په جنت کې مسافر (درویشتمه برخه)
30.11.2010 21:16ما ورته وویل "هلکه تاسو خو لکه چې په ځوانۍ کې اعصاب له لاسه ورکړي؟" دواړو ځواب راکړ "ځواني په سیند لاهو شوې، وطن کې خلک فکر کوي چې ځوانان په اروپا کې دي پېسې به وګټي، خبر نه دي چې اعصاب یې خراب شوي دي."
دا هلکان یو شریف الله او بل ساجد نومېده. اوه ویشت کلن شریف الله مشر و، واده یې کړی و او درې بچي یې هم لرل. هالنډ ته په اتو میاشتو کې د شاوخوا دولس زره ډالرو په لګښت رارسېدلی و. راته وې ویل کور نه د لندن په نیت راوتلی وم، خو لندن ته مې لاره پېدا نه کړه نو بیا هالنډ ته راغلم. په ترکیه او ایټالیه کې یې زندانونه تېر کړي ول، او په فرانسه کې یې نورې سختې ورځې هم لیدلې وې. په هالنډ کې ورته ايي این ډي په دې وجه منفي ځواب ورکړی و چې هیڅ ډول اسناد یې نه لرل او کیسه یې د اعتبار وړ نه وه؛ وروسته یې اسناد راغوښتلي ول او قضیه یې محکمې ته وړې وه، خو لومړنۍ محکمې هم منفي ځواب ورکړی و ځکه چې تذکره یې جعلي وه. چې کله به د قبولۍ بحث شو نو لومړی به یې د هالنډ او ټولې اروپا حکومتونو او خلکو ته ښکنځلې وکړې، ویل به یې چې نه د دین شو نه د سادین، خو په پای کې به یې خپله خبره بېرته رد کړه او ماته به یې وویل "پیره که ریښتیا راباندې وایې ګناه زمونږ خپله ده، که دغه تذکره مې په افغانستان یا پاکستان کې حکومت ته وښودله جېل ته مې وړي، دا خلک خو ښه دي چې په دې کمپ کې یې کوټه راکړې ده، ډوډۍ راکوي، او جېل ته مې نه بیايي."
د ساجد عمر شاوخوا دوه ویشت کاله و. هغه راته وویل چې دوه ویشت زره ډالر یې په پېښور کې یو اجنټ ته د دې لپاره ورکړي ول چې لندن ته به یې وړي. وې ویل "یو ځل راته اجنټ د ډنمارک ویزه جوړه کړه، خو نوي ډیلي ته چې راغلم نو چارواکیو الوتکې ته د ختلو اجازه رانکړه. بېرته کابل ته لاړم. څه موده وروسته یې راته د جرمني ویزه جوړه کړه نو د پاکستان نه جرمني ته راغلم. هلته یې راته وویل چې لندن ته تګ نه کېږي، د نورې اروپا هر هېواد ته چې ځې هلته دې رسوو. ما ورته وویل چې زه بلد نه یم. هغوی راته وویل چې هالنډ ښه هېواد دی هلته به دې یوسو. ما په لندن کې یو ملګري ته تلیفون وکړو چې اجنټ مې هالنډ ته بوتلل غواړي. هغه داسې فکر کړی و چې ایرلینډ یادوم. نو وې ویل "ایرلینډ ډېر ښه دی، هلته لاړ شه." هغه وخت کې زه د هالنډ او ایرلنډ ترمنځ په توپیر نه پوهېدم، نو اجنټ ته مې وویل چې سمه ده. هغه دلته راورسولم."
ساجد ته هم ايي این ډي او لومړنۍ محکمې منفي ځوابونه ورکړي ول. هغه هم اسناد د ځان سره نه ول راوړي، خو وروسته چې ترې محکمې غوښتنه کړې وه نو د پېښور نه ورله چا جعلي اسناد رالېږلي ول. هغه ته دا فکر پرېوتی و چې که کومې هالنډۍ یا داسې ښځې چې په هالنډ کې قبوله شوې وي سره واده وکړي نو قبولي ترلاسه کولی شي. یوه ورځ یې ماته وویل "ته خو دلته ډېر خلک پېژنې. که چیرته داسې یوه ښځه مځه پېدا شي چې دا کار پرې وکړم." ما ویل که ټوکې کوي، خو وروسته پوه شوم چې جدي دی. ما ترې پوښتنه وکړه "څه ډول ښځه غواړې؟" هغه وویل "هر رنګه چې وي پروا نه کوي، ځوانه وي که زړه، توره وي که سپینه، بدرنګه دې وي، خو چې قبولي پرې واخلم، لږ به مې سات (ساعت) هم ورسره تېر وي."
