، اوبه ورکړي، واښه ترې ورېبي، او د دې هر څه ترڅنګ که ځان ته نور څه کارونه پېدا کولی شي نو هغه دې هم کوي. په پېل کې دا هر څه د نادرشاه لپاره ډېر ناشنا وو. خلکو بله یوه ناشنا ژبه ویله، کړه وړه یې بدل وو، او لارې کوڅې ډېرې پیچلې وې. د باغ څښتن په پښتو خبرې کولې خو هغه به چیرته کله کله راتللو. د لومړنیو څو میاشتو پر مهال یې څو ځل زړه وکړ چې بېرته د مردان یا پېښور په لور لاړ شي، خو بیا به یې څو میاشتې نور صبر ته واړوله او دغسې پرې خبره تر کلونو ورسېدله. خو حالت یې هغسې پاتې نه شو چې پخوا و. د وخت په تېرېدو د دې نوې ژبې سره  اشنا شو، لارې کوڅې یې وپېژندلې، او زړه یې ولګېدو. په دې کلونو کې یې نور بچي هم وشول. د هغه اصلي دنیا د باغ دننه جوړه شوې وه؛ هماغلته یې ښځه او بچي وو، ټول به د باغ په کارونو کې بوخت وو، ورځ هماغلته، نو شپه هم پکې دننه. کومو خواوشا خلکو چې پېژندلی و نو کله کله به چا د ځان سره د نورې مزدورۍ لپاره بوتلو. دغې مزدورۍ د هغه لاس ته یو څه نورې پېسې راوړلې او هم دغه به هغه وخت و چې هغه به په باغ کې دننه د خپلې دنیا نه بېرون وتلو. دغه وخت ورته دا ژوند تر پخوا ډېر ښه ښکاره شو. کله کله چې به یې د ورځې کار ونکړ او ارام به و نو د شپې به یې فکر وکړ چې د کوم ځای نه کوم ځای ته ورسېد. په نرنګ کې یې د هريپور نوم نه و اورېدلی. خو پخوا یې د کوم هوښیار مشر نه اورېدلي وو چې په حرکت کې برکت وي. فکر یې کاوه چې که ناوه ګۍ ته نه وی تللی هریپور ته نه رسېدلو. کله کله به د نرنګ ژوند ور په زړه شو: کلی، ګاونډیان، تګ راتګ. کله کله به یې خویندې هم ورپه زړه شوې. هم دغه دوه خویندې یې وې چې هلته یې پریښې وې. خو بیا به سوچ ورغی چې بخت بخت دی، په کومه خوا چې یې یوړې خلاصی ترې نشته. د ځان سره به یې وویل که ژوند و بخت به بیا هم هغه خویندې ورسره مخامخ کړي. "ټول عمر خو به په دې هریپور کې نه یم پروت، چې لږه مو ورځ ښه شي بېرته به ځم. وطن بیا هم وطن دی."

په همدې وختونو کې يوه ورځ د باغ څښتن دوه کسان راوستل، په باغ يې وګرځول او بيا يې رخصت کړل. نادرشاه پوه نه شو چې د څه لپاره يې راوستي دي خو پوښتنه يې هم ونه کړه. د مېلمنو له رخصتېدو وروسته د باغ څښتن لږ ساعت د نادرشاه سره ايسار شو او د حال احوال پوښتنه يې ترې وکړه.

نادرشاه ورته وویل:"د خداى شکر دى صیب، په خېټه ماړه او په تن پټ یو، نور د خدای نه هیڅ نه غواړو."

د باغ څښتن ترې پوښتنه وکړه:"د خپل وطن باجوړ نه کله کله خبرېږې؟" د هغه دا فکر و چې دوی د باجوړ دي؛ ښايي نادرشاه ورته چیرته د باجوړ یادونه کړې وه او د هماغه ځای نه د هغه په ذهن کې دا خبره پرېوتې وه چې باجوړی دی. نادرشاه ځواب ورکړ:

"زمونږ وطن باجوړ ندی صیب، مونږ د افغانستان یو."

