د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جنت کې مسافر (اخري برخه)

عبدالهادي حیران 06.12.2010 08:36

څه موده وروسته مې د وکیل سره هم ولیدل او په دې مرکه کې چې کومې څو وړې وړې غلطۍ شوې وې هغه مو سمې کړې. په دې موده کې زما د کوټې نیپالی ملګری امسټرډام کې د کار په لټون وتلی و او په اونۍ کې یو ځل به بېرته راتللو. په هر دایمي کمپ کې دا اصول دي چې که څوک بل چیرته تلل یا اوسېدل غواړي نو ستونځه نده خو په اونۍ کې یو ځل به په یوه ټاکلې ورځ حاضري لګوي. شریف الله او ساجد نه یواځې پخپله بلکې ما او ځینو نورو افغانانو چې په دې منطقه کې اوسېدل هم ورسره د کار لپاره لټون وکړ خو څه خوند یې ونکړ. چا به ویل "یره نن سبا کارونه نشته." چا به ځواب راکړ "یره د اروپا اوس هغه پخوانی خوند ندی پاتې." چا به راته وویل "که اسناد او قبولي نه لري ژوند دې نه خرابوي. کارونه نشته." د شریف الله او ساجد سره دا فکر و چې نن دی که سبا دی د دې کمپ نه یې وباسي او که کار ونلري نو بیا به نه د ویده کېدو لپاره ځای پېدا کولی شي نه د خوړو لپاره ډوډۍ. یوه ورځ ورپسې د همدې خبرې لپاره خط راغی. په خط کې لیکل شوي ول چې یو سړی به تاسې سره د مرکې لپاره کمپ ته درځي. څو ورځې وروسته هغه سړی راغی. زه د ترجمانۍ لپاره ورغلم. دا د ايي این ډي سره د مربوطې یوې ادارې کارکوونکی و. ورته وې ویل چې تاسې ته ايي این ډي او لومړۍ محکمې منفي ځوابونه درکړي دي او اوس ستاسې وکیلان غواړي چې قضیه مو دویمې محکمې ته یوسي. دویمه محکمه عموماً د موجودو دلیلونو پر بنسټ منفي ځواب ورکوي. نو که دویمه محکمه منفي ځواب درکړي، بیا تاسې اته ویشت ورځې په دې کمپ کې اوسېدلی شئ. د اته ویشتو ورځو دننه باید په خپله خوښه خپل وطن ته ستانه شئ. که خپل وطن ته لاړ نشئ د دې کمپ نه ویستل کېږئ او حکومت درسره نور په هیڅ شي کې مرسته نه کوي. ساجد په دې ټوله ناسته کې غلی و، هیڅ یې نه ویل. ښايي اکټ یې کاوه چې په هیڅ نه پوهېږي او د دنیا ومافیها نه ناخبر دی. خو شریف الله ورته وویل "زه په افغانستان کې ستونځې لرم، بېرته نشم تللی. ډېرې پېسې مې لګولې دي او سختې مې تېرې کړې دي."

د ايي این ډي استازي ځواب ورکړ "ته په دې نه یې توانېدلی چې په افغانستان کې خپلې ستونځې په ثبوت ورسوې. په همدې دلیل ايي این ډي او محکمې منفي ځواب درکړی دی. دا چې تا پېسې لګولې دي او سختې دې تېرې کړې دي د خفګان خبره ده خو د دې دلیل ندی چې د هالنډ حکومت تا ته دلته د اوسېدو اجازه درکړي او یا دې مالي مرسته وکړي. یواځې په هغه صورت کې چې تاسې خپل وطن ته ستنېدل غواړئ ايي او ایم درسره یو څه مالي مرسته کولی شي، خو که خبره هغه وخت ته ورسېدله چې د دې کمپ نه مو وباسي نو بیا درسره ايي او ایم هم ښايي مرسته ونکړي."

