په جنت کې مسافر (دوه ویشتمه برخه)
28.11.2010 13:36دا مرکه ریښتیا هم لکه څنګه چې هغې ویلي وو دومره مهمه نه وه. خو پوښتنې یې ښې ډېرې وې. په دې مرکه کې د زېږون نه نیولې تر دې دمه د هر څه تاریخونه، ادرسونه، او اسناد غوښتل کېدل یا یې په اړه پوښتنې کېدلې. لدې امله چې ايي این ډي پوهېږي زیاتره خلک جعلي اسناد جوړوي نو ځینې عملي پوښتنې هم کېږي. لکه دا چې په کوم ځای کې ته اوسېدې یا ترې راغلی یې هلته د جامع جومات څه نوم دی، یا د ټولو نه غټ پارک څه نومېږي، یا دا چې کور ته دې نږدې کوم پوهنتون، مکتب، بازار، جومات، یا داسې بل کوم شی شته چې ټول خلک یې پېژني. که په دې ځوابونو کې دې غلط معلومات ورکړل نو شک درباندې کوي چې ته د کوم ځای نه د راتلو خبره کوې د هغه ځای نه راغلی نه یې. دا لدې امله هم پېښېږي چې ډېر پاکستانیان او ایرانیان د افغانستان په نوم، د ډېرو افریقايي هېوادونو اتباع د صوماليې په نوم، او د ډېرو عربو هېوادونو خلک د عراق په نوم قبولیانې اخلي. نو یو سړی راغلی د پېښور یا مشهد نه وي خو وايي چې د سرخرود یا ترین کوټ نه راغلی یم. سبا راته بیا مصطفی وویل چې هغه په دې پوښتنو کې ګېر شوی و. هغه اصلاً د غزني ولایت و خو زېږېدلی د ایران په مشهد کې و او ټول عمر یې هلته تېر کړی و، او هالنډ ته هم د مشهد نه راغلی و. غزني ته بېخي نه و تللی خو د پلار نه او ځینو نورو خلکو نه به یې څه کیسې اورېدلې وې. دلته یې پولیسو ته ویلي وو چې د غزني نه راغلی یم. بل دا چې ځان یې هنرمند ورمعرفي کړی و، ویلي یې وو چې زه هنرمند یم، په غزني کې مې د خلکو لپاره سندرې ویلې. ویل نو په لومړۍ مرکه کې یې رانه پوښتنه وکړه چې ته د کوم ځای نه راغلی یې. ما ورته وویل چې د غزني ولایت نه. ویل پوښتنه یې وکړه چې په غزني کې څومره مزارونه دي. ویل ما ورته وویل چې زه خو شیعه یم، په مزارونو پسې نه ګرځم، نو معلومه هم راته نده چې څومره دي. ویل هغوی راته وویل چې شیعه ګان خو د مزارونو ډېر شوقیان دي، ته پسې څنګه نه ګرځې؟ ویل بیا یې پوښتنه وکړه چې د غزني د جامع جومات څه نوم دی. ویل ما ځواب ورکړ چې مونږ ورته جامع جومات وایو، د نوم نه یې خبر نه یم. ویل بیا یې د غزني د ښار په اړه یو څو پوښتنې وکړې چې ما سره یې ځوابونه نه ول، نو ورته ومې ویل چې ما درواغ ویلي وو، زه د مشهد نه راغلی یم. ویل بیا یې وویل چې ښه، ته هنرمند یې؟ یوه سندره ووایه. ویل ما ورته یوه سندره وویله (دغه سندره نه وه خو یو شی و چې مونږ ته به یې هم کله کله ویلو)، وايي مرکه کوونکي راته وویل چې "دا خو سندره نده، دا خو مرثیه ده." ریښتیا هم څه مرثیه غوندې وه ځکه چې د کربلا څه کیسه به یې پکې کوله. زه خو په دغې کیسه هم نه پوهېدم او هغه به دومره په بدرنګ غږ ویله چې زه او صدیق دواړه یې تېښتې ته راوستي وو.