هغه ورته په حیرانتیا وویل:"د افغانستان ؟". نادرشاه د هغه دې حیرانتیا لږ وارخطا کړ. فکر یې وکړ هسې نه چې د کوم مشکل سره مخ شي. پخوا يې د چا نه اورېدلي وو چې افغانستان او پاکستان د پښتونستان د مسئلې په سر څه جنجال لري او پنجابيان په دې جنجال کې د افغانستان سره جګړې کولو ته هم تیار دي. هغه د افغانستان او پاکستان د سیاستونو نه خبر نه و، په ژوند یې چیرته رادیو نه و اورېدلی، او نه ورته په دې اړه زیات جزییات معلوم وو. خو دغه د جنجال یو څه سرسري خبره یې اورېدلې وه. هغه وخت یې لږ چورت وهلی و چې دا پښتونستان به چیرته وي. خلکو به یې یو ځای بل ځای نوم یاداوه خو سر یې نه و خلاص شوی چې په کوم ځای کې دی. فکر یې کړی و ښايي د افغانستان او پاکستان په څېر کوم وطن به وي. یا ښايي د همدې پاکستان نوم پښتونستان وي. نو په زړه کې یې لږه وېره پېدا شوه چې هسې نه دا سړی ورته څه جنجال جوړ کړي. خو یو ځل یې خبره کړې وه نو اوس ورسره هیڅ لاره نه وه پاتې چې ووايي "نه، د افغانستان نه یم، د باجوړ یم." په زړه کې یې وویل که خپله خبره دومره زر بدله کړي نو کېدای شي چې جنجال ښه پسې زیات شي. نو غلي غوندې يې وويل "هو صېب، افغانستان زمونږ وطن دى."

د باغ څښتن يوه شېبه په چورت کې لاړ او بيا يې وويل " ته لکه چې خبر نه يې؟"

"نه صېب، خداى دې خېر کي، څه چل شوى دى؟"

"افغانستان ته روسیان راغلي دي او ستا وطنداران ټول دلته راروان دي. ځاى په ځاى کیمپونه جوړ شوي دي... د امريکې او سعودي نه د امدادونو سېلاب راروان دى. غنم، غوړي، بړستنې، کجورې، چیني، دال، او هر شى راروان دى. خلکو مُفتې مزې وکړې. کوم کیمپ ته ځان ورسوه او داسې مه وايه چې پخوا راغلى يم. وايه اوس مې کډه راوړه، په خېټه به موړ شې."

په تلو تلو کې يې د هريپور د کمپ لاره هم وروښودله.

د نادرشاه لپاره دا خبرې لا زياتې عجيبه او د حېرانتيا وړ وې. روسان افغانستان ته ولې او کله راغلي؟ خلک پاکستان ته ولې راروان دي؟ امريکا او سعودي ولې دومره شيان ورکوي؟ په دې يوه خبره هم د هغه سر نه خلاصېده. اول ورته داسې ښکاره شوه لکه د باغ څښتن چې څه ریشخند ورپسې وهي. خو هغه ښه ریښتونی سړی معلومېده او مخکې یې کله ورپسې داسې ریشخند نه و وهلی. د ځان سره یې وویل "د باغ لپاره به یې بل څوک پېدا کړی وي، ما به ترې وباسي." خو بیا یې فکر وکړ چې که وباسي یې نو د دې لپاره داسې ریشخند ته څه اړتیا خو نشته. هغه د باغ څښتن دی او بې له کوم دلیله ورته ویلی شي چې کډه دې واخله او ځه.