هغه لاړو، وروسته دوه خطونه نور راغلل چې ورسره هغه معلوماتي کتابچې هم وې چې ما په تراپل کې ژباړلې وې. په دې کتابچو کې لیکل شوي ول چې تاسې ته منفي ځواب درکړل شوی دی او محکمه هم ښايي منفي ځواب درکړي نو باید د هالنډ نه خپل وطن ته د تګ لپاره چمتو واوسئ. دې خطونو د شریف الله او ساجد اندېښنې نورې پسې زیاتې کړې. یوه ورځ شریف الله وویل "ماته یو چا مشوره راکړې چې وکیل بدل کړم. ته ما سره لږ لاړ شه چې دا وکیل بدل کړو. ټول کار په وکیل کې دی." زه ورسره د هغې ادارې دفتر ته لاړم چې په دې ډول کارونو کې د مهاجرینو سره کومک کوي. هلته شریف الله وویل چې زه د خپل وکیل د کار نه مطمین نه یم. هغوی مشوره ورکړه چې په دې وخت کې د وکیل بدلول ښه خبره نده، خو شریف الله په هر صورت د هغه بدلول غوښتل نو هغوی یو څو تلیفونونه وکړل او بیا یې وویل "سمه ده، ستا د زاړه وکیل نه مو قضیه راخلاصه کړه. اوس یې بل وکیل ته لېږو، هغه به یې ګوري او بیا به پرېکړه کوي چې مسوولیت یې په غاړه واخلي که نه. ډېر زر به مونږ په دې اړه نور معلومات درولېږو."

خو مخکې د دې نه چې د هغوی معلومات راشي د شریف الله ذهن بدل شو. هغه په وطن کې ښځه بچي لرل چې د مالي مشکلاتو سره مخ ول. دلته یې هیڅ کار نه لرلو. خبره دې ته ورسېدله چې ټوله شپه به خوب نه ورتللو، تر سهاره به د کمپ مخې ته په سرک کښته او پورته تللو او سګریټ به یې څښل. سهار به چې ما ولیدلو نو سترګې به یې سرې سرې راوتلې وې. ناراستي پرې دومره زور شوې وه چې نه یې کالي وینځل، نه به حمام ته تللو. هر وخت به په سوچونو کې ډوب و، په دې نه پوهېده چې څه وکړي. ما بیا هم دې ته تشویق کړ چې وطن ته لاړ شي. ورته ومې ویل "ګوره، د خلکو په خبرو پسې مه ګرځه، او تاوان د ژوند برخه ده، تاوان دې کړی دی خو اوس صحت هم له لاسه ورکوې. که وطن ته لاړ شې په خپل کور کې به د خپلو بچو سره یې. یو څه کار به پېدا کړې، لږه وي که ډېره د دې بې کارۍ او فکرمندۍ نه به ښه وي."

نو یو ځل بیا یې د تللو پرېکړه وکړه. ما بیا د ايي او ایم دفتر ته زنګ وواهه او وخت مو ترې واخیست. په ټاکلي وخت ورغلو، د ايي او ایم افسر راته بیا ټول پروسیجر تشریح کړ. په پای کې یې وویل "تر هر څه لومړی باید ته د افغانستان کونسلګرۍ ته لاړ شې او یو سفري سند راواخلې تر څو سفر پرې وکړای شې." ژمنه یې وکړه چې په کونسلګرۍ کې به راته هغه په خپله وخت واخلي او بیا به مونږ ورشو. په همدې مو هوکړه وکړه. په سبا یې راته زنګ وواهه چې په کونسلګرۍ کې یې وخت اخیستی دی. په کومه ورځ چې یې وخت اخیستی و په هغه ورځ سهار وختي زه او شریف الله د هیګ ښار ته روان شو.

دا نو نور ښه د یخنۍ موسم و او په هالنډ کې لومړنۍ واوره شوې وه. مونږ چې د کمپ نه سهار اوه بجې وتلو دغه وخت هم واوره ورېدله. مونږ د وخت نه لږ مخکې وتلي وو چې که یو اورګاډی رانه په کوم ځای کې تللی وي چې بیا هم په وخت ورسېږو. فکر مو کړی و چې د واورې له امله ښايي د بس لاره هم بنده وي. همدغسې یو څه کوچني مشکلات ول خو بیا هم مونږ په ټاکلي وخت په هیګ کې د افغانستان کونسلګرۍ ته ورسېدو. د کونسلګرۍ د کوچنۍ دروازې دپاسه د افغانستان په رازوړند بېرغ مو سترګې ډېرې خوږې شوې. شریف الله فکر کاوه چې د کونسلګرۍ په دروازه به پولیس ولاړ وي، تالاشیانې به کېږي، اسناد به کتل کېږي، خو ما ورته وویل "دا پاکستان ندی، هالنډ دی."