زمونږ مرکه له ماسپښین وروسته پای ته ورسېده. د مرکې پر مهال ماته معلومه شوه چې دا مرکه کوونکې یو څه بداخلاقه هم وه، یو ځل به یې پوښتنه کوله خو بیا یې ځواب ته غوږ نه ایښوده؛ د ترجمان سره یې هم بداخلاقي کوله. ما ورسره په دې خبرې واړولې، نو راته وې ویل "زما په دې وظیفه کې څوارلس کاله وشول، د افغانانو نه مې زړه چاودلی دی." زما لپاره دا خبره ډېره سپکوونکې وه، ورته ومې ویل "ستا به د خپل کار نه زړه چاودلی وي، اوس یې په افغانانو ورتپې." ترجمان راته وویل "پرېږده یې، زر زر خپل ځوابونه ورکړه، نور یې څه کوې." خو ما نه غوښتل چې نور مرکې ته ادامه ورکړم؛ مرکه کوونکې پوه شوه، نو زر یې وویل "زه بخښنه غواړم، زما مطلب داسې نه و، زما دا وظیفه خوښه ده، مګر...." نوره غلې شوه. بیا یې یو څو نورې پوښتنې هم وکړې چې ما زړه نا زړه ځوابونه ورکړل او خبره مو ختمه کړه. وروسته یې راته د پوښتنو ځوابونو د ټول راپور یو نقل راکړ او ترې راغلم.
په سبا چې مې د وکیل سره ولیدل نو لومړۍ خبره مې ورته همدا وکړه. ورته ومې ویل زه د دغې مرکه کوونکې په اړه شکایت لرم، هغه د افغانانو سره ناسم چلند کوي چې په هیڅ قانون یې حق نلري. ورته مې دا هم وویل چې که بله مرکه هم دغه ښځه کوي نو زه نه ورځم. د مرکې یو نقل هغه ته هم لېږل شوی و، هغه چې وکوت نو وې ویل "زه پوهېږم چې دا مرکه په بیړه او ناسمه طریقه شوې ده، زه په دې اړه ايي این ډي ته شکایت لیکم، او تا ته ډاډ درکوم چې په بله مرکه کې به دغه ښځه نه وي."
بله مرکه، چې دوی تر ټولو مهمه مرکه بلله، سبا وه. نو سبا بیا سهار وختي، خو دا ځل د چا له ملګرتیا پرته پخپله، د ايي این ډي دفتر ته ورغلو. په دې ورځ چې زما دویمه مرکه وه، صدیق ته مثبت یا منفي ځواب ورکول کېده. نو مونږ ټول یو ځای تللي وو. نور هم ډېر خلک راغلي ول. په دروازه کې چې مې خپل کارت ورکړ نو زه د صدیق او مصطفی نه جلا بل تالار ته بوتلل شوم. له لږ انتظار وروسته یو نوی ترجمان او نوی افسر راغی، او زه یې د مرکې خونې ته بوتلم. دا ځل په مرکه کې د مهاجرینو د یوې خیریه ادارې یو کارکوونکی هم موجود و. مرکه کوونکي افسر لومړی خپل ځان او ترجمان معرفي کړل، بیا یې د خیریه ادارې کارکوونکی معرفي کړ چې دا به د پوښتنو او ځوابونو څارنه کوي، که مرکه کوونکی کومه غیر مناسبه پوښتنه یا ناسم چلند وکړي نو دی پرې اعتراض کولی شي. مطلب یې دا و چې دا مهاجرینو نه د نامناسبو پوښتنو او ناسم چلند یو ډول مخنیوی کوي. زه پوه نه شوم چې دا سړی زما د شکایت په نتیجه کې راوړل شوی و او که د هر تن په دویمه مرکه کې به داسې تن موجود و (وروسته چې ما د صدیق او مصطفی نه پوښتنه وکړه نو د هغوی په مرکو کې د کومې خیریه ادارې کارکوونکی موجود نه و)، خو ډېر خوش اخلاق او ښه سړی و. ماته یې وویل چې که هر وخت د ترجمان یا مرکه کوونکي سره مشکل ولرم نو باید ده ته ووایم چې د بدلولو غم یې وخوري. خو تر پای ترجمان هم ډېر ښه و، او مرکه کوونکی هم.