دا کمپ یواځې د سړو و. د تراپل په کمپونو کې سړي، ښځې او ماشومان ټول ګډ وډ ول. خو دا دایمي کمپونه د هغو کسانو لپاره چې منفي ځوابونه یې ورکړي ول او یا یې ځواب ته انتظار ایسته د فامیلونو او ځانله ښځو لپاره جلا او د سړو لپاره جلا ول. ما ساجد ته وویل "زه خو په دې کار کې څه تجربه نه لرم، او ته ښه ځوان یې، دلته دې کوټه کې اړولي دي، کله یو دېوال ته او کله بل ته ګورې، ځه ایسته ګرځه راګرځه ځان د خلکو سره بلد کړه کنه!" د هغه لپاره دا کار ګران و. لومړی غټ مشکل د ژبې و. هغه او شریف الله دواړه نه په انګلیسي پوهېدل نه په بله کومه ژبه. پښتو یې فقط ویلی شوه، لیکلی یې دا هم نه شوه. په هالنډ کې چې یې کوم وخت تېر کړی و نو فقط ډوډۍ یې خوړلې وه، یو بل ته یې کتلي ول، او بس. ما ورته وویل "تاسو خو دلته غټ عمر تېر کړی دی، باید چې هالنډي یا انګلیسي مو زده کړې وای." هغوی د هالنډ حکومت ته په ښکنځلو لاس پورې کړ. ویل "حکومت یې راباندې نه زده کوي نو مونږ به یې څه زده کړو." دا زمونږ د افغانانو یو عجیبه ذهنیت دی چې هر څه دې راله حکومت کوي. په افغانستان کې هم هر سړی هر کار د حکومت نه غواړي. یوه روپۍ ټېکس به نه ورکوي، د برېښنا او اوبو بلونه ورکول خو ورته کفر ښکاري، مګر که د کور مخې ته یې په کوڅه کې مرداری پروت و او ورته ودې ویل چې دا پاک کړه نو زر به ووايي "دولت یې ولې نه کوي."
ما ورته وویل "که تاسو دومره ناراسته یئ چې هر څه د حکومت نه غواړئ، نو بیا د پېښور نه په خپل سر ولې راتللئ؟ هلته به مو ویلي وای چې حکومت به مو بوځي." حکومت هغوی ته په دوو نفرو یوه کوټه، په کوټه کې تلویزیون، یخچال، برق، برقي بخارۍ، او د اونۍ پنځه پنځوس یورو او په کمپ کې د کالیو مینځلو او وچولو ماشینونه، پخلنځي، کمپیوټرونه، انټرنېټ او د سپورت اسانتیاوې ورکړې وې. د چا چې شوق و هغوی د دې اسانتیاو نه ډېرې ګټې اخیستلې. ځینې داسې کسان ما لیدل چې ټوله ورځ به یې په انټرنېټ کتابونه لوستل یا کومه ژبه زده کوله. دوی دواړه لومړی خو انټرنېټ ته نه تلل، چې به لاړل نو ټوله ورځ یې پېښورۍ ډرامې یا د جنګ جګړو فیلمونه کتل. یوه یوه ډرامه او فیلم به یې څلوېښت او پنځوس ځل کتلو. نو ما ورته وویل چې دې کې حکومت په تاسو څه ملامته دی؟ شریف الله راته وویل "پیره په دې خبرو پسې مه ګرځه. مونږ که دومره د کار خلک وای خپل وطن به مو جوړ کړای وای، دلته مو څه کول؟"
ما یو ځای بل ځای د خپلو پېژندګلو خلکو نه غوښتنه وکړه چې دوی له څه کار پېدا کړي، خو هر چا ځواب راکړ چې تور کار ډېر په مشکله پېدا کېږي. یواځې هغو خلکو ته کار په اسانۍ پېدا کېږي چې قبول شوي وي. په پای کې ما دواړو ته مشوره ورکړه چې بېرته لاړ شي. شریف الله ومنله چې بهتره خبره بېرته وطن ته تګ دی. خو هغه سره دا غم و چې وطن کې به خلک څه وايي، او کوم غټ تاوان چې شوی دی د هغې به څه کېږي. د کمپ په دروازه کې یو اعلان لګېدلی و چې کوم خلک خپل وطن ته په خپله خوښه تلل غواړي نو د کډوالۍ نړیواله اداره (ايي او ایم) ورسره کومک کوي. مونږ د دغې ادارې سره تماس ونیو نو هغوی د یوې لیدنې لپاره وخت راکړ. هلته چې لاړو نو د ايي او ایم چارواکي راته وویل "مونږ درته سفري اسناد برابروو، کوم ځای ته چې ځې تر هغه ځایه درته ټکټونه درکوو، او شاوخوا اتلس سوه یورو درکوو."