کور ته چې لاړ دا ټوله کيسه يې خپلې ښځې ته وکړه خو هغې ورسره علاقه ونه ښوده. د شپې یې له ډېرو فکرونو چورتونو وروسته پرېکړه وکړه چې یو ځل باید ورشي او وګوري. سبا سهار يې د هريپور د کمپ لاره ونيوله او هر څه يې په خپلو سترګو وليدل. خلکو په وچ ډاګ کې خېمې وهلې وې او داسې معلومېده چې ټول افغانستان راخوځېدلى دى. د لیرې لیرې نه یې لږه لږه ننداره وکړه، ځان یې په کیسه پوه کړ، او بېرته کور ته لاړ. بله ورځ د ښځې بچو سره ورغى او د يو څه کوښښ نه وروسته يې راشن کارت ترلاسه کړ. او هماغلته په یو ډاګ کې يې د نورو خلکو سره خېمه ووهله. په اوله ورځ ورته معلومه شوه چې ځینې خلک په ډاګ کې د ځایونو نه ساحې تاوهي او د ځان او خپلوانو لپاره یې ساتي. نادرشاه ته په هریپور کې خپل ژوند ښودلې وه چې که دلته دغومره ځای څوک په واک کې ولري نو څومره ارزښت لري. په هماغه ساعت یې د هغه باغ چې تراوسه پورې یې ساتلو په اندازه د یوې ساحې نه تیږې تاو کړې چې بل څوک پکې خېمه ونه وهي. ښځې ته يې وويل:

"څو ورځې به دلته تېرې کړو که خوند يې و ډېره ښه، که نه و بېرته به خپل باغ ته ځو." ښځې ته یې دا هر څه یوه ټوکه ښکارېده، خو ډېرې ورځې وروسته یې پښتنې ښځې او واړه لیدلي وو نو ورته خوشحاله وه. د هغې زړه صبر نه کاوه چې د نورو خلکو خېمو ته ورشي او د ښځو سره په خپله ژبه کې خبرې وکړي، د خپل وطن حال احوال معلوم کړي، ځان پوه کړي چې څه چل شوی دی چې دومره زیات خلک رامات دي. نو په ډېر لږ وخت کې یې ډېرې ښځې ولیدلې او د تېرو څو کلونو نه یې چې څومره خبرې په زړه کې ایسارې پاتې وې هغه ټولې یې وکړې. همدلته یې د افغانستان د ځینو داسې ځایونو خلک ولیدل چې په نرنګ کې یې ورله نومونه هم نه وو اورېدلي. خو د خپل مېړه د لارښوونې لاندې یې په دې یوه خبره کې احتیاط وکړ چې چاته یې ونه ویل چې مونږ مخکې نه په هریپور کې اوسېدو.

د څو ورځو په تېرېدو نه یواځې نادرشاه ته بلکې ښځې ته یې هم معلومه شوه چې د کمپ خوند زيات دى. د یو راشن کارت په لاس ته ورتللو سره د موادو بهیر پېل شو. د غوښو نه تر غوړو او کجورو، کوم شی و چې دې کمپ ته نه راتللو؟ خو نادرشاه اوس هم دې معاملې ته فکر اخیستی و چې دا هر څه ولې کېږي. بیا به یې پرېکړه وکړه چې ښه خبره په خوله لاس ایښودل دي، په کرار کرار به پوه شي چې معامله څه ده. خو ډېرې ورځې نه وې تېرې شوې چې یوې تېروتنې د یو غټ جنجال سره مخ کړ. یوه ورځ کمپ ته يو هندکو ژبه ويونکى افسر راغلى و او له مهاجرينو يې پوښتنې کولې. نورو مهاجرينو په پښتو او درۍ ځوابونه ورکول خو ده په ماته ګوډه هندکو کې ځواب ورکړ. هغه افسر پرې شکي شو. پوښتنه يې ترې وکړه:

"ته د وطن نه کله راغلى يې؟"

"پنځلس شل ورځې وشوې صېب"

"نو دا هندکو دې چېرته زده کړه؟"

نادرشاه پوه شو چې ځان یې په جنجال واړاوه. د هغه په فکر کې دا خبره نه وه چې د دې ډول پوښتنې سره به مخ کېږي. د هغه هندکو دومره ښه نه وه خو په دې خاطر یې د ویلو کوښښ کړی و چې د افسر په نظر کې به معتبر شي، او ښايي زیات څه په لاس ورشي. خو چې اوس په دې ناڅاپي پوښتنه کې ګېر شو نو د افسر شک پرې زیات شو. هغه یو نظر اخوا دېخوا واچاوه او بیا نېغ د نادر شاه د خېمې په لور روان شو.

(ادامه لري)