په دې مرکه کې هم لومړی هغه پروني تشریحات او بیا پوښتنې پېل شوې. دا ځل زما تفصیلات او د هغوی پوښتنې دومره ډېرې وې چې تر ماځیګره، د دفتري وخت تر اخره، یې دوام وکړ. په پای کې یې راته د دغې ورځې د مرکې هم یو پنډ راپور راکړ او ترې راغلم. په لاره کې راسره یوه صومالي کورنۍ (ښځه، سړی او دوه ماشومان) ملګرې شوه. نن یې ورته قبولي ورکړې وه نو د خوښۍ نه په جامو کې نه ځاییدل. په انګلیسي ښه نه پوهېدل خو څه ماته ګوډه چې یې ویلی شوه په هغې کې یې راته وویل چې صومالیه کې یې څه موده مخکې د دولت سره کار کړی و او اوس د دولت مخالفو ترورستي ډلو د بریدونو سره مخ ول.
چې کوټې ته ورسېدم مصطفی مې ولیدو. هغه غرمه وختي بېرته راغلی و. ویل "مرکه یې رانه ونکړه." ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې. وې ویل "وايي چې ته هیڅ ډول اسناد نلرې، لومړی باید اسناد راوړې." لږ ساعت وروسته صدیق راغی، هغه ته یې قبولي ورکړې وه نو خوشحاله و. په دې کمپ کې چې څومره افغانان موجود ول، چې ځینې پکې د زاړه پروسیجر د وخت نه هم پراته ول، زمونږ په پېژندګلو کسانو کې یواځینی تن صدیق و چې قبولي ورکړل شوې وه. ما ورته وویل "هالنډیانو سره ستا اروزګانۍ خپلوۍ ډېر کار وکړو." هغه نور په دې سوچ کې و چې زر تر زره د خپل فامیل د راوستلو غم وخوري.
هر څوک چې به ايي این ډي ته د مرکې یا ځواب لپاره غوښتل کېدل نو د ماښام لخوا به د هغوی د نومونو لیستونه راتلل. لدې امله چې دا ماښام په لیست کې زما نوم نه و، نو زه سبا ورنغلم، خو سبا ماښام چې مې نوم راغلی و نو بل سبا ورغلم. په دې ورځ یو نیپالی تن چې ما په لومړي مرکز کې په اخري ورځ لیدلی و او بیا وروسته دلته راوړل شوی و، هم راسره و. جمیله هم راسره وه چې نن یې لومړۍ مرکه وه. وروسته خبر شوم چې د نیپالي مرکه نه وه شوې ځکه چې نیپالی ترجمان نه و، نو د مرکې لپاره یې یوه بله اوږده نېټه ورکړې وه. ما ورته وروسته د دفتر نه بېرون وویل "که په بله نېټه هم نیپالی ترجمان پېدا نه شو نو بیا درته کېدای شي ووايي چې ځه لاړ شه کله چې دې هالنډي زده کړه بیا مرکې ته راشه." هغه وویل "ترجمان پېدا شوی دی خو وخت ورسره نه و."