شریف الله ورته وویل "اتلس سوه یورو ډېر کم دي، زما دولس زره ډالر لګېدلي دي." د ايي او ایم چارواکي وویل "مونږ تر دغې زیات درسره هیڅ نه شو کولی." شریف الله وویل "نو دغه پېسې به ماته څوک راکوي؟ دا ستاسو مسوولیت دی، باید دغه پېسې راکړئ چې زه پرې هلته کار شروع کړم." ما نه غوښتل چې دا خبره یې ترجمه کړم خو شریف الله ټینګار کاوه چې باید ورته ترجمه یې کړم. چې ترجمه مې کړه نو دا د "مسوولیت" ټکی په هغه سړي ښه ونه لګېدو. ځواب یې راکړ "ما تا پسې جواب نه و درلېږلی چې هالنډ ته راشه، خپله ګناه په ما مه راړوه. زما مسوولیت فقط دا دی چې تا ته د ايي او ایم د پروسیجر په اړه معلومات درکړم. تر دغې زیات زه هیڅ نشم کولی."
مونږ د هغه ځای نه بېرته راغلو. څو ورځې وروسته ما پسې د بلې مرکې لپاره خط راغی. مرکه بیا هم په تراپل کې وه او سهار وختي وه. نو زه په دې خاطر یوه ورځ مخکې تراپل ته لاړم چې شپه هلته تېره کړم او سهار وختي مرکې ته ورشم. هماغه کمپ چې مخکې مې پکې وخت تېر کړی و ته ورغلم. هلته مې په دفتر کې د مرکې خط یو افسر ته وښود او ورته ومې ویل چې د شپې تېرولو لپاره راغلی یم. هغه په کمپیوټر کې له کتلو وروسته د اول تعمیر یوه کوټه راوښوده، راته وې ویل "په دې کوټه کې دوه نور افغانان دي، دوه کټونه پکې خالي دي، ته پکې شپه تېرولی شې." دا تېر ماځیګر وخت و، زه کوټې ته لاړم، تشه پرته وه. یو خالي کټ مې ځان ته جوړ کړ او بیا د تراپل سنټروم ته لاړم. بېرته چې راغلم ماسختن و خو بیا هم په کوټه کې څوک نه ول. نو ویده شوم. سهار وختي چې مې سترګې پرانستې نو یو ځوان مې سر ته ولاړ و، ځير ځیر یې راته کاته. زه چې راکېناستم نو هغه په پښتو وویل "ستړی مشې." ما ورسره ستړي مشي وکړه. د کوټې د ګوټ په کټ کې یو تن ویده معلومېده، نو ما ورته په اشاره وویل خبرې کرار کوه چې هغه تن راویښ نه شي. هغه راته بېرون ته د وتلو اشاره وکړه. زه ورسره ووتم. هلته مو کلکه ستړي مشي او د خیر خیریت پوښتنې وکړې. وې ویل د کونړ یم، هلته مې په یوه پوځي مرکز کې کار کاوه. وې ویل ډېرې ورځې مې شوي چې راغلی یم او د مرکو په انتظار یم. داسې معلومېده چې چا سره یې بېخي چیرته خبرې نه وې کړې، نو په ولاړه ولاړه یې کیسه د کونړ نه پېل کړه او بیا جلال اباد، کابل، پېښور او اخر یې ایران ته راورسوله. ما ورته وویل "زه مرکې ته روان یم، بېرته چې راشم بیا به ګپ لګوو." راته وې ویل "مرکې ته لاړ شه خو دا ځای یاد ساته، بیا درته ټوله کیسه د سر نه نشم کولی."
