د ویکي لیکس مشر په لندن کې ونیول شو
07.12.2010 13:16د ویکي لیکس په نامه هغې وېبپاڼې مشر چې د امریکا په ګډون د ګڼ شمېر حکومتونو رازدارانه اسناد یې خپاره کړي دي په لندن کې د پولیسو لخوا ونیول شو.
ویکي لیکس وېبپاڼه هغه وخت د نړۍ د هر بحث محور شوه چې د عراق او افغانستان د جنګونو اسناد یې خپاره کړل. وروسته یې شاوخوا دوه نیم لکه هغه خطونه هم خپاره کړل چې په ګرده نړۍ کې د امریکا سفیرانو او نورو چارواکیو د پټو معاملاتو په اړه خپل حکومت ته لېږلي وو. په دغو خطونو کې ډېر رازونه راښکاره شول چې د نړۍ په کچه شوې ډېرې پټې معاملې یې بربنډې کړې. دغې معاملې دومره حساسیت لرلو چې نه یواځې د ګردې نړۍ چارواکیو د دې عمل غندنه وکړه او د خپلو کړنو سپیناوي ته اړ شول بلکې د ویکي لیکس مشر جولیان اسانشی یې د ګردې نړۍ د حکومتونو او پولیسو لپاره هم مطلوب کړ.
څه موده وړاندې د نیو یارک ټایمز په یوه راپور کې راغلي وو چې اسانشی د یوه هېواد نه بل ته ځي او په بدلو بدلو نومونو یوه شپه یو ځای او بله بل ځای تېروي او ټول کارونه په نغدو پېسو کوي ځکه که کریډټ کارت استعمال کړي نو ایف بي ايي او نورې استخباراتي ادارې یې تعقیبولی شي. د نیو یارک ټایمز د راپور له مخې په دې وروستیو کې هغه په لندن کې په قانوني ویزه اوسېږي او چې دغه ویزه یې ختمه شي معلومه نده چې څه به ورسره کېږي.
د لندن نه وړاندې هغه په سویډن کې و خو هلته هم پرې دوو ښځو د جنسي بداخلاقۍ دعوه وکړه او پولیسو یې په لټون پېل وکړ. اسانشی اصلاً استرالیايي دی او ویل کېږي چې د استرالیا حکومت هم ورسره مشکلات لري
د امریکا او ځینو نورو دولتونو د قوانینو له مخې محرمانه اسناد پټول او خپرول په جاسوسۍ کې راځي او ځینو خلکو ګومان کاوه چې په همدې تور ښايي ونیول شي.
د سه شنبې په ورځ د اسانشی وکیلانو اعلان وکړ چې هغه په لندن کې نیول شوی دی. وکیلانو وویل هغه په سویډن کې دوو ښځو سره د جنسي بداخلاقۍ په تور نیول شوی دی او د سویډن نه ځکه تښتېدلی و چې ډارېده د سویډن حکومت به یې د متحده ایالاتو حکومت ته وسپاري.
اسانشی څو ځل مطبوعاتو سره په خبرو کې د جنسي بداخلاقۍ دغه تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې دا د هغه خلاف توطیې دي تر څو د حقیقتونو د خپرولو نه منع کړای شي.
د نړیوالو رسنیو له مخې د ویکي لیکس یو ویاند ویلي دي چې د هغه نیول کېدل به د دغې وېبپاڼې په کارونو او چارو کوم اغېز ونکړي. د ځینو معلوماتو له مخې ویکي لیکس په سلګونو داسې کمپیوټري ماهران لري چې په داو طلبه توګه کار کوي او څوسوه زره رازدارانه اسناد یې خپاره کړي دي.
ځینو نړیوالو رسنیو څه موده مخکې دا راپورونه هم ورکړي وو چې اسانشی د خپلو داوطلبو همکارانو او کارمندانو سره دیکتاتورانه چلند کوي او لدې امله ډېر ښه ملګري ترې اوس بېل شوي دي. خو ویکي لیکس چې کوم شهرت ترلاسه کړی دی هغه هر وخت په زرګونو نور داوطلب کارکوونکي پېدا کولی شي.
د اسانشی په اړه چې تراوسه کوم معلومات د رسنیو په لاس لګېدلي دي په هغو کې ویل شوي دي چې اسانشی د کم عمرۍ نه د کمپیوټر او انټرنېټ په کارونو او په ځانګړې توګه رازدارانه اسنادو ته په لار پېدا کولو کې ډېر ماهر و. وروسته هغه د ویکي لیکس په نامه پاڼه جوړه کړه چې د ځینو رازونو په راښکاره کولو سره ډېر زر د رسنیو لپاره د بحث ډګر وګرځېد.
د اسانشی وکیلانو نړیوالو رسنیو ته وویل چې ښايي هغه سبا په محکمه کې د محاکمې لپاره وړاندې کړای شي.