په دغه ورځ ما د ايي این ډي په دفتر کې ټوله ورځ تېره کړه خو هیڅ ځواب رانغی. ښه خبره دا وه چې ما ځان سره یو کتاب وړی و نو هغه مې پکې ټول ولوستلو. زه چې په کوم ځای کې ناست وم هلته ټوله ورځ ترجمانان، افسران او نور خلک تلل راتلل، د خلکو مرکې وشوې، لاړل، نور پکې راغلل، زما کتاب پای ته ورسېد، ورځ هم ختمه شوه، خو زما په نامه کوم غږ ونشو. مخکې لدې چې خلک د دفتر نه لاړ شي، زه ورغلم او په مرکزي دفتر کې ناست تن ته مې وویل چې زه یې دلته راغوښتلی یم، ورځ ټوله تېره شوه خو هیڅ پته ونه لګېده چې څه کیسه ده. هغه په کمپیوټر کې زما نوم وکوت، بیا یې اخوا دېخوا دفترونو ته تلیفونونه وکړل، بیا یې د ځان سره کړم او یو بل دفتر ته یې بوتلم. هلته یوې پېغلې افسرې زما نوم وکوت، او بیا یې وویل "زه ډېره بخښنه غواړم، ښايي په سیسټم کې څه ستونځه پېدا شوې وي، ته یې باید پرون راغوښتلی وای، خو نن یې راغوښتلی یې." ما غوښتل د دې سیسټم په اړه ورته یوه خوږه خبره وکړم، خو مخکې لدې چې زه څه ووایم هغې زر زر وویل "ستا قضیه ما سره نده، زما د یوې بلې ملګرې سره ده، ما پرون هغه لیدلې وه چې پرېکړه یې کړې وه او ستا وکیل ته یې لېږلې ده. هغه ستا د قضیې په اړه یو څه نورې پوښتنې کول غواړي، نو ښايي یوه مرکه درسره بله وشي، پس له هغې به اخري پرېکړه وشي او تاته به درکړل شي."
ما نو نور شاته ونه کاته، بس پښې مې راسپکې کړې. بیا په دې کمپ کې زمونږ ډېرې ورځې نه وې، لږ وخت وروسته بل کمپ ته د تللو امر راغی. په هغه ورځ چې مونږ بل کمپ ته تللو نور ډېر کسان هم رارسره ول. زه، صدیق، مصطفی او یو نیپالی داسې وو چې یو بل مو له نږدې پېژندل. زه او نیپالی یو کمپ ته روان وو، صدیق او مصطفی نورو جلا جلا کمپونو ته تلل. خو د "ارنیم" په نامه ځای پورې مو لاره یوه وه. هر یو تن ته ورکړل شوي اسباب ترې بېرته واخیستل شول، بیا ورته د اورګاډي او بس ټکټونه او څه خطونه ورکړل شول او نور نو د دې کمپ نه تګ و.
په ارنیم کې ما صدیق او مصطفی ته مخه ښه وویله، له یوه بل سره مو ژمنه وکړه چې په تماس کې به یو او کله کله به وینو، او بیا زه او نیپالی تن خپل کمپ ته لاړو چې د ارنیم نه ورته یو ساعت نوره لاره هم وه. دا خبره د یادولو وړ ده چې د غیر قانوني مهاجرینو ډېر کم کمپونه د غټو او مرکزي ښارونو سره نږدې وي، زیاتره کمپونه په ډېرو لیرې پرتو سرحدي سیمو کې وي. دا لدې امله چې یو خو په ښارونو کې بیروبار زیات وي، بل دا چې ډېر غیر قانوني مهاجرین په ښارونو کې په ځینو غلطو کارونو لکه غلا، نشې، تور کار، او داسې نورو ناسمو چارو لاس پورې کوي. په هغه کمپ کې چې زه او نیپالی ورغلو هم ځینې صومالیان او د جورجیا، یوکراین داسې کسان ول چې نه یواځې غلا او نشې به یې کولې، بلکې د شپې به یې د اور لګېدو زنګ هم هیڅ بې هیڅه وهلو تر څو خلک منډې ووهي او پولیس پعذاب شي. ډېر زر هغوی بیا د دغه کمپ نه وشړل شول.