زه د حمام نه وروسته نېغ د ايي این ډي دفتر ته لاړم. دا ځل مرکه کوونکې او ترجمانه دواړه ښځې وې. یو ځل بیا زیاتې هماغه زړې او یو څو نوې پوښتنې وشوې. د اسنادو او د هغوی د نېټو په اړه یې هم پوښتنې وکړې. یو څه داسې پوښتنې هم وې چې زما وکیل ورپسې وروسته خندل. تېر ماسپښین دا مرکه هم پای ته ورسېده او زه بېرته هماغې کوټې ته لاړم چې شپه مې پکې تېره کړې وه. زما لیپ ټاپ او ځینې نور شیان هم هلته پراته ول او غوښتل مې چې بله شپه هم تېره کړم ځکه ناوخته هم و او نری نری باران هم ورېده. په کوټه کې هغه ځوان چې وروسته یې راته نوم عبدالرحمان راوښود زما په انتظار ناست و. سمدستي یې یو څو سرسري پوښتنې د مرکې په اړه وکړې او بیا یې خپله کیسه پېل کړه. زه پرې پوه شوم چې سړی درواغ زیات وايي. سهار یې راته یو ځل ځان دومره لېونی او ناخبره کړ چې وې ویل "زه خبر نه یم چې دا کوم وطن دی خو خلک وايي چې اروپا ده." مګر اوس چې یې کیسه پای ته رسوله نو وې ویل "دلته چې راورسېدم نو ماما ته مې زنګ ووهلو چې هالنډ ته رارسېدلی یم." زما یې بېخي په سر درد کړ، ورته ومې ویل "زه لږ بېرون ځم چې سګرټ وڅښم." هغه راسره سم راپاڅېد، وې ویل "سګرټ خو زه هم څښم، ځه چې ځو."
بېرون چې راووتو نو د تمباکو خلطه یې راواخیستله او ځان ته یې سګریټ جوړ کړ (دا یو ډول خلاص تمباکو او کاغذ وي چې ځینې خلک ترې پخپله سګریټ جوړوي، دا ډېر بې خونده وي خو د تیارو سګریټو نه ډېر ارزان دي نو د مهاجرینو په کمپونو کې د زیاتو خلکو سره لیدل کېږي). ورسره یې د اول لمبر کوټې په اړه معلومات راکول پېل کړل "په دې اوله کوټه کې دوه عراقیان دي او یوه ښځه ورسره ده. ښځه دو لمبر ده، د اخوا دېخوا نه ورپسې نور عراقیان او کردان هم راځي، ټوله شپه یې مېله جوړه کړې وي. په دویمه کوټه کې څلور کردان دي، زه ورسره په فارسۍ خبرې کوم، هغوی هم ورسره وي. په درېمه کوټه کې یوه افغانۍ ښځه ده او یو ورسره ماشوم دی. څو ځل یې د شپې ماته اشاره وکړه چې راځه خو زه دا کار نه کوم. اوس یو ایرانی او یو عراقی ورځي. ماشوم یې یا اوده وي یا بهر لوبې کوي، هغوی کوټه کې دننه وي..."
یوولسم لمبر کوټې ته چې ورسېدو نو ما ورته وویل "دا کېسټ لږ بدلوې نه؟ په سر مې درد دی." په هغه یې هیڅ اغېز ونکړ، مخامخ یوه پېغله انجلۍ راروانه وه، هغې ته یې په اشاره کولو سره وویل "دغه جینۍ په دولسمه کوټه کې ده. روسۍ ده. ته ورته وګوره څومره ښکلې ده. هره ورځ دغلته پورې غاړه یو ځنګل ته ځي او درې څلور کسان ځان سره بوځي، څو ځل یې ماته هم وویل چې راځه، زه ورسره هسې ګپ شپ لګوم خو دا کار نه کوم..."
انجلۍ نږدې راورسېده او زمونږ د څنګ نه خپلې کوټې ته تېره شوه. دا انجلۍ ما بېګا لیدلې وه، کله چې زه د کوټې لپاره دفتر ته ورغلی وم نو هلته ناسته وه د دفتر یوې ښځینه افسرې یې په پښه پټۍ لګوله. پښه یې چیرته د دروازې سره ورانه لګېدلې وه او خوږ شوې وه. د افسرې سره په خبرو نه پوهېدله خو وروسته یو سړی راغی هغه سره یې په فارسۍ خبرې پېل کړې. نو ایرانۍ وه او هغه سړی یې ښايي پلار و. د رنګ نه تکه سره وه او ویښته یې هم سره کړي ول نو عبدالرحمان پرې د روسۍ ګومان کړی و. او کیسه یې ورپسې دومره له درواغو ډکه جوړه کړې وه چې استغفرالله ویلو ته دې زړه کېده.