د دې کوچنۍ کونسلګرۍ دروازه د هالنډ د یو عادي کور په څېر وه. مونږ بې پوښتنې ورننوتو؛ دننه یو کوچنی غوندې تالار و چې دننه خوا ته یوې کوټې ته یې کړکۍ ماته شوې وه. د کړکۍ مخې ته څو تنه مراجعین ولاړ ول چې یوې هالنډۍ ژورنالستې پکې سمدستي زه وپېژندلم. هغې سره ما په کابل کې څو میاشتې مخکې لیدلي ول او بیا مو وخت په وخت د ډېرو شیانو په اړه خپل نظرونه شریک کړي ول. هغه د افغانستان د ویزې اخیستلو لپاره راغلې وه او راته وې ویل چې دا ځل د پوره یو کال لپاره ځي. په نورو مراجعینو کې دوه تنه افغانان او یوه بله ښځه وه. یوه د نانځکې په څېر غونډه مونډه پېغله انجلۍ په یوه چوکۍ کرار ناسته وه، خو یوه لمحه وروسته راپاڅېده او شریف الله ته یې وویل "زما په ګومان ته به شریف الله یې؟ زه د ايي او ایم لخوا راغلې یم. د تېر نیم ساعت نه درته انتظار کوم." مونږ ورسره ستړي مشي وکړه او بیا مې ورته وویل چې مونږ ته کوم وخت ښودل شوی و په هغې مو ځان رارسولی دی. هغې چې زمونږ کاغذونه وکتل نو وې ویل "هو، اصلاً زما د دفتر ملګرو غلطي کړې ده. ماته یې نیم ساعت مخکې وخت ښودلی و."

د سرسري خیر خیریت پوښتلو وروسته هغې مونږ د جنرال قونصل دفتر ته وروستو. جنرال قونصل یو ځوان هلک و چې دفتر ته زمونږ په ورننوتو یې راسره کلکه ستړي مشي وکړه او بیا یې خپله چوکۍ پرېښوده، راغی او مونږ سره یو ځای کېناست. د ايي او ایم استازې ورته اسناد او د طیارې ټکټونه ورکړل او شریف الله ته په اشاره یې وویل چې دا ځوان بېرته افغانستان ته تلل غواړي. هغه د شریف الله نه پوښتنه وکړه "په خپله خوښه ځې؟ کوم فشار خو درباندې نشته؟" شریف الله ځواب ورکړ "هو، په خپله خوښه ځم." هغه اړوندې فورمې زر زر لاسلیک کړې او وې ویل "ښه سفر درته غواړم، د افغانستان په ژوند کې چې کومه مزه ده دلته نشته."

دا جنرال قونصل چې وروسته یې مونږ ته خپل نوم فرهاد راوښود ډېر خوش اخلاقه او کار کولو والا ځوان و. وروسته یې مونږ سره ډېر ګپ هم ولګولو. ما په پېل کې فکر کاوه چې ټوله خوش اخلاقي او دا تېز کار یې د دې نانځکې انجلۍ په خاطر دی. خو مونږ لا هماغلته ناست وو چې ځینو نورو مراجعینو له یې هم په ډېره خوش اخلاقۍ او ښه طریقه کارونه خلاص کړل. وروسته چې مونږ د کونسلګرۍ نه بېرون راووتلو نو یو افغان تن چې کونسلګرۍ ته د پاسپورټ  اخیستلو لپاره ورغلی و راسره په بس کې ملګری شو. د هغه نه مې پوښتنه وکړه چې د کونسلګرۍ کارونه څنګه دي. وې ویل "پخوا پکې ناراستي او فساد زیات و. هیڅ کارونه نه کېدل او خلک ترې خوشحال نه وو. خو دغه نوی هلک چې راغلی دی کارونه ډېر ښه شوي دي."