زه او نیپالی ملګری مې دغه کمپ ته ماسپښین ناوخته ورسېدو. دا سیمه ډېره ښکلې، له ونو او بوټو ډکه، سرکونه یې پاک، او نندارې یې ښکلې وې. خلک پکې کم خو خوش اخلاقه ول. د اورګاډي سټېشن نه چې مونږ په کوم کوچني بس کې ختلي وو د هغه چلوونکي د کمپ مخې ته کښته کړو. دا کمپ یوه زړه او غټه وداني وه چې لاندې او پاس پکې ډېرې کوټې جوړې شوې وې. مونږ د مرکزي دروازې نه دننه لاړو او دفتر ته ورغلو. په دفتر کې ناست تن ته زمونږ په اړه معلومه وه. چې خپل نومونه مو وښودل او راته راکړل شوي خطونه مو ورکړل نو هغه راته دوه درې فورمې راواخیستلې چې لاسلیک یې کړو. په یوه فورمه کې په کمپ کې د اوسېدو ټول قواعد او اصول لیکل شوي ول. دوو نورو کسانو زمونږ د کوټې کیلي او د استعمال ضروري اسباب راکړل. دواړو ته یې بانک کارتونه راکړل چې هره اونۍ د پنځه پنځوس یورو د خوراک څښاک د خرچې پېسې پکې راتللې. د دې هر څه نه وروسته راسره یو تن تر کوټې لاړو او د ودانۍ دروازې او لارې یې راوښودلې.
په کوټه کې د خپلو سامانونو له ځای پر ځای کولو وروسته مې نیپالي ملګري ته وویل چې څه پلان جوړ کړو. هغه وویل تر هر څه وړاندې باید د بازار نه د اخلي پخلي سامان او خواړه راوړو. ما ورته وویل "زه خو پخلی نه شم کولی، څنګه به کېږي؟" هغه وویل "زه پوره اشپز یم، زه یې پخوم، ته یې فقط خوره." نو بهر راووتو چې سنټروم ته لاړ شو. د کمپ نه بهر یو ایرانی داسې ښکارېده لکه چې زمونږ انتظار کوي. چې زه یې ولیدم، راغی او ستړي مشي یې راسره وکړه. د حال احوال او وطن او ملیت له پوښتلو وروسته یې پوښتنه وکړه:"چیرته ځئ؟" ما ورته وویل سنټروم ته. هغه راته د سنټروم لارې او طرفونه راوښودل. وې ویل دلته یو دوکان دی چې استعمال شوي شیان پکې په ارزانه بیه ترلاسه کېدای شي، کولای شئ چې د اخلي پخلي سامان هلته واخلئ. بیا یې وویل "زما په دې کمپ کې دوه کاله وشول، د کمپ چارواکي د افغانانو او ایرانیانو سره ښه چلند نه کوي، باید ډېر په احتیاط ژوند وکړئ." دا یې هم راته وویل چې په دې کمپ کې اکثریت د افریقایانو دی، خو ځینې افغانان او ایرانیان هم شته. د افغانانو د کوټو نمبرې یې راته وښودلې. وې ویل په یوه کوټه کې دوه پښتانه هلکان اوسېږي، که غواړئ زه به اوس غږ ورته وکړم. ما ورته زر وویل "نه، غږ ورته مه کوه. په کرار به یې کله ووینو. زمونږ بیړه نشته." هغه یې راته نومونه وښودل، او دا یې هم راته وویل چې کوټې ته یې په کومه لاره د کومې خوا نه ورتللی شو.
دې سړي مونږ ته تقریباً د هر څه په اړه معلومات راکړل او غوښتل یې چې نور معلومات هم راکړي. ده زمونږ کارتونه هم وکتل، زمونږ نه یې د ايي این ډي په څېر اوږدې مرکې وکړې، او ډېرې الا بلا پوښتنې. دا بیا مونږ ته وروسته معلومه شوه چې په کمپ کې د ټولو خلکو په دې وجه نه و خوښ چې خبرې یې ډېرې کولې او هر چا ته یې د هر څه په اړه مشورې ورکولې. که یو څوک به د ډاکټر نه راغی او خپلې کوټې ته به لاړو نو دی به ورپسې کوټې ته ورغی، ورته ویل به یې چې ډاکټر نه پوهېږي، زه ښه پوهېږم، دا پلانکي درمل مه خوره، بلکې دا وخوره، او دا شی مه خوره، دا وخوره، یا داسې مه کېنه او داسې مه ګرځه. لږ ډېر په انګلیسي هم پوهېدو نو هغه ایرانیان چې په انګلیسي نه پوهېدل په پېل کې به یې که په دفتر کې څه کار و له ځان سره به یې د ترجمانۍ لپاره بوتللو خو خبرې یې ډېرې کولې او یوه لنډه خبره یې دومره اوږده راتاووله چې د دفتر کارکوونکي، ډاکټران، د خیریه ادارو کارکوونکي، او پناه غوښتونکي مهاجر ټول ترې تنګ وو، په پای کې داسې وخت راغی چې هیچا به ورسره نه خبرې کولې، نه سلام کلام. بېچاره بېخي یواځې پاتې شو.