ما ورته وویل "عبدالرحمان خانه، بس اوس مې په سر درد دی، ستا کیسه اوږده ده. په کوم ترتیب چې تا شروع کړې ولا که په شلو ورځو کې هم خلاصه شي." په هغه یې بیا هم څه اغېز ونکړ، د دیارلسمې کوټې نه یې پېل کړه "په دیارلسمه کې دوه صومالیان دي، یوه ورسره ښځه ده..." ما یې خبره په نیمه کې پرېښوده او نږدې تشناب ته ترې ننوتم. د تشناب دروازه مې ښه کلکه بنده کړه چې راپسې رانشي. ښه ساعت وروسته چې راووتم او کوټې ته لاړم نو څوک نه ول. زر زر مې خپل لیپ ټاپ او نور شیان راواخیستل؛ لدې امله چې باران ورېده او ناوخته و نو یو ټیکسي ته مې زنګ وواهه چې راپسې راشي او راووتلم. لومړی د کمپ دفتر ته ورغلم چې د تګ ورته ووایم. د دفتر د دروازې نه چې راووتم عبدالرحمان بېرون ولاړ و. وې ویل "کلیواله څه کوې؟ زه په تا پسې ګرځم." ما ورته وویل "زما زړه و چې شپه دلته تېره کړم خو تلیفون راپسې وشو یو ضروري کار لرم. اوس ځم، که ژوند و بیا به چیرته ووینو." هغه په خجالت وویل "ته لکه چې خفه شوې؟ زه فقط د دوو دقیقو لپاره تللی وم. د نومونو لیستونه راغلي وو، هلته ورغلم چې که زما نوم پکې وي. نوم مې راغلی دی، سبا به مرکې ته ورځم. په مرکه کې څه پوښتنې کوي؟"
ما ورته وویل "سبا خو به دې اوله مرکه وي. اوله مرکه دومره مهمه نه ده. فقط د لارو پوښتنه درنه کوي چې په کومه لاره راغلی یې او د کوم ځای نه راغلی یې. کونړ کې چې ورته کوم ځای یادوې کېدای شي چې د هغه ځای د سرکونو، جوماتونو او ولسوال، امنیه قوماندان په اړه درنه هم پوښتنې وکړي."
هغه بیا اوږده کیسه پېل کړه، وې ویل "مړه لارې خو به ورته کوڅه په کوڅه وښېم. دوی زه نه یم پېژندلی. جوماتونه څه چې یو یو چینار او نښتر به ورته وښېم. او ولسوال؟ د هغه خو باډي ګارډان هم پېژنم. د ماما ځوی مې امریکایانو سره ترجمان دی. ما ورسره ډېر وخت اشپزي کړې ده. د هغه نه یې زه ښه پېژنم. او که دا پوښتنه یې رانه وکړه چې دلته څنګه راغلی یې، ورته ویم (وایم) چې وروره اجنټ ته مې پېسې ورکړې او دلته یې راوړم. زه خبر نه یم چې دا کوم ځای دی خو خلک وايي چې اروپا ده. خو دومره ساده نه یم چې نه یې پېژنم، د فرانس یوه یوه کوڅه راته مالومه ده. یوه یوه ښځه یې پېژنم. په دې کمپ کې پنځه تعمیرونه دي، په هر تعمیر کې شل کوټې دي، په دې ټولو کوټو کې درې سوه پنځویشت کسان دي. اوس درته د یو یو کس کیسه وکړم؟"
ما ورته وویل د خدای روي ومنه چې دا زړه چوونکې کیسه راته بیا شروع نه کړې. خو داسې ښکارېده چې هغه بیا هم شروع کوله. ښه شوه چې همدغه لمحه ټیکسي راورسېد، زر زر مې ورته مخه ښه وویله او په ټیکسي کې کېناستم. ماسختن بېرته کمپ ته ورسېدم.
(ادامه لري)