د افغانستان د کونسلګرۍ په څېر د ايي او ایم کارونه هم تېز ول. مونږ فکر کاوه چې د شریف الله په بېرته تګ کې به لږ تر لږه شل ورځې وخت خو لګېږي. مګر هغوی ورته د راتلونکې سې شنبې د ورځې ټکټونه ورکړل او ورته وې ویل چې خپل ځان دې د هالنډ نه راغونډ کړي. شریف الله چې ټکټونو ته وکاته نو لږ په چورت کې شو او بیا یې وویل "که دا ټکټونه د چارشنبې ورځې ته بدل شي نو ښه به وي. زه د سې شنبې په ورځ تلل نه غواړم." زه او هغه نانځکه انجلۍ دواړه حیران شو؛ پوښتنه مې ترې وکړه چې د سې شنبې په ورځ څه مشکل دی. هغه ځواب راکړ "یو مشکل شته بیا به یې درته وروسته ووایم." ما خپل ذهن وزغلاوه چې مشکل یې معلوم کړم خو هیڅ په درک یې پوه نه شوم. انجلۍ وویل "دا خو اخیستل شوي ټکټونه دي، مونږ فکر کاوه چې ته به زر تر زره تلل غواړې. وروسته ښايي د واورې یا کرسمس له امله په پروازونو کې مشکلات پېدا شي. نو مونږ ځکه دغه ټکټونه برابر کړل. اوس که ستا مشکل ډېر غټ وي مونږ به یې د بدلولو کوښښ وکړو، خو دا ښه خبره نده."

شریف الله ورته وویل چې مشکل غټ دی او که ټکټونه د سې شنبې نه چارشنبې ته شي نو ښه به وي. هغې وویل "سمه ده، زه به خپل مشر ته په دې اړه ووایم."

د دې ټولو کارونو له پای ته رسولو وروسته مو هالنډۍ ژورنالستې او د ايي او ایم استازې ته په مخه ښه وویل او ترې راووتو. تر دغه وخته واوره نه وه درېدلې نو مونږ هم د اخوا دېخوا ګرځېدو په ځای په بس کې د اورګاډي سټېشن ته ځان راورساوه او بیا مو د کمپ په لور سفر پېل کړ. زما د شریف الله مشکل ته ډېره تلوسه وه نو په اورګاډي کې مې ترې پوښتنه وکړه. هغه ډق ډق په خندا شو، وې ویل "مړه تا ته یې نه وایم، بیا به راپسې خاندې." ما ورته وویل "مشکلاتو تل په مونږ پورې خندا کړې ده، راځه چې نن ورپورې مونږ وخاندو." هغه بیا هم زړه نه ښه کاوه چې خپل مشکل وښيي خو چې ما پرې ډېر ټینګار وکړ نو وې ویل "پرېده چې د دې هفتې پېسې خو واخلم کنه." مطلب یې هغه پنځه پنځوس یورو ول چې په کمپ کې یې هره اونۍ د ورځني خرڅ لپاره ورکول. دغه پېسې د هرې چارشنبې په ورځ ورکول کېدلې. ما تندي ته ټق ورکړ، ورته ومې ویل "ډېر ظالم سړی یې، د دغو پېسو لپاره اوس په هغوی ټکټونه بدلوې." هغه په ډق ډق خندا وویل "د دوی داسې داسې وکړم، پرېده چې ښه یې تاواني کړم. یوه روپۍ هم ورته نه پرېدم." هغه پنځه پنځوس یورو ته په کالدارو کې حساب کړی و او ویل یې "پاکستان کې په دې ډېر کار کېږي."

وروسته ماته فکر راغی چې دغه پېسې خو د اونۍ په پېل کې ورکول کېږي تر څو د راتلونکې هم دغې ورځې پورې پرې ځان ته خواړه واخلې. شریف الله ته مې وویل "ګوره، ته چې په کومه ورځ دې کمپ ته راغلی وې تا ته یې دا پېسې په هماغه ورځ درکړې وې. د دې مطلب دا دی چې دا د راتلونکې اونۍ لپاره وې. نو د دې اونۍ پېسې یې تاته د تېرې چارشنبې په ورځ درکړې دي. دوی د سې شنبې په ورځ درته ځکه ټکټونه اخیستي چې تا د دغې سې شنبې پورې خپله خرچه اخیستې ده. که ته ورته ووایې چې زه د چارشنبې په ورځ ځم او پېسې وغواړې نو هغوی به درته ووايي چې د کمپ نه ځې نو خرچه د څه غواړې." د هغه ذهن په دې خبره خلاص شو او د ټکټونو د بدلولو د خبرې نه واوښت.