په همدغو یواځې وختونو کې ورسره زه یوه ورځ کېناستم او ګپ مې ورسره ولګولو، نو راته معلومه شوه چې عمر یې څلور پنځوس کاله و، په ځوانۍ کې یې دوه کاله برتانیه کې پوهنتون ویلی و خو بیا یې نیمه کې پریښی و. په ایران کې ترې ښځه بل چا سره لدې امله تللې وه چې د ده عادتونه یې نه ول خوښ. یو ډېر خراب عادت یې دا و چې ډېر کرکجن و، د هر څه سره چې به د چا لاس ولګېد، ده ورسره خپل لاس نه لګولو. هغه خواړه چې ده د بازار نه راوړل او د چا لاس ورسره لګېده ده بیا نه خوړل. نو ځینو کسانو به ورسره داسې کار کاوه چې ده به د بازار نه یو چرګوړی یا بل شی راوړو او په کوټه کې به یې کېښودو، یو تن به کوټې ته ورغی (په خپله کوټه کې یې څوک نه پرېښودل خو ځینې وخت به دی نه و خبر او څوک به ورننوتي ول) او غوښې سره به یې لاس ولګاوه، نو ده به ورته په ډېره غوصه وویل "لاسونه دې زما د غوښې سره ولګول، دغه زه نه خورم، ستا شوه." نو هغوی به ترې بیا وړله او ځان له به یې پخوله.
ماته یې وویل چې په ایران کې د یوې واده شوې لور سره تماس لرم، نور په دې ګرده نړۍ کې هیڅوک نلرم. وې ویل هالنډ ته دوه کاله مخکې راغلی وم، خو مخکې لدې چې پروسیجر بشپړ کړم او ځواب واخلم د یوې هالنډۍ ښځې سره لاړم او د پروسیجر نه ووتم. وروسته هغې ښځې بېرته له کوره وویستم نو بیا تراپل ته لاړم. بیا چې پروسیجر ته داخل شوم نو منفي ځواب یې راکړ؛ اوس مې قضیه په محکمه کې ده او زه ورته دلته پروت یم.
په دې کمپ کې نور ایرانیان هم ول، او افغانان هم. له ما پرته یواځې دوه پښتانه هلکان ول، چې ما ورسره یو څو ورځې وروسته ولیدل او خبرې مې ورسره وکړې. دواړه افغانان ول خو د پېښور نه راغلي ول. یو واده کړی و، یو بې واده و، خو دواړو ته یې منفي ځوابونه ورکړي ول. د کال نه زیات وخت پرې تېر شوی و خو تراوسه یې نه څه زده کړي ول، نه یې کار پېدا کړی و، او نه یې د راتلونکي ژوند لپاره بل څه پلان لرلو. دواړه په یوه کوټه کې ول، او کرار کرار پکې یو ډول مرضونه راپېدا کېدل. دې کمپ ته به په اونۍ کې دوه ورځې ډاکټر راتللو او هر دواړه ورځې به ما دوی د ډاکټر د کوټې مخې ته ولاړ لیدل. یوه ورځ مې یې د کوټې المارۍ ته پام شو نو ډول ډول د اعصابو د تکلیفونو ګولۍ (تابلیتونه) مې پکې ولیدل.
(ادامه لري)