او بیا د سې شنبې ورځ هم راغله. د دوشنبې په ورځ مو ورته ښه مېلمستیا برابر کړې وه، او ډاډ مو ورکړی و چې وطن کې کارونه هم پېدا کېږي او د دې ځای نه به یې ژوند ښه وي. د هغه سره دا غم و چې په هالنډ کې یې یو کال وشو او د کور نه دوه کاله مخکې راوتلی دی خو اوس د ايي او ایم د اتلس سوه یورو سره ځي. هغه یې هم لا تر دې وخته ورکړې نه وې. د دې نه مخکې یې په ولږه تنده تېرولو د دې پنځه پنځوس یورو د خرچې نه یو څه پېسې جمع کړې او کور ته لېږلې وې خو د کومو پېسو تمه چې خلکو په کلي کور کې کوله هغه نه وې. ما ورته وویل "خلکو ته صفا صفا ووایه چې کار نه و او نور لېونی کېدم. او خپل حال ورته بیان کړه چې نور خلک دلته د راتللو خوبونه لیدل پرېږدي."

دولس بجې ورسره زه هوايي ډګر ته لاړم. هلته مو د ايي او ایم په دفتر کې یو ځل بیا څو فورمې لاسلیک کړې، یو څه پېسې یې ورکړې او ورته وې ویل چې نورې پېسې به د کابل په هوايي ډګر کې د ايي او ایم یو بل استازی درکړي. د دې ټول پروسیجر نه وروسته د طیارې د تګ وخت هم راغلی و. نو توده مخه ښه مې ورسره وکړه او لاړ.

درې ورځې وروسته راته د پېښور د یوې شمېرې نه مس کال وشو. شمېره ناشنا وه خو په زړه کې مې دا خبره تېره شوه چې شریف الله به وي. نو زنګ مې ورته ووهلو. په څلورم پنځم زنګ تلیفون جیګ شو خو هیڅ غږ پکې رانغی. ما یوه لمحه انتظار وکړ، بیا مې وویل "هیلو، څوک یې؟ مس کال دې کړی و؟" د هغې خوا نه د ژړا اواز راغی. ومې پېژندو چې شریف الله دی. ورته ومې ویل "وه هلکه ولې ژاړې؟ په خیریت سره خو رسېدلی یې؟ په مونږ پسې لکه چې ډېر خفه یې؟" بیا هم د ژړا غږ راته. ما ورته لږ ساعت انتظار وکړ چې زړه یې تش شي، او چې غلی شو نو بیا مې ترې پوښتنه وکړه "په خیریت سره خو رسېدلی یې؟ په کور کې خیریت دی؟"

هغه په ژړغوني اواز کې ځواب راکړ "پیره هسې دې راولېږلم.... ماته دا خلک مالوم دي... چې اروپا ته درتللم چا راباندې یقین نه کوو چې زه اروپا ته تللی شم. اوس راباندې یقین نه کوي چې هلته مې څه د ذلت او بدبختۍ ژوند تېروو. ټول خلک راته وايي چې په اروپا کې کارونه څنګه نشته او ذلت څنګه دی؟... خلک راته پېغور کوي چې کار مې کړی دی پېسې مې هم ډېرې ګټلې دي خو په فاحشه ښځو مې ورکړې دي. او تاته مالومه ده چې د خېرات د پېسو نه مې ځان ته بچت کوو او دوی ته مې رالېږلې. نور خلک خو څه کی خپل ورور راباندې شک کوي چې عیسوي شوی یم.... که مې ډېرې پېسې ورته رالېږلې وای بیا به ورته حاجي ښکارېدم خو اوس ورته عیسوي ښکارم. اوس هیڅ په ځان نه پوهېږم چې زه د کوم ځای شوم؟؟؟"

ما سره هم بله لاره نه وه پرته لدې چې د هغه او د هغه په څېر زرګونو لکونو نورو افغانانو او د خپل وطن په دې حال ژړا وکړم. تلیفون مې بند کړ او څو دقیقې مې خپل زړه هم ښه په ژړا سپک  کړ.

(پای